لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ښځینه نطاقانې د طالبانو د حجاب په امر اندېښنې ښایي خو طالبان وایي رسنیو ورسره دا امر منلی


د طالبانو لخوا په ټيلي ویژن پروګرامونو کې په ښځینه نطاقانو دحجاب کولو دامر په ټولنیزو رسنیو سخته غندنه روانه ده خو خو طالبان وایي دا حکم د پردې په اړه دجاري شويو احکاماتو برخه ده او د رسنيو لخوا د دې احکاماتو د منلو وروسته دغه پرېکړه شوې ده۔

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عني المنکر په شفاهي ډول په هېواد کې تلویزیونونو ته ويلي چې باید ښځینه نطاقانې یې د تلویزیون په پرده د راښکاره کیدو په مهال خپل مخونه پټ وساتي۔

افغان خبريالانې وايي چې د کله نه په افغانستان طالبان واکمن شوي نو په رسنيو کې کارکوونکو مېرمنو باندې محدودياتونه سېوا شوي چې مقصد يې په رسنيو کې کې د ښځو د کار مخه نيول دي۔

په دې هکله وي او ای ډيوه سره خبرو کې د طالبانو د امر باالمعروف و نهي عني المنکر وزارت ترجمان عاکف مهاجر ویلي چې د ټي وي چېنلو چارواکو دوئ سره دغه احکامات منلي او سبا د شنبې د ورځې څخه به په مکمله توګه عملي کړل شي۔

نوموړي زياته کړه چې دوه اوونۍ وړاندې د حجاب په هکله حکم عام ؤ "او دهرې هغه خور لپاره و چې په افغانستان کې ژوند کوي او داسې نه ، چې ځينې ترې مستثنا وي"

د ویاند په خبره " خو د تېرو دوو اوونیو راهېسې رسنيو (دا امر)نه ؤ مراعت کړی، بيا وروسته مونږ په خصوصي توګه هرې يوې رسنۍ سره ناسته وکړه او هغوی ومنله نو وروسته د هغې مو فرمان ورکړو او له هغې وروسته تاسو وکتل چې عملي شو"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د مئ په اوومه اعلان وکړو چې د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض دي، او په هره جامه چې بدن پټ کړی شي هغه حجاب دی۔

طالبانو چې د تېر اګست په 15مه د کابل واک ترلاسه کړو نو د هغې وروسته يې د افغانستان د رسنیو او په خاص ډول تلویزیونونو لپاره نوې کړنلارې وټاکلې۔

په دغو کړنلارو کې د ټولو رسنیو څخه غوښتل شوي چې خپلې خپرونې د اسلامي ‌اصولو سره برابرې کړي او د شریعت د اصولو او افغاني ارزښتونو خلاف فلمونه نه خپروي۔

په کابل کې د يو سيمه بيز ټيلي ويژن خبريالې د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او ډيوه ته وويل چې د نويو محدوديتونو لګولو نه دا مالومېږي چې طالبان په رسنيو کې د مېرمنو شتون نور نه غواړي۔

هغه وايي " کله چې ماته د دفتر د لوري وويل شول چې زه بايد د ماسک څخه استفاده وکړم نو دې ماته د نااميدۍ احساس راکړو، او دې نه داسې مالومېږي چې ښځې به وروسته له دې په رسنيو کې پاتې نه شي او دا ښکاره يو داسې اعلان دی چې انجونې او ښځې دې په رسنيو کې کار نه کوي"

طالبانو تېر کال د ستمبر میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي پرانیستي، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا د تړلو امر وکړو او ويلي یې وؤ چې ددې لپاره شرعي تګلاره جوړولی شي،خو دغه سکولونه لا تر دې دمه نه دي خلاص کړل شوي۔

په مېرمنو د لګولو شويو محدوديتونو له امله په طالبانو مخ په زياتېدونکي نړيوال فشار په هکله د عاکف مهاجر وېنا وه چې په هېواد کې د حجاب په مکمله توګه عملي کېدو وروسته به تعليمي ادارې هم پرانستل شي او دا به دنړيوال فشار د راکمېدو سبب وګرځي۔

هغه زياته کړه " حجاب به د جينکو د مکتبونو پېل وي او نړۍ بايد زما پخپل برداشت دې هرکلی وکړي ځکه چې دې سره به يو زمونږ د خويندو عزت او وقار ساتلی شوی وي او دوېم دې سره به مکتبونه هم خلاص شي، بايد چې دې سره نړيوال فشارونه کم شي"

د ښځو دحجاب لازمي کېدو په هکله د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تازه حکم پراخه غبرګونونه پارولي او د ځينو هیوادونو په ګډون امريکې، ملګرو ملتونو، يورپي ټولنې، د بخښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو دڅار ادارې په دې اړه اندېښنې ښودلې دي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG