واشنګټن- د افغانستان په خوست ولايت کې په سلګونو افغانانو احتجاجي لاريون کړی او د پاکستان خلاف يې شعارونه ورکړي چې د ددغه هېواد جنګي جهازونو د افغانستان خاوره بمبار کړې او ولسي خلکو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې.
پاکستان د هوايي بمبار په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو لخوا ميډيا ته په يو ورکړل شوي تصوير کې د طالبانو خارجه وزير امير خان متقي او په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان ښودل شوي چې د ميډيا رپورټونه وايي، طالب چارواکي پاکستاني سفير ته په پېښه احتجاج کړی.
په ټولنیزو رسنیو باندې هم په سلګونو افغانانو د پاکستان د هوايي ځواک لخوا د افغانستان په خاوره باندې ترسره شوی هوايي برید په کلکو ټکو غندلی دی
د افغانستان د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پېښې په اړه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي “د پاکستان ايرفورس جازونو په افغان خاوره د بمبار څو پېرې وکړې چې د تحريک طالبان پاکستان د غړو “کورونه” په نخښه کړي. دا لومړی ځل دی چې پي ای ايف په افغانستان کې دننه بمباري کوي او د کابل ګوډاکي چارواکي ورته هيڅ غبرګون نه شي ښودلی”.
Pakistani air force jets have carried out several strikes inside Afghan territory targetting TTP "houses". First time use of PAF inside Afg as a puppet ruled Kabul can%27t react.
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) April 16, 2022
دغه راز په تېر حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په خپل ټویټر لیکلي، چې
"په خوست او کونړ کې د ملکي وګړو د استوګنې پر سیمو د پاکستاني پوځیانو د تېرې شپې هوايي بریدونه چې په پایله کې یې زمونږ بې ګناه ولسي وګړي شهیدان شوي په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي او په کلکه یې غندو. دا بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنوي."
په خوست او کونړ کې د استوګنې پر سیمو د پاکستاني پوځیانو د تېرې شپې هوايي بریدونه چې په پایله کې یې زموږ بې ګناه ولسي وګړي شهیدان شوي، په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي او په کلکه یې غندو. دا بریدونه د دواړو هېوادونو اړیکې سختې زیانمنوي. ۲/۱ https://t.co/v20FnSroKm
— Mohammed Haneef Atmar محمد حنیف اتمر (@MHaneefAtmar) April 16, 2022
ميډيا د ځايي خلکو له خولې وايي د خوست په هوايي بمبار کې تر ۴۰ پورې ولسي وګړي چې پکې ښځې او ماشومان هم دي وژل شوي. د طالبانو د حکومت لخوا د مړو ټپيانو شمېر نه ده ورکړل شوی.
د دې تر څنګ دا هم ويل کيږي په وژل شویو خلکو کې يو شمېر هغه وزيرستاني کډوال دی چې د پاکستاني پوځي عملياتو ضرب عضب له سوبه خوست ته اوړېدلي وو او لا هغلته پراته دي.
د پاکستان د قومي اسامبلۍ غړي او د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په خپله فېسبوک پاڼه دغه برید غندلی دی.
ښاغلي داوړ لیکلي، تېره شپه د پوځ او پاکستان فضایه الوتکو شمالي وزیرستان سره د پولې هغې غاړې ته د بې ځایه شویو خلکو په یو کیمپ بمباري کړې ده چې په پایله کې یې تر ۴۰ زیات کسان شهیدان شوي.
محسن داوړ لیکلي، "دا پېښه په کلکو ټکو غندم. دا زمونږ سرې کرښې دي، مونږ به پرې هېڅکله غلي پاتې نه شو.دا پېښه باید په جدي توګه وڅېړل شي."
په افغان خاوره باندې د پاکستان د هوايي بریدونو پرضد د ولسي او سیاستوالو د سخت غبرګون وروسته طالبانو هم دې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، زمونږ حوصلې دې نه ازمايي.
د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد په دې اړه ټویټ کې دا بریدونه غندلي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په خوست اوکنړ کې په میشتو مهاجرینو دپاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي. په پاکستاني لوري غږ کوي په داسې مسائلو کې د افغانانو حوصلې ونه آزمويي او بیا ورته اشتباه تکرار نه کړي کنه بدې پایلې به ولري.د دواړو هیوادونو ترمنځ ستونزې باید د سیاسي لارو حل شي.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) April 16, 2022
له دغه بمبار نه يوه ورځ وړاندې د پاکستان په شمالي وزيرستان کې په پاکستاني پوځي ځواکونو وسلوال بريد شوی و چې پکې د يو ميجر په ګډون اوه پوځيان وژل شوي وو.
پاکستاني پوځي او حکومتي چارواکي تور لګوي چې د غير قانونه ګرځول شوي تحريک طالبان پاکستان ترهګر په افغانستان کې مرکزونه لري خو ولې واکمن طالبان وايي د افغانستان خاوره به د بل چا خلاف استعمال ته نه پرېږدي.
په واشنګټن کې له څېړنیز مرکز ویلسن سنټر څخه مایکل کوګلمن په ټویټر لیکلي،
"پاکستان د ټي ټي پي د ستونزې په اړه درې انتخابه درلودل، لومړی په هغوی زور راوړي چې له افغانستانه ووځي، دوهم له ټي ټي پي سره خبرې وکړي او دریم په افغانستان کې پرې پوځي عملیات وکړي. دریمه لاره چې پخوان هم کارول شوې له طالبانو سره به فشارونه زیات کړي."
Pakistan had 3 options w/the TTP problem: 1. Press the Taliban to curb/expel it from Afg. 2. Talks w/TTP 3. Military ops in Afg. Option 1 was never realistic. Option 2 has failed. Hence the 3rd option, which has been used in the past and will deepen festering tensions w/Taliban.
— Michael Kugelman (@MichaelKugelman) April 16, 2022
په کونړ کې د ولايت د اطلاعاتو مشر مولوي نجيب الله وي او ای افغان سروس ته منلي ده چې د پاکستان لخوا په چوګام کلي د شوي توغندي بريد په نتيجه کې د يو کور شپږ تنه وژل شوي چې يوه ښځه او پينځه پکې ماشومان دي.
پاکستان د دې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.
په باجوړ او دواړو وزيرستانونو کې چې پولې يې د افغانستان د لوې پکتيا او لوی ننګرهار سره نښتي په پاکستاني امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه زیات شوي چې پاکستان يې د افغان طالبانو نه د مخنيوي غوښتنه کړې.
د رپورټونو د مخه هوايي بمبار کې د خوست ولايت اوړه، پڅه مېله، مير سفر او کوړای سيمې په نخښه شوي. د طالبانو ځايي چارواکو وي او ای ته په دې اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې ده.
په کال 2009 کې د القاعده يو فلسطيني غړي حمام خليل البلاوي په خوست کې د امريکا د سي اي ای په فارورډ اپريشنل بيس ځانمرګی بريد کړی و چې پکې اوه د سي اي ای او يو اردني افسر وژل شوي وو.
د يادونې ده چې د پاکستان د هوايي ځواک يو F-16 جنګي الوتکه په کال 1987 کې افغانستان د خپلې خاورې د خلاف ورزۍ په غبرګون کې راغورځولی و چې هم د خوست په سيمه کې پرېوتلی و.
هغه مهال پاکستان ويلي وو يو جنګي جهاز يې د وزيرستان په ميران شاه سيمه د څار په دوران کې پریوتې ده.