پاکستان افغانانو لپاره د ویزې شرطونه نور هم سخت کړل

کابل کې د پاکستان سفارتخانې د افغانانو دپاره د پاکستان د ويزې شرطونه نور سخت کړي دي او د ويزې ترلاسه کولو دپاره يې د پاکستان نه په بلنه د راغوښتل کیدو شرط لازمي ګرځولی دی.

تر دې وړاندې به افغانانو ته پاکستان څخه دیو چا له لوري له بلنې پرته د پاکستان ويزه ورکول کيدله افغان وګړي وايي د نوې پالېسۍ لاندي به د بې وسه افغان وګړو دپاره د پاکستان ويزه ترلاسه کول نور هم ګران شي ځکه چې هر څوک په پاکستان کې پيژندګلو نه لري چې د ويزي دپاره ورته دعوت نامه واستوي۔

افغانان وايي دغه نوې پاليسي کابل کې د پاکستان سفارتخاني او نورو کونسلګرو نزدې د تېرو لسو ورځو راهسې عملي کړې ده .

په کابل کې استوګن عبدالله شینوارې څو وړاندې د خپلي کورنۍ دپاره د پاکستان ويزه ترلاسه کړې ده،هغه ډېوه ته وايي د نوې پاليسۍ وروسته د هغو افغانانو ستونزې نوري سېوا شوي څوک چې د مجبوريتونو له کبله پاکستان ته راتلل غواړي ځکه چې هر څوک پاکستان کې پيژندګلو او رشته دار نه لري چې دعوت نامه ورته واستوې

"حکومت چې کومه نوي پالېسي شورو کړې ده په دې اړه خلکو کې ډير تشويش دی، د ستونزو سره مخ دي ځنې خلک به پاکستان کې پيژندګلو ولري خو ځینې یې نه لري، يو خو موږ ته په وخت ويزه نه راکول کيږي او دويمه خبره دا چې کوم ليټر یا بلنیک دوئ غواړي دغه لويه ستونزه ده ځکه هر څوک خو زموږ ذمه واري نه شي اخستې هلته"

په کابل کې د پاکستان سفارتخانې په خپل فيس بک پاڼه ليکلي دي چې دغه دعوت نامه د يو پاکستانې وګړي ترڅنګ په پاکستان کې ميشت هغه افغان وګړي هم استولی شي چې پاکستان کې د ګډوال په حيثيت ژوند کوي او پي او ار کارډ يعنې مهاجر کارډ لري۔

د فېس په دغه پوست کې دا هم ليکل شوي، ضروري نه ده چې د ويزې دپاره دعوت نامه په اسټامپ پيپر ليکل شوي وي بلکې دا په ساده سپين کاغذ هم دمنلو ده خو چې د متعلقه تن پوره نامه، د موبايل شميره، د شناختي کارډ نمبر او دهغه تن د کور درک پکې موجود وي۔

په افغانستان کې د پاکستان سفارت خانه نن سبا د ان لاين طريقه کار لاندې افغان وګړو ته ويزې ورکوي خو ويزي ترلاسه کوونکي تور پورې کوي چې ډير په کمه شميره کې د پاکستان سفارت ويزې ورکوي او خلک په مياشتو مياشتو ویزو ته په انتظار وي۔

خو د سفارت چارواکي وايي د پاکستان ويزي دپاره د زياتره درخواست کوونکو معلومات نيمګري وي په ځانګړې توګه دعوت نامه او پاکستان کې د پاتي کيدو نور معلومات پکې نه وي ځکه زياتره درخواستونه د بيا کتني دپاره استولی شي۔

د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي د پاکستان ويزي دپاره د دعوت نامې شرط وړاندې نه هم د ويزي په درخواست کې موجود ؤ خو ولي وړاندي اندازه دغه وه چې د سفارت چارواکو به دغه مد کې نرمې کوله،

نوموړي ډېوه ته وويل افغانان ډېر په مشکل کې دي بايد چې د پاکستان حکومت د ويزې پالېسي دسختولو په ځائ نرمه کړي۔

"د افغانستان نه دلته تاجران راځي، طالبعلمان راځي بيا د ميډيکل په مد کې ډير خلک راځي، غم ښادي ده څه کورنۍ دلته ده او څه هلته، بايد چې د پاکستان ويزه پالېسۍ کې دومره سختي نه وي چې خلکو ته په تګ راتګ کې مشکل جوړ شي او هسې دا د پاکستان په ګټه هم ده چې څومره افغانان پاکستان ته راځي نو ظاهره خبره ده په اقتصاد به يې مثبت اثر وي"

د طاهر خان په وينا په کابل کې د پاکستان سفير دوي ته تايد کړې ده چې تېر کال د اګست په مياشت کې د کابل د سقوط وروسته د پاکستان سفارت نزدې دوؤ لکو پورې ويزې افغان وګړو ته ورکړي دي او دا چې د پاکستان سفير دعوه کوي چې هره ورځ کابل کې دپاکستان دسفارت خانې په ګډون نورې کونسلګرۍ د زرو پورې ويزې جاري کوي۔

ددې ترڅنګ د پاکستان حکومت هره ورځ سل مريضان او د هغوي سره د مرستي دپاره يو تن بغير د ويزې پاکستان ته پریږدي۔

څيړونکي وايي پاکستان د نړۍ په هر فورم په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وکالت کوي خو د کله نه چې په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلې دي د پاکستان حکومت د افغانستان سره د سوداګرۍ او تګ راتګ پالېسۍ د تير جمهوري حکومت په پرتله ډېرې سختې کړې دې۔

تیرکال د۱۵م اګست نه وروسته چې په افغانستان کې چې طالبان په حکومت کې راغلي دي تراوسه دنړۍ يو ملک هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی منلی۔