د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د پاکستان د پوځ لخوا په ضرب عضب عملیاتو کې د ورانو شوو دوکانونو مالکانو او دوکاندارانو بیا احتجاجي پرلت پېل کړی او وايي که په درېو ورځو کې که د اعلان سره سم انتظامیې دوی ته د وران شوو دوکانونو مرستې ور نه کړې بیا به اسلام اباد ته احتجاجي لاريون کوي.
تیر کال د اپریل په 25م دوی په میرانشاه کې احتجاجي پرلت پېل کړی وو او ویلي يې وو حکومت د دوی تاوان مني خو د شوي تاوان پیسې نه ورکوي او د ځنډ نه کار اخلي.
دا احتجاج وروسته له هغې ځنډول شوی وو چې انتظامیې دوی ته بې له څه خنډ په فوري توګه د مرستو چیکونو ورکولو ژمنه کړې وه.
په شمالي وزیرستان کې د دوکانونو مالکان او دوکانداران په میرانشاه سیمه کې د اېف سي کېمپ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي چرته چې د انتظامیه دفترونه دي.
دوی وایي ضرب په عضب عملیاتو کې د دوی نیزدې 21 اربه روپۍ تاوان شوی حکومت د دوی دا تاوان مني خو دوی ته يې د شپږ اربه روپو ویلي او هغه هم نه ورکړل کیږي.
د صوبې اوسني حکومت په 2020 کې د احتجاجي پرلتونو وروسته د دوی تاوان منلی وو او د خېبرپښتونخوا صوبې د هغه وخت حکومتي ویاند اجمل وزير په خبري غونډه کې ويلي وو چې د شمالي وزيرستان هغه ځمکې چې ورانې شوي او بيا پرې سرکاري ودانۍ جوړې شوي د هغه ځای د يوې مرلې تاوان به 15لکه روپۍ او د غورځول شوو دوکانونو د يوې ودانۍ تاوان به درې لکه روپۍ ورکولی شي او دا پېسې صوبايي حکومت منظورې کړي دي.
د دوکاندارانو د کمېټۍ مرستیال مشر امشاد الله وایي لومړی په کال 2018 کې د پاکستان پوځ او بیا په صوبه کې تر شاملیدو وروسته د صوبې اوسني حکومت د سختو احتجاجونو وروسته په 2020 کې د دوي د ورانو شوو دکانونو تاوان منلی او پیسې هم منظورې کړی شوې خو د دوه کاله ځنډ وروسته لا دا د تاوان پیسې نه دي ورکړل شوي.
هغه وویل انتظامیه د ځنډ نه کار اخلي او تر اوسه په تیرو شوو دوه کلنو کې په 7000 دوکاندانو کې یواځې 1600دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.
د هغه په وینا که تر درې ورځو دغلته احتجاج کولو وروسته دوی ته په فوری توګه د مرستو ورکولو غوښتنه نه منل کیږي بیا به مجبور شي چې اسلام اباد ته لاریون وکړي.
هغه وايي د پاکستان په نورو سوداګرو اتحاديو يې غږ کړی چې په احتجاج کې يې شامل شي.
دا نتظامیې د دفتر چارواکي تاييدوي چې د ورانو شوو دوکانونو د مرستو پیسې راغلې دي او او تر دې مهاله 1600 چیکونه په دوکاندارانو کې وېشل شوي دي.
د دوی په وینا د دې لپاره کمیټي جوړه شوې او د تصدیق کولو ورسته د مرستو چیکونه دوکاندارانو ته ورکړل کیږي خو دا د تصدیق عمل وخت اخلي.
په میران شاه بازار کې دوکان لرونکی نیک عمل وايي د ده خپل د سامان نه ډک دوکان په دغو عملیاتو کې وران شوی او بيرته یې لا نه دی جوړ کړی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی په ډېرو سختو حالات کې ژوند کوي، د کروړونو روپو کاروبار يې تباه شوی دی. او دوی ته 14 لکو روپو ویل شوي هغه نه ورکړل کیږي.
هغه زیاته کړه نه يواځې کاروبار یې تباه شوی هغه سامانونه چې په قرضونو يې راوړي اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ شی نشته.
احتجاج کوونکي بيا دا ګيله هم کوي چې د ميرعلي نه د صوبايي اسمبلۍ منتخب غړی اقبال وزير چې د واکمنه تحریک انصاف ګوند سره یې تعلق هم دی او اوس ورسره د امداد او بيا ودانۍ وزارت هم دی هغه هم د سيمې د خلکو په مشکلاتو غلی پاتې دی.
وایس اف امریکا ډیوه اقبال وزیر او د انتظامیه مشر شاهد علي خان سره د واټس ایپ د لارې رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.