عمران خان: تل د پاکستان لپاره جنګېدلی یم، تر وروستۍ شېبې او وروستي باله به مقابله کوم

پېښور/ واشنګټن ــــ د پاکستان سپريم کورټ يا سترې محکمې له خوا د وزيراعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ يا عدم اعتماد تحريک ردېدل او د قامي اسمبلۍ ماتولو امر غیرایيني بللو نه پس د مخالفه سياس ګوندونوغړو د دغې پرېکرې ستاينه کړې او ويلي دي په هېواد کې څو ورځې وړاندې د دستور په ضد ګام اوچت شوی وو.

وزیراعظم عمران خان د سپریم کورټ فیصلې ته په جواب کې څه نه دي‌ ویلي، خو پر ټویټر یې تر فیصلې وروسته لیکلي دي چې نن د جمعې په ورځ یې د خپلې کابینې او پارلماني ګوند غونډه را بللې ده. عمران خان لیکلي:

"نن ماښام به قوم ته وینا کوم، قوم ته زما پیغام دا دی چې زه تل د پاکستان لپاره جنګېدلی یم او تر وروستۍ شېبې او تر وروستي بال پورې به مقابله کوم".

د مخالفه ګوندونو غړو د سترې محکمې یا سپریم کورټ له خوا شوې فيصله د پارليماني نظام د مضبوطولو د پاره ډېره مهمه بللې او ويلي یې دي دغه پرېکړه د جمهوري نظام په ګټه تمامېدای شي.

سیاسي څېړونکي او سیاستوال وایي کېدای شي عمران خان د شنبې- خالي د ورځې د قومي اسمبلۍ تر غونډې مخکې استعفی ورکړي. د پیپلز ګوند یو مشر خورشید شاه له رسنیو سره په خبرو کې وویل عمران خان باید استعفی ور نه کړي او د بې باورۍ تحریک باندې په ووټونو کې د اپوزیشن ګوندونو مقابله وکړي.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري له رسنیو سره په خبرو کې د سپریم کورټ فیصله د جمهوریت او رسنیو د ازادۍ لپاره مهمه وبلله او ویې ویل چې ژر به د مسلم لیګ ن ګوند د مشر شهباز شریف- چې ده راتلونکی وزیراعظم وباله- په مرسته انتخابي اصلاحات وکړي او په بنیاد به یې له درغلۍ پاک انتخابات وشي.

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل د پاکستان په تاريخ کې دا ولس د عدالت له خوا يوه ښه پرېکړه ده، د خلکو، د ايين، د جمهوريت او د وفاق د پاره ډېر ازښت لري:

"زمونږ د عدليې تاريخ چرته ښه نه دی پاتې شوی او که وګورئ نو يو آمر که راغلی نو هغه مرسته يې هم کړې ده۔ نن چې کومه فيصله قاضيانو وکړه نو د دې مثال به په تاريخ کې ملاؤ نه شي".

نوموړي زياته کړه مونږ دغې پرېکړې ته په ښه نظر ګورو او که چيرې داسې فيصله نه وای شوې نو د دې اثر به په پاکستان ډېر غلط وی۔ هغه وويل "د دې پرېکړې به په دستور، جمهوريت او نظام باندې ډېر ښه اثر وي".

د سپریم کورټ په فيصله کې د قامي اسمبلۍ وروستۍ غونډه د ځنډولو دپاره د سپیکر امر رد کړل شو او امر یې وکړو چې د اسمبلۍ نوي ناسته دې د اپرېل په نهمه نېټه راوبلل شي.

د اپريل په دريمه د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر د مخالفه ګوندونو له خوا د وزيراعظم په ضد جمع شوی د بې باورۍ تحريک رد کړی وو او پس د هغې نه صدر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې وه.

د قامي جمهوري غورځنګ اين ډي ايم مشر او قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او اې ډيوه ته وايي ډېره مضبوطه او د ايين او قانون په رڼا کې فيصله شوې ده او په دريم اپريل چې کوم کار شوی وو نو دا په ايين، په پارليمان او د په وفاقي پارليماني نظام باندې هم حمله وه:

"نن سترې محکمې هغه هر يو شی کالعدم وګرځول، د ډپټي سپيکر هغه کار يې هم ختم کړ او ورسره ورسره د وزيراعظم چې کومې کيسې [د بهرنۍ دسیسې تورونه] وې، هغه يې هم ختمې کړې" .

سپریم کورټ په خپل سر د ډپټي سپیکر په فېصله مقدمه پېل کړې وه او د عدالت پېنځه کسیزه ډلې یا بېنچ چې مشري یې د عدالت مشر جج جسټس عمر عطا بندیال کوله تر پېنځو ورځو پورې د مقدمې اورېدنه وکړه.

د اطلاعاتو په اړه د خېبرپښتونخوا وزيراعلا ځانګړي مرستيال بيرسټر محمد علي سيف په خپله ټويټر پاڼه وايي د عدالتي فيصلې سره قامي اسمبلۍ په ځای کړل شوه خو وایي‌ "تاسو يعني ( مخالفه ګوندوونو) نه د غدارۍ داغ لرې نه شو"۔