چین وایي په پاکستان کې سیاسي بدلون د دواړو هېوادونو اړیکې نه اغېزمنې کوي

اسلام اباد ـــ د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویلي بېجينګ د يو نژدې ګاونډي او ثابت دوست په توګه په ریښتيا هيله لري چې په پاکستان کې ټول اړخونه متحد پاتې شي او د هېواد د ثبات او سوکالۍ د پاره به ګډ کار وکړي.

ګلوبل ټایمز راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاولې جیان ټینګار وکړ چې د سیاسي بدلون څخه به د پاکستان او چین اړیکې نه اغېزمنې کیږي.

بل پلو ته د امریکې د سپینې ماڼې ویاندې جین ساکي په یوه خبري غونډه کې وویل هیڅ اهمیت نه لري چې مشري څوک کوي، یو سوکاله او جمهوري پاکستان د امریکا ګټو ته مهم دی او په دې کې څه بدلون نه دی راغلی.

جین ساکي ویلي امریکا د اساسي قانون او ډیموکرېټیکو اصولو په سوله ییز عمل باور لري او د قانون د حاکمیت او د قانون په چوکاټ کې د مساوي انصاف د اصولو ملاتړ کوي.

د امریکا او د چین دغه بیانونه په داسې حال کې راغلي چې د عمران خان په ضد د بې باورۍ د تحریک د کامیابۍ په نتیجه کې د تحریک انصاف واک ختمېدو وروسته تېره ورځ د پاکستان د ایتلافي ګوندونو له اړخه د مسلم لیګ نواز ډلې مشر شهباز شریف د پاکستان وزیراعظم ټاکل شوی وو.

نوي وزیراعظم په خپله وینا کې د امریکا او چین په شمول د ټولو نړیوالو او ګاونډي هیوادونو سره ښه اړیکو ته د ودې ورکولو او د برابرۍ په اساس د اړیکو ساتلو اعلان کړی وو.

البته د حکومت د بدلون سربېره تحریک انصاف او عمران خان د امریکا مخالف بیانیه اوس هم را پورته کوي. عمران خان پر شهباز شریف او مخالفو ګوندونو په حکومت کې د راتلو څخه وړاندې د امریکا په ملګرتیا نیوکې کولې.

د پاکستان او امریکا تر منځ اړیکې د وړاندې څخه ښې نه دي او په تېرو ورځو کې د پخواني وزیراعظم عمران خان له اړخه پر امریکا د سازش د تورونو پس به د نوي حکومت د پاره اړیکې ښې ساتل څومره ګران وي.

په دې اړه د نړیوالو چارو پوه پروفیسر ډاکټر اعجاز خټک وې او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي دا به د نوي حکومت دپاره یو لوی چېلنج وي:

"د تېر حکومت په وروستیو ورځو کې مخې ته راتلونکو بیانونو له سببه د امریکا او پاکستان اړیکو ته زیان رسېدلی او اوسنی حکومت به د دې د بیا بحالۍ هڅې کوي خو نه ګڼي چې د پاکستان په بهرنۍ تګلاره کې به د نوي وزیراعظم د راتګ سره څه بدلون راشي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مخالفو ګوندونو له اړخه وړاندې شوی د بې باورۍ تحریک د وزیراعظم عمران خان په ضد بهرنی سازش بللی دی.

البته د امریکا دغه ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د وزیراعظم عمران خان په هغه دعوو کې هیڅ حقیقت نشته چې واشنګټن د هغه د حکومت د نسکورولو د پاره د د یوه سازش تر شا لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت وینا نیډ پرایس ویلی وو چې امریکا د اییني بالادستۍ او د جمهوري اصولونو او د قانون مرسته کوي او دغه تګلاره یواځې د پاکستان نه بلکې د ټولو هیوادونو دپاره ده.

د نوي وزیراعظم د ټاکنې وروسته امکان څرګندیږې چې د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چوکۍ وسپارل شي.

بلاول بهټو زداري تېره ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي وو چې په دې اړه پرېکړه د دوی ګوند کولی شي، البته د مطبوعاتي رپوټونو تر مخه پیپلز ګوند په دې اړه تر اوسه څه پرېکړه نه ده کړې او په دې اړه ډله په دوږ برخو کې تقسیم ده.