دپاکستان دټولټاکنو کمیشن دتحریک دانصاف دمرورو غړو دنااهلۍ خواست رد کړی دی

Election Commission of Pakistan 1

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن د تحريک انصاف ګوند لخوا قامي اسمبلى کې د ياد ګوند دشلو مرورو غړو دنااهلۍ خواست رد کړى او تحريک انصاف ددې پريکړى په ضد سپريم کورټ ته د تلو اعلان کړى دى.

بل اړخ ته د دفاع وزير خواجه اصف ويلي د پوځ دنوي سرلښکر تر ټاکلو وړاندې عام انتخابات کيدای شي.

دا په داسىې حال کې ده چې د ګڼ شمیر سياسي او معاشي بحرانونو سره مخ وزير اعظم شهباز شريف د خپل ګوند مشر نواز شريف سره مشاورت لپاره په بيړني ډول لندن ته رسيدلى دی.

دچهارشنبې په ورځ دانتخابي کميشن لخوا دجاري کړل شوې لنډې فيصلې ترمخه دتحريک انصاف مرور غړي د ملکي دستور د٦٣ اى مادې په زد کې نه راځي.

دپخواني واکمن ګوند تحريک انصاف لخوا دټولټاکنو کميشن ته دليږل شوې قضيې دلارې د ګوند په ټکټ دقامي اسمبلۍ دمنتخب شوؤ ٢٠ غړو د وفادارۍ بدلولو په تور دنااهله ګرځولو خواست شوى ؤ.

د مرور غړو وکيلانو دانتخابي کميشن په وړاندې دريځ خپل کړى چې دوي د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد وړاندې کړل شوي د بې باورۍ تحريک کې د سره ووټ نه دى اچولى او اوس هم دوي خپل ځان د تحريک انصاف برخه ګڼي.

دې ته غبرګون کې د تحريک انصاف ګوند مرکزي ليډر فواد چودهري د انتخابي کميشن د پريکړې په ضد سپريم کوټ ته د تلو اعلان کړى دى.

بل اړخ ته ددفاع وزير خواجه اصف ويلي د راتلونکي نومبر مياشت پورې هیواد کې نوي انتخابات کيدای شي.

بهر ملکي مطبوعاتي ادارې سره خبرو کې خواجه اصف ویلي دا خبره د ستاينې وړ ده چې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويدباجوه دخپل ملازمت دمودې په غځولو کې غرضي نه دى او د خواجه اصف په خبره کيداى شي لومړى انتخابات وشي او بيا د پوځ نوى سرلښکر وټاکل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د يوشمير بحرانونو سره مخ وزير اعظم شهباز شريف او دهغه د کابيني طاقتوره وزيران په مهمو ملکي چارو سلا مشورې لپاره د خپل ګوند مشر نواز شريف لندن ته بللي دي.

هم لندن کې ميشت د نواز شريف نزدې ملګري د خزانى پخواني وزير اسحاق ډار ميډيا سره خبرو کې په ملک کې دسمدستي انتخاباتو امکان ردکړى دى خو هغه پخلى کړى چې د سياسي او دستوري بحرانونو له امله پاکستان دا وخت لوىې معاشي ننګونې سره مخ دى اوپه دى اړه د نواز شريف په مشرۍ کيدونکي غونډه کې به مشاورت کيږي.

بل اړخ ته قامي اسمبلۍ کې هم د واکمن مسلم ليګ نواز او داتحادي جماعتونو غړو د يو قرارداد د لارې د پنجاب دګورنر ټاکلو په اړه د صدر عارف علوي کردار د ملکي دستور په ضد ګرځولى او ددې غندنه یې کړې ده.

صدر عارف علوي دپنجاب دګورنر عمرسرفراز چیمه دخپلې څوکۍ نه دګوښه کولو په اړوند د وزیراعظم شهبا شریف سپارښتنه نه وه منلې اؤ هغه ته یې امر کړی ؤ چې دګورنر په توګه خپله دنده پرمخ یوسي خو اوړمه شپه کیبینټ ډویژن دپنجاب دګورنر دګوښه کولو اعلامیه خپره کړې وه.