پاکستان کې دډالر نرخ ریکارډ کچې190روپو ته لوړ شوی

پاکستان کې د روپۍ په مقابله کې دډالر نرخ دتاریخ تر ټولو لوړې کچې ته ختلی اؤ چهارشنبې په ورځ دبینکونو دننه د يو امريکايي ډالر په يو سل نوي روپۍ او خلاص مارکيټ کې په يو سل نوي روپۍ اؤ لسو تبادله شوی دی.

پاکستان کې معاشي پوهان وايي ترڅو چې د نړیوالې مالياتي اداري ايي ايم ايف نه پاکستان ته پور نه وي ترلاسه شوی په هيواد کې د ګرانۍ کميدو او د امريکايي ډالر دنرخ په قابو کې د راتلو امکان نشته.

دڅېړونکو په وینا دهيواد معاشي وضيعت ښايي چې د ډالر نرخ به نور سېوا کيږي او د غريب وګري په اوږو به د ګرانۍ نور بوج هم پريوځي.

روانه کاروباري هفته کې پرله پسې دا دریمه ورځ ده چې د ډالر نرخ پکې په بره روان دی.

تر دې وړاندې د اپريل په وړومبۍ نيټه د سياسې کړکيج له امله د يو امريکايي ډالر نرخ يو سل اته اتياؤ روپو نه اوړيدلی ؤ۔

د معاشي چارو کار پوهان وايي پاکستان کې ورځ تر بلي برامدات مخ په سېوا کیدو دي او برامدات کم دي چې له امله یې په بهرنۍ نړۍ کې د پاکستاني روپۍ ارزښت کم دی.

داقتصاد پوهانو په وینا چونکې درامدات سيوا شوي دي نو هيواد کې د امريکايي ډالر طلب زیات دی او دغه علت دي چې د ډالر په مقابله کې پاکستاني روپۍ خپل ارزښت بايلي۔

د معاشې چارو کار پوهه ډاکټر زلاکت خان وايي تېر د تحريک انصاف حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم ایف ټول شرايط نه وؤ پوره کړي چې له دغه امله موجوده حکومت د معاشي ستونزو ښکار دی۔

"روان مونږ په پاکستان کې د اليکشن کال ګڼلی شو که موجوده حکومت د ايي ايم ايف ټول شرطونه ومني نو دي سره به د حکمران ګوند ګراف او ووټ بينک په ښکته ځي نو له دي له وجي د مالي پيکيج ډيل ونه شو او مسله په هغه ځائ پاتي شوه"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "د پاکستان دحکومت وینا وه چې په هفته نيمه کې به د ايي ايم ايف وفد مذاکراتو دپاره راځي خو اوسه پوري رانغلو بل خوا د پاکستان ملګري هيوادونه سعودي عرب، متحده عرب امارات او چېن هم په دي تمه دي چې د پاکستان او نړیوالي مالياتي ادارې معاهده وشي نو بيا به پاکستان ته قرضه ورکوي"

اقتصاد پوهان وايي په لويه کچه دتيلو درامد کولو دبل او د سعودي عرب نه دترلاسه کيدونکې مالي پيکيج په اړه دګنګوسو او هيواد د روانې سياسي بي قرارۍ له وجي هم روپۍ د فشار ښکار ده۔

روانه مياشت د وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب د دوري پرمهال سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان معاشي کړکيج نه وتلو دپاره د پاکستان نوي حکومت سرخ مرستي دپاره د دریوؤ اربو ډالرو دپور ستنولو دنیټې په غځولو سلاشوي ؤ خو تر دې دمه ددغو مذاکراتو په اړه کره معلومات مخي ته نه دي راغلي۔

پيښور صرافه مارکېټ کې دپیسو دتبادلې کارکوونکي وقاص اپريدي وي او ای ډيوه ته وویل که چرې پاکستان ته بهر نه قرضې ترلاسه نه نه شوې نو داسې ښکاري چې د ډالر نرخ به نور هم مخ په بره لاړ شي۔

"مشکله ښکاري چې د ډالر ريټ کم شې ځکه چې پاکستان ته قرضي ميلاو نه شوې ،وزيراعظم چې په نژديو کې سعودي عرب ته کومه دوره کړي وه، نو له دې کبله د پاکستان بهرنۍ ذخیرې مخ په ښکته روانې دي او د دوو ويشتو اربو ډالرو نه لاندې لويدلي دي او بله دا چې د پاکستان نه ډير ډالر د ايمپورټ په مد کې بهر ځي او د ايکسپورټ په مد کې ډير لږ راځي نو ددې په وجه د ډالر ريټ په مخ په بره روان دی‘"

دپاکستان د شمارياتو محکمې لخوا جارى کړل شوؤ تازه شمېرو کې ويل شوي چې د روان مالي کال د وړومبیو نهو میاشتو په مهال د پاکستان تجارتي خساره او درامدات رېکارډ کچې ته رسېدلي دي.

شمیرې ښایي تجارتي خساره 39 اربو، 26 کروړو او 40 لکو ډالرو او درامدات 65 اربو، 49 کروړو او 20 لکو ډالرو ته رسېدلي دي.

د شمېرو ترمخه روان مالي کال کې د جولایي نه تر اپریل میاشتې پورې د درامداتو او برامداتو ترمنځ فرق 39 اربو اؤ 30 کروړو ډالرو ته زيات شوی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې په پاکستان کې د ګرانۍ کچه د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په برغو هندسو کې روانه ده اؤ دې سره د اپریل په میاشت کې دا دووؤ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

دا مهال پاکستاني کې ګراني په 13.37 فيصدى ولاړه ده چې په تېرو دوو کلونو کې لوړه کچه ده.