محمود خان اڅکزی: که چا افغانستان ماتولو نو پاکستان به هم ورسره ډوبيږي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، "که څوک پاکستان بچ کول غواړي، افغانستان به بچ کوي او که چا افغانستان ماتولو، پاکستان به هم ورسره ډوبيږي".

نوموړي دغه خبره پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [21 جون] په کوټه کې دخپل ګوند د يو مشر عثمان خان کاکړ په لومړين راجوړې ولسې غونډې ته په وېنا کې کړې ده.

هغه وویل، "پاکستان نن د خپلو غلطو پاليسيو له امله د اقتصادي بحران ښکار دی، ورسره په افغانستان کې هم خلک د لوږې او تندې سره مخ دي"،

ښاغلي اڅکزي زياته کړه، "مونږ د پاکستان اسټپلشمنټ ته ويل غواړو چې ورسره يو ځای دا ملک چلول غواړو خو تاسو به مهرباني کوئ د افغانستان د پينځمې صوبې سوچ او سټريټيجک ډيپت د پاليسۍ نه به توبه اوباسئ".

هغه وویل، افغانستان ته د سامراجيانو قبرستان/ هديره ويل کيږي، "که پاکستان او افغانستان ګړبړ وکړه وړاندوينه کوم چې د دوی قبرستان به هم وګرځي".

نوموړي وويل، د پاکستان د پوځ خلاف نه دي د پوځ په سياست کې د لاسوهنې خلاف دي، او د پاکستان مسله هم دغه ده چې پوځ په سياست کې لاسوهنه کوي.

خو د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي، پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي او پوځ دې سياست ته نه راښکل کيږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر عثمان کاکړ د 2021م کال د جون پر21م د کراچۍ په يو روغتون کې د سر د ټپ له عمله ساه ورکړه، پرون په کوټه کې د هغه په لومړي تلين ولسي غونډه راجوړه کړی شوې وه.

غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وويل، د دوی لسګونو ملګري د خپلو نظرياتو او فکر د خونديتوب په خاطر قرباني شوي.

نوموړي په دې خبره زور ورکړ چې په پاکستان کې اباد پښتانه پاکستان ماتول نه غواړي خو هغه وويل چې،" د افغانستان له ماتېدو سره د پاکستان او ايران ماتېدل تړلي دي".

د اڅکزي په خبره چې د پاکستان اسټېبلشمنټ ته خواست کوي چې دا ومني او اعلان وکړي چې افغانستان يو ازاد ملک دی، استقلال لري، او د افغانستان جهنډا به سر لوړې ولاړه وي، افغانستان به د افغانانو په لاس کې وي".

نوموړي زياته کړه، چې د پاکستان اسټبلمنشت له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي څخه يې غوښتي وو چې د ډيورنډ کرښې افغانستان غاړې ته پراته پښتانه به د کابل پر لوري او د ډيورنډ کرښې پاکستان لوري ته اباد پښتانه به د اسلام اباد لوري ته ګوري،

هغه وويل، دا خبره د دوی پلار خان عبدالصمد خان اڅکزي په 1956م کال کې په لاهور هايکورټ کې کړې وه خو په دې شرط يې منلو ته تيار دي چې په پاکستان کې اباد پښتانه به د برابرۍ پر بنياد ټول په يوه صوبه پښتونستان کې راغونډ وي.

اڅکزي وويل پاکستان او ايران دې دواړه افغانستان يو ازاد، همسايه او مسلمان ملک ومني، او په دې کې د ټولو بقا ده.

د دې څرګندونو او غوښتنو په اړه د پاکستان اسټېبلشمنټ، ايراني چارواکو، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، پر کابل واکمن د افغان طالبانو لخوا کوم دريځ د رپورټ د جوړولو تر وخته مخې ته نه دی راغلی.

خو په افغانستان کې د پاکستان د اسټبليشمنټ د لاس وهنې او مداخلې تورونه د پاکستان حکومتونو او اړوند چارواکو په بېلا بېلو وختونو کې رد کړي او ويلي چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاس وهنه نه کوي او تل يې د خپل ملک پاکستان د دفاع لپاره ګامونه پورته کړې.

محمودخان وويل چې په افغانستان کې د پاکستان دغلطو جنګونو په نتيجه کې تحريک طالبان پاکستان او ، وزيرستان يې نتيجه ده، خو هغه په دې اړه نوره خبره ونه کړه.

هغه وويل د ټولو ستونځو حل په دې کې دی چې د پاکستان په سياسي چارو کې پوځي مداخلت نه وي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سيکرېټري اطلاعاتو رضا محمد رضا وويل چې د عثمان کاکړ د مرګ د پېښې په اړه دې د سپريم کورټ د جج جسټس قاضي فايز عيسی په مشرۍ کې عدالتي کميشن جوړ کړل شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر او د سينټ پخوانۍ غړی عثمان کاکړ 2021م کال د جون د مياشتې پر اولسمه په خپل کور کې په ټپي حالت کې موندل شوی، او د کوټې له شخصي روغتون څخه کراچۍ اغاخان روغتون ته وړل شوی او هلته يې پر 21م جون ساه ورکړه.

د کاکړ کورنۍ او ګوند دا تورونه پورې کړي وو چې عثمان کاکړ په مرګ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس لري.

خو د بلوچستان ايالتي او د پاکستان د هغه وخت مرکزي حکومتي چارواکو دغه تورونه رد کړي او چارواکو ويلي وچې د عثمان پر مړينه ځينې خلک سياست کوي.