دپاکستان روپۍ ولې دفشار سره مخ ده اؤ ارزښت به ومومي که نه؟

Pakistan Currency dollar Rupee Rupees

اقتصاد پوهان وایې په ملکي کچه د سیاسي او اقتصادي ستونزو له امله پاکستانۍ روپۍ د فشار سره مخ ده اؤ دپاکستان مرکزي بینک وایي روانه میاشت د روپۍ نرخ کې 3.5فیصدي استحکام راغلی او د ډالر په مقابله کی روپۍ د 190 نه 181روپو ته راکوزه شوې ده.

خو اقتصادی پوهان وایې په ملکی کچه د پاکستان دغیر ملکي زرمبادلې د کمي، مالیاتی او تجارتی خسارې له امله روپۍ د فشار لاندې ده .

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وی او اې ډیوه ته ویلي دهیواد اقتصادي ستونزې زیاتیږي او ددې اثر په ټول اقتصاد پریوځي.

"د پاکستان په خرڅونو او امدن کی فرق زیات شوی، حکومت وړاندې نه په تیلو رعایتونه ورکوي، کرنټ اکاونټ او تجارتي خساره زیاتیږي او دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کمیږي"

هغه وایي دا وخت پاکستان ته د غیرملکي امداد ضرورت دی او بله دا چې په مالیا کی به اضافه کول او د تیلو نرخونو ته به بیا کتنه کول وی.

د پاکستان مرکزی بینک وایي دا وخت د بینک د زرمبادلې ذخیره 10.38 اربو ډالرو ته راکوزه شوې ده اؤ تیره اوونۍ د کریډټ ریټنګ نړیوالی ادارې موډیز په خپل رپوړټ کی ویلي وؤ د پاکستان سره د دوؤ میاشتو د درامدي بل غیر ملکی زرمبادله ذخیره پاتې ده .

روانه میاشت د پاکستان مرکزي بینک ویلی وؤ چې د غیر ملکي ادائیګیو په مد کې یې د 3 اربو ډالرو نه زیات رقم واپس کړی دی .

خو پوهان وایي چې په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او خوراکي شیانو د لوړو نرخونو له امله هم د پاکستان تجارتي خساره زیاتیږي چی له امله یې پاکستانی روپۍ د فشار سره مخ ده .

د اقتصاد ماهر فدا حسین وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان هڅې کوي چی د مالیاتي ادارې سره خبرې مخ په وړاندې بوځي او په سمدستي توګه پنګې ترلاسه کړی خو هغه بیا وایي په لنډمهاله توګه که دغه ستونزه راکمه شي خو تر څو چی درامداتو او برامداتو کې فرق کم شوی نه وي روپۍ به د فشار سره مخ وي.

"دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره 10 اربه ډالره ده او په هغې کې زیاتره هغه پیسې دي چې ملګرو ملکونو د مرکزي بینک په اکاونټ کې ایښې دي، په روپی به فشار هله کمیږي چې مونږ له ایي ایم ایف یا بل څوک پورونه راکړي خو هغه هم وقتي طور به فشار کم شي خو بیا به هم جاري وي"

تیره اوونۍ د پاکستان مرکزي بینک ویلي ؤ په پاکستان کې غیر ملکي پانګونې کمې شوي او یوازې د مارچ په میاشت کې 400 ملينه ډالر غیر ملکي سرمایه کاري بهر تللې ده.

د سټيټ بینک وینا ده په تیرو نهو میاشتو کې تجارتي خساره 35 اربه ډالره ده، بجټ خساره 4000 اربه روپۍ ده او کرنټ اکاونټ خساره د 18 اربه ډالره نه زیاته ده چی له امله یې دپاکستان روپۍ فشار سره مخ ده.

اقتصادی پوهان وایي که په سمدستي توګه د ملګرو هیوادونو یا د نړیوالې مالیاتي ادارې څخه په پور اخستو کې کامیاب شي د پاکستان دغه اقتصادي ستونزې به تر څه حده راکمې شي .