ښځینه فعالې: د ږوب شېراني په جرګه کې د ښځو پر موبايل کارولو او بازار ته تللو د بنديز وړانديز د منلو نه دی

کوټه ــــ سياسي فعاله وړانګه لوڼۍ وايي، د وطن په روانو حالاتو او جنګونو کې ښځې او سړي دواړه "بې علمه او بې هنره" پاته شوي دي نو په داسې وخت کې په قبايلي جرګو کې دا وړانديز کول چې ښځې دې د انټرنيټ او ويډيو موبايل نه استعمالوي او بازارونو ته دې نه ځي دا خبره د ښځو د حقوقو خلاف او د منلو وړ نه ده:

"کومه ښځه چې په کوﺭ کې ټيکنالوجي کاﺭوي له هغې سره شاوخوا ناستې ښځې او ماشومان ټول له دې شيانو خبريږي او ګټه ځنې اخلي، نو دا نه ده پکار چې په يوویشتمه صدۍ کې جرګې د ښځو لاره وتړي چې تاسو ټیکنالوجي ته لاسرسی مه کوئ".

د ږوب اوسېدونکې ګلالۍ غرڅنۍ وايي جرګې ته ښځې نه وې بلل شوې نو بيا يواځې سړي دا حق نه لري چې د ښځو په اړه پريکړې یا وړاندیزونه وکړي:

"په دا جرګه کې هيڅ يوې ښځې ګډون نه وو کړی نو د ښځو په باره کې نارينوو څنګه فيصله کړې؟ څوک چې د يو چا په هکله فيصله کوي نو هلته د هغوی شتون پکار دی".

د مې د مياشتې پر اتمه د بلوچستان په ږوب ښار کې يوه قبايلي جرګه شوې وه چې پکې د ږوب او شېراني ضلعو مشرانو، د سياسي ګوندونو غړیو او مدني فعالانو په ګڼ شمېر ګډون کړی وو، په دې جرګه کې د ښځو په استازيتوب څوک نه وې غوښتل شوې.

د جرګې د منتظم سردار عزيز الله خان په خبره جرګه پر لسو نقطو راغوښتل شوې وه او له ګډونوالو څخه پوښتل شوي دي چې دوی له دغو نقطو سره اتفاق کوي او که نه؟

په نقطو کې د ځايي قبيلو تر منځ دوښمنۍ ختمول، کم ولور اخيستل، د قاتل ملګرتيا نه کول او د بديو په فيصلو کې د ښځو د نه ورکولو تر څنګ د جرګې له ګډونوالو دا هم پوښتل شوي وو چې کورنيو ښځو ته د سمارټ فون يا ويډيو او انټرنيټ لرونکي موبايلونو د استعمال اجازه نه ورکول او له ضرورت پرته بازارونو ته د ښځو وتل "د قبايلي رواياتو" ضد بلل شوي او له ګډونوالو د بنديز لګولو يا نه لګولو پوښتنه شوې وه.

سردار عزيز الله وايي دا نقطه د کم عمره نجونو، نالوستو او له کوره بهر کار نه کوونکو ښځو د موبايل د استعمال او بازارونو ته د وتلو په اړه يې يواځې وړانديز ايښی وو کوم حکم، غوښتنه یا پرېکړه يې نه ده کړې.

د ږوب په جرګه کې د ښځو دا نقطه په داسې وخټ کې شامله کړل شوې چې د کال 2021 م په اګست مياشت کې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول او د ښځو پر تعليم، له کوره وتلو او چادري اغوستلو يا پرده کولو په اړه يې حکمونه صادره کړي دي.

سردار عزيز الله زياتوي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پرېکړو او بنديزونو او د هغوی له تګلارې سره د دوی د جرګې سپارښتنې هیڅ تړاو نه لري او نه هم دی له کوم سياسي يا مذهبي ګوند سره تعلق لري.

سردار زياتوي د جرګې ګډونوالو تجويزونه په ليکلي شکل کې ورکړي دي هغه سره يو ځايي کوي او بيا به يې په ږوب او شېراني ضلع کې د عملي کولو لپاره 70 کسيزه کمېټۍ جوړوي:

"موږ شپيته يا اويا کسيزه کمېټۍ جوړوو، هغه به بيا د جرګې پر پرېکړو د عمل [لپاره کار] کوي، زموږ خاص توجه د قبايلي دښمنيو او بديو پر ختمولو باندې ده".

د بلوچستان هايکورټ وکيل عبدالغني شېراني وايي د پاکستان سپريم کورټ په 2018م کال کې د پنچايت او قبايلي جرګو فيصلې او پرېکړې غیرايني او غیرشرعي ګرځولې دي. شېراني وايي ځکه نو د ږوب د جرګې د تجويزونو او فيصلو کوم ايني او قانوني حیثيت نه شته:

"دوی چې کومې نکتې ايښې دي چې نجونو ته به ټچ موبايل د استعمال لپاره نه ورپريږدي يا شاپنګ سينټرز او بازارونو ته به نه ځي، دا ټولې پريکړې غيرایيني دي او سپريم کورټ په خپله فيصله کې داسې ويلي چې دا کينګرو کورټس [غیررسمي عدالتونه] دي ".

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل پخواني چېرمېن او وتلي سياسي او مذهبي مشر مولانا محمد خان شيراني جرګې د خپلې وينا پر مهال ويلي وو چې د جرګې له نورو نقطو سره هيڅ اتفاق نه کوي، يواځې له دې خبرې سره اتفاق کوي چې قبايلي دوښمنۍ دې ختم کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرېټري اطلاعات رضا محمد رضا په جرګه کې د خپلې وينا پر مهال د ښځو د موبايل او بازارونو ته د وتلو د بنديزونو وړانديز ته په اشاره سره وويل چې په دې اړه د جرګې ځينو ګډونوالو خبرې وکړې خو وایي دا خبرې د هغوی شخصي دي، جرګه ورسره اتفاق نه کوي.

د جرګې د دې نقطو په اړه پر ټولنيزو شبکو او په بلوچستان کې په عامو محفلونو کې هم بحث روان دی او پر دې ناخوښۍ څرګندې شوې او ويل شوي د ښځو د موبايل او بازارنو ته د وتلو په اړه نقطه د ښځو د بنيادي انساني حقوقو خلاف خبره ده.

پر ټولنيزو رسنيو په بحثونو کې د قبايلي جرګو ارزښت او ګټې ستايل شوې خو دا غوښتل شوي چې د جرګو پرېکړې بايد له وخت او حالاتو سره سمې وي او رياستي ادارې دې د بديو او نا خوالو په مخه نيولو کې خپل ايني کردار ادا کړي.