د پښتونخوا اسمبلۍ ښځینه غړې: بجټ کې د ښځو برخه دې د ښځو د خیرښېګړې په چارو ولګول شي

واشنګټن ـــ د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ زیاتره ښځینه غړې وايي د بجټ کومه برخه چې د ښځو د پرمختیا د پاره ځانګړي شوې ده باید هغه ټوله د ښځو د خیر ښېګړې او فلاح دپاره خرچ شي.

دوی په دې هم همغږه دي چې د جینکو تعلیم ته دې توجه وشي، د کورني تشدد مخنیوی، په وراثت کې حق، ښځو ته تحفظ او کارکوونکو ښځو ته اسانتیاوې دې برابرې شي.

له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د اسمبلۍ ښځینه غړو وویل چې په سیاسي ګوندونو کې جمهوریت پکار دی، چې ښځې یواځې په مخصوصه سیټونو اسمبلیو ته رانه شي بلکې په عامو انتخاباتو کې ورته هم د پارټۍ ټکټونه ورکړی شي.

په صوبايي بجټ کې د ښځو د پاره ایښودل شوي درې نیم بلینه روپیو باندې د خبرو په وخت د پښتونخوا اسمبلۍ غړې حمیرا خاتون چې تعلق یې د جماعت اسلامي ګوند سره دی وویل:

"په دې وخت په صوبایي حکومت او اپوزیشن کې ښه تعلیم یافته ممبرانې دي خو کابینه او وزرات کې یوه ښځه نه شته".

مېرمن حمیرا زیاته کړه چې یواځې په قبایلي ضلعو کې نه بلکې په نورو غریزو ضلعو کې هم جینکۍ د پرایمرۍ نه وروسته د سکولونو نه بهر پاتې کیږي. وایي د ښځو په مسلو باندې دوی ټولې د اسمبلۍ ښځینه غړې یو اواز دي.

د وي او اې ډیوه ټي وي په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې د پښتونخوا صوبايي د اسمبلۍ غړې اسیه صالح خټک- چې تعلق یې د حکمران ګوند تحریک انصاف سره دی- وویل:

"زموږ حکومت تعلیم او صحت ته ډېره توجه ورکوي او د کوویډ د لاسه تېر بجټ پوره نه وو لګول شوی خو دې کال به کوښښ کوو چې ښځو ته ځانګړې شوې روپۍ په مکمله توګه ولګي او د جینکو د تعلیم د پاره مونږ په تعلیمي بجټ کې اویا فیصده برخه ایښې ده او د ایجوکیشن کارډونو ورکولو پرېکړه هم شوې ده".

یاده دې وي د «بېنظير انکم سپورټ» پروګرام په يو سروې کې ويل شوي په خېبر پښتنونخوا کې 4.7 میلینه د سکول نه بهر ماشومانو د پاره د 15 زره اضافي سکولونو جوړولو ضرورت دې.

د یوې نظرپوښتنې تر مخه 78 فیصده قبایلي جینکۍ د پرایمري زدکړو نه وروسته تعلیم ځکه پریږدي چې دغلته میډل او هایي سکول نه وي.

نعیمه کشور چې د پښتونخوا اسمبلۍ غړې ده او تعلق یې د جمعیت علماء اسلام ف سره دی وايي چې سکولونه، کالجونه او یونیورسټۍ په قبایلي ضلعو کې نه شته نو جینکۍ به تعلیم جاري څنګه وساتي. له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې مېرمن کشور وویل:

"مونږ ډېر زیات سکیمونه ورکړي وو چې پکې د هغه ښځو د پاره د هاسټلو جوړول چې د خپلې ضلعې نه بهر کار کوي، په صوبه کې د [پبلک] واش رومونو خصوصاً د ښځو د پاره غټه مسله ده، د واش رومونو جوړولو سکیمونه پکې نه دي شامل شوي".

مېرمن نعیمه کشور وویل دوی به دا کوشش کوي چې دا پیسې په سم ځای ولګي.

په «لویه خېبر پښتونخوا» خپرونه کې د صوبايي اسمبلۍ غړې شګفته ملک- چې تعلق یې د عوامي نشنل پارټۍ سره دی- وویل، بد قسمتي دا ده چې قصداً د قبایلي ضلعو خلک د تعلیم نه لرې پاتې کړی شوي دي:

"چې سکولونه جوړ شي ، سکولونو کې چاردیواري نه وي، نو بیا واش رومونه نه وي، د فرنیچر مسله وي. پکار ده چې تعلیم لومړیتوب وای خو د دوی لومړیتوبونه خیرات ورکول دي تعلیم نه".

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير تېمور سليم جهګړه د ګل- دوشنبې په ورځ د خپل بجټ تقرير په مهال ويلي، هسې خو د صوبې ټول بجټ نيمه برخه د ښځو د پاره هم ده خو وایي په ځانګړې توګه يې د ښځو د پرمختيا د پاره درې نيم اربه روپۍ مختص کړې دي.

د مخالفه ګوندونو غړي وايي په تېر بجټ کې چې کومې پیسې ايښودل شوې وې، د هغې 50 فيصد برخه نه ده مصرف شوې، نو څنګه ويلی شو چې په دې بجټ کې د ښځو د پاره ايښودل شوې پېسې به ټولې مصرف شي او د پرمختيا په کارونو به ولګېږي.