په ټولنیزو رسنیو دپاکستان دمشهور دیني عالم مولانا طارق جمیل دې دعوې دخلکو سخت غبرګونونه راپارولي دي چې ګنې خیبر پښتونخوا کې خلک سود په زیاته پیمانه کوي.
دچهارشنبې په ماسخوتن د پخواني وزیراعظم عمران خان کور بني ګاله کې د شوقدر د شپې په مناسبت جوړې شوې یوې دستورې خپله وینا کې مولانا طارق جمیل ویلي وؤ "زمونږ خیبر پښتونخوا علاقه کې خلک مونځ کوي، خو دغلته سود ډیر زیات دی"
دمولانا طارق جمیل وینا وه " خلک سود کوي او ډیر ظلم کوي. خلک مونځ ګزاره دي خو سود نه پریږدي. نو دا به د هغوي لپاره د تباهۍ سوب وګرځي"
د مولانا په دې خبرو ټولنیزو رسنیو کې تود بحث روان دی. زیاتره تنان د مولانا طارق جمیل د پښتنو خلاف ددغه بیان غندنه کوي.
دوي وایي سود دنړۍ د مالیاتي نظام یوه برخه ده. هر هاغه ځایې کې سود زیات وي چرته چې صنعتي پرمختګ شوی وي، بنکي نظام طاقتور وي او کاروباري هلې ځلې روانې وي.
دوي وایي د پاکستان کراچۍ، لاهور، فیصل آباد ، ګوجرانواله ، سیالکوټ او داسې نورو صنعتي سیمو کې پرمختګ د پښتونخوا نه زیات دی. دغلته بنکي نظام هم قوي دی خو مولانا ددغه سیمو د بنکي نظام پحقله خبره نه کوي.
دې لړ کې اقتصاد پوهه سیف عثماني وایس اف امریکا ډیوه ته وایي نن سبا د یو تن بل سره د تجارت زمانه نه ده. په اربونو خلک یو بل سره د بنک په ذریعه تجارت کوي خو یو بل نه نه وي خبر.
هغه وایي دې نظام اوس وسعت پیدا کړی دی. ددې نه غیر مالیاتي نظام یو قدم وړاندې نشي تللی. دا سود نه بلکې منافعه یا ګټه ده. زمونږ په پیسو بنکونه کاروبار کوي. په هغې ګټه کوي او بیا مونږ ته دغې ګټې کې برخه راکوي.
سیف عثماني وایي کومو بنکونو چې ځان ته د اسلامي بنکارۍ نومونه غوره کړي دي. هغوي او نورو روایتي بنکونو کې هیڅ فرق نیشته.
وایي ددغه بنکونو د اسلامي بنکارۍ اکثره بنکونو شاخونه کلیوالو او وروسته پاتې علاقو کې وي. نو ځکه په پښتنو د سودي کاروبار کولو تور لګول ناسمه خبره ده.
بل پلو ته د پښتونخوا صنعت کاران په روایتي بنکونو تور لګوي چې دوي د پښتنو د سیمو نه زیاتې پیسې د بچتونو صورت کې اوچتوي خو قرضې بیا ددې ځایې په نسبت د هیواد صنعتي ښاریو کې ویشي. چې له امله یې پښتونخوا صنعتي زغل کې ورسته پاتې ده.
خو تجارتي بنکونه دریځ لري چې دوي ته دلته نه د قرضو اخستو لپاره دومره درخواستونه نه کیږي.