د خیبر پختونخواه په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان او د بنو په جاني خېلو کې په تیرو دوه ورځو کې د هدفي وژنو په بېلابيلو پېښو کې پینځه کسان وژل شوي چې پکې تازه د بنو پولیسو دوه عسکر هم په نخښه کړی شوي دي.
پولیس د دې پېښو تاييد کوي او وايي دا وژنې د شمالي وزیرستان په دوسلي او میر علي تحصیلونو او تازه پیښه د بنو په جاني خېل کې شوې خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د زمه واري نه ده اخستې.
د جاني خېل پولیسو افسر ایس اېچ او سید رحمان وي او اي ډیوه ته وویل دا پېښه د پیشمني په وخت د جاني خېل په مچي خېل سیمه کې شوې او دوه پوليس پکې وژل شوي دي.
هغه وویل وژل شوي لطیف او فرمان الله دي د ډيوټۍ نه وروسته کور ته تلل. د علاقې خلک وايي دا پېښه د پیشمني په وخت هغه مهال شوې چې د کلي چوک نه دوی د کور په لور روان شول.
په جاني خېل کې په تیرو 24 ساعتونو کې د هدفي وژنې دا دویمه پېښه ده چې ترسره کیږي، له دې وړاندې پکې په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی وو.
د هدفي وژنو نورې دوه پیښې په شمالي وزیرستان کې شوي او دوه تنکي ځوانان وژل شوي.
د شمالي وزیرستان د ضلعې پولیسو مشر عقیق حسین دفتر په خبره لومړۍ پېښه دوه ورځې وړاندې د دوسلي تحصیل په کم سروبي سیمه کې شوې چې قدرت الله نومي تنکی ځوان پکې په ډزو وژل شوی دی.
د دوی په خبره بله د هدفي وژنې پېښه ماښام د میرعلي تحصیل په خیسور سیمه کې شوې ده، شېر امان نومې تن ماښام په علي خېل مارکیټ سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.
پوليس وايي د وژل شوو کسانو کورنيو په چا دعویدارۍ نه دي کړي او پولیسو مقدمې درج کړي او پلتنې يې پېل کړي دي.
د اپریل په دویمه د میر علي خیسور په علي خېل سیمه کې په استخباراتي عملیاتو کې د وسله والو د مهم کمانډر شریعت الله په ګډون د څلورو وسله والو د وژل کېدو دعوې شوې وې.
د علاقې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی میر کلم وزیر د تازه هدفي وژنې په اړه په ټیوتر لیکلي.
"په شمالی وزیرستان کښی په تیر 48 ساعتونو کې دوې هدفی وژنې یوه په کم سروبی کې قدردت الله او بله اوس په میرعلی خیسور کې د شیرمان الله د مرګ رامنځته شوه په دواړو پیښو کې تنکی ځوانان بر ناحقه وواژل شول ، د اپریشن ضرب عضب نه پس دغه د هدفی وژنو لړۍ د سلګونو په شمیر پر مخ روانه ده."
وي او اې ډیوه د ضلعې د پولیسو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.
د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمېرو تر مخه تیر کال په شمالي وزیرستان کې نزدي 70 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې څلور زنانه هم شاملې دي او د ضرب عضب عملیاتو نه را په دې خواه 430 کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې پکې د علاقې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.
په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب نومی پوځي عملیات شوی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.
د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي دعوې کوي کله نه چې دا سيمې په صوبه کې شاملې کړی شوي حالات پکې ښه شوي دي.