صدر عارف علوي د عمران خان د بهرني سازش د تورونو پلټنو لپاره د قضایي کمیشن جوړولو غوښتنه کړې

Arif Alvi

دپاکستان دصدر ډاکټر عارف علوي لخوا د سپريم کوټ دمشر قاضي په نوم ليکل لیږل شوي لیک کې د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک تر شا دبهرني سازش د پلټنو لپاره دعدالتي کميشن جوړولو خواست شوى دى.

بل اړخ ته لندن کې موجود وزير اعظم شهباز شريف او د هغه د کابينې دغړو لخوا د خپل ګوند( مسلم ليګ نواز )دمشر نواز شريف سره په مهمو ملکي چارو مشاورت دوام لري او څيړونکي وايي که حکومت زر څه بنيادي پريکړې ونه کړي نو سياسي اومعاشي حالات نور هم ترینګلي کیدای شي.

د صدر عارف علوي لخوا ليکلي خط کې ويل شوي غوره به دا وي چې د بې باورې تحريک سره تړلي د بهرني سازش د تورونو پلټنو لپاره عدالتي کميشن باید چيف جسټس عمر عطا بنديال په خپلې مشرۍ کې جوړ کړي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په وخت د تحريک انصاف ګوند سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قيصر د سپريم کورټ لخوا د پخواني مرستيال سپيکر د رولنګ يا حکم د دستور په ضد دګرځولو پريکړې ته دبیا کتنې دخواست پخلى هم کړى دى.

اسد قيصر وويل تمه ده چې سپريم کورټ د نوؤ انتخاباتو په معامله کردار ولوبوي او اعلى عدالت به د صدر عارف علوي په خواست کميشن هم جوړوي.

وړاندې د پاکستان په سياسي او عسکري قيادت باندى ګډې د قامي سلامتيا کمپټۍ د پخواني وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورى تحريک کې د بهرني سازش امکان رد کړى ؤ او دامریکې حکومت هم د عمران خان تورونه بې اساسه ګرځولي دي.

تيره شپه اټک کې یوې جلسى ته د وينا په وخت عمران خان ويلي وؤ دوي بهرنی سازش درک کړی ؤ خو د عمران خان په خبره د بده مرغه څوک چې ددې سازش دمخنيوي ذمه وار وؤ هغوئ پرې غلى پاتى شول.

دعمران خان څرګندونو ته غبرګون کې د جمى په ورځ لاهور کې خبري کانفرنس ته د وینا په مهال مرکزي وزير جاويد لطيف په عمران خان د خپلو سياسي ګټو لپاره د اړي ګړي او ملکي ادارو د بدنامولو تورونه لګولى دي.

تيره ورځ د پوځ وياند جنرال بابر افتخار يو ځل بیا دهیواد په سیاستمدارانو غږ کړی ؤ چې پخپل منځي شخړو کې باید پوځ را ونه لړي.

پوځي ویاند ویلي وؤ د ډیر وخت راهسې پوځ په دې اړه د زغم نه کار اخلي۔