جبري "حجاب" ته غبرګون: د افغانستان په ټي وي چېنلونو کې نارینه خبریالانو هم خپل مخونه پټ کړل

د طلوع نیوز د خبري خپرونې چلوونکی فریدالله محمدي او د ۱-ټي وي د خبري خپرونې چلوونکی ادریس فاروقي د ماسکونو سره خبرونه وویل

واشنګټن - افغانستان کې د واکمنو طالبانو په امر، خصوصي ټي وي چېنلونو سر د اتوار/یکشنبې ورځې د خپلو ښځینه خبریالانو او پروګرام چلوونکو مخونه په نقاب پټ کړل، خو دې سره جوخت د ځینو ټي وي چېنلونو پروګرام چلوونکو یا اېنکرانو هم د خپلو ښځینه همکارانو سره د خواخوږۍ په خاطر ماسکونه واچول او په داسې حال کې یې خبرونه وویل چې صرف یې سترګې ښکارېدلې.

تېره هفته د طالبانو په حکومت کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ټي وي چېنلونو ته ویلي و چې ښځینه خبریالانې دې "د اسلامي لارښونو پر اساس" د خپرونو په وخت کې خپل مخونه پټ وساتي.

د چېنل ۱ په نوم یو بل خصوصي ټي وي هم د خپل خبري پروګرام د چلوونکي ادریس فاروقي تصویر په ټوېټر خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه د ټي وي پروګرامونو په ښځینه خبریالانو باندې د حجاب جبري ګرځولو په خلاف د احتجاج په توګه، خبري خپرونه کې ماسک پر مخ تړلی و.


طلوع نیوز پخپل وېب سایټ باندې یو مضمون هم خپور کړی او هغه کې یې ویلي چې د دوی په باور، د حجاب په اړه د طالبانو د مشرتابه په حکمنامه کې په وضاحت دا ندي ویل شوي چې په ټي وي پروګرامونو کې دې هم ښځې مخونه پټ کړي، نو دوی اوس هم د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په امر اعتراض لري.

د ټي وي پروګرام یوې چلوونکې، خاطره احمدي ویلي چې کله مخ په نقاب پټ کړي، نو په ټي وي پروګرامونو کې ورته خبرې کول ډېره سخته شي، ځکه ساه اېستل ورته ګرانه وي.

د افغانستان او منځني ختيځ په حالاتو نظر ساتونکی څېړونکی احمد مجیدیار د ښځینه خبریالانو سره د هغو د نارینه همکارانو د درېدلو په اړه ویلي: "دا په افغانستان کې یوه بله تیاره ورځ ده، خو د افغان خبریالانو انعطافي او مزاحمتي دریځ او د خپلو ښځینه همکارانو سره د نارینه همکارانو اتحاد د ستاینې وړ دی."


د جبري حجاب په اړه د طالبانو په وروستیو حکمونو پراخ غبرګونونه راڅرګند شول، خو ښکاري د طالبانو حکومت چې تر اوسه هېچا هم په رسمیت ندی پېژندلی او په نړېوالو چارو کې څنډې ته شوی دی، د ښځو په وړاندې خپله رویه تر اوسه سخته ساتلې او د غبرګونونو پروا نکوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خالي/شنبې په ورځ د جبري حجاب په اړه ازادي راډیو ته وویل، "دا یوه دیني مسئله ده چې د ښځو له کرامت او وقار ساتلو سره مرسته کوي".

د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي څو ورځې وړاندې د سي اېن اېن له خبریالې کریسشن امانپور سره مرکه کې د طالبانو سختدریځي رد کړه او د افغانو خبریالانو نه یې وغوښتل چې د مخ پټولو په برخه کې د طالبانو د حکم خیال دې نه ساتي، ځکه د هغه په وینا، دا نه د افغاني کلتور سره او نه هم د اسلامي اصولو سره اړخ لګوي.