د خېبر تیراه سیمې ته د کډوالو ستنولو عمل پیل شو

ډېره اسماعیلخان ــــ د خېبرپښتونخوا د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم ای) وايي د خیبر قبایلي ضلعې د تیراه علاقې د1107 کډوالو کورنيو د بيرته ستنولو عمل نن د یکشنبې د ورځې 26م جون نه پېل شوی چې دجون تر 30م نیټې پورې به روان وي.

د پي ډي اېم وياند احسان داوړ وايي دغو کډوالو ته به د بيرته ستنولو په وخت لس زره روپۍ د لارې دپاره، 25 زره روپۍ د خرڅ او تر شپږو مياشتو پورې به په علاقه کې خوراک ورکول کيږي.

پي ډي اېم ای ويلي دا د تیراه علاقې خلک دې د جمرود کډوالو سینټر کې خپل اندراج وکړي چې په سمه طريقه دوی بيرته ستانه کړی شي.

بل لوري ته پي ډي ایم ای ویلي د شمالي وزیرستان هغه کورنۍ چې علاقې یې پرانستل شوي او دوی واپس شوي نه دي د دوی مرستې تړل شوې

خو دا کډوال وایي هلته په علاقه کې د دوی کورونه د ضرب عضب عملياتو په مهال هوار کړی شوي دي، د دوی د سر سيوری نشته او که دا مرستې تړل کیږي دا به دې کډوالۍ کې دوی ته مشکلات نور سیوا کړي.

د شمالي وزیرستان هرې کډوالې کورنۍ ته د میاشتې 12 زره روپی د خرڅ او اته زره د خوراک ورکړل کیږي.

د پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وایي دا هغه کورنۍ دي چې د دوی سیمو ته په تیر شوؤ پړاونو کې کډوال واپس شوي او دوی د پاره تیره میاشت د ستنولو خصوصي پړاو پیل کړی شوی ؤ.

هغه وویل دې سره به نیزدې د شپږ زرو کورنیو مرستې وتړل شي خو هغه کورنۍ چې علاقې یې بند دي او د کډوالو واپسي نه ده شوې هغوی ته به د خرڅ خوراک مرستې ورکړل کیږي.

د شمالي وزیرستان یو کډوال نور محمد وایي په علاقه کې د دوی کورونه وران کړل شوي دسر سیورې نه لری که واپسي کوي چرته به ځي؟

هغه وویل که کډوالۍ کې دا مرستې تړل کیږي دا خو به دوی د خیر په غوښتو مجبور کړي.

حکومت په سيمه کې خلکو ته په مکمله توګه د ړنګو شوؤ کورونو دپاره څلور لکه روپۍ او د نيمو ړنګو کورونو دپاره يو لک او 60 زره روپۍ معاوضه ورکوي.

یو بل کډوال قیوم وایي په دې ګرانۍ کې په دې مرستو د کور جوړول نه برابریږي.

هغه وویل دوی ته پاید علاقه کې د کورونو د پاره زیاتې مرستې ورکړل شي چې دا خپل وران کورونه پرې جوړ کړي

هغه وایی بل لوري ته خلک په علاقه کې د ترهګرۍ د ګواښونو سره مخ دي هره ورځ پکې د ناامنۍ پیښې کیږي د دغه پیښو مخنیوی دې وشي.

احسان داوړ وايي کله چې دوی خپلو کورونه ته لاړ شي هلته به د کورونو سروی کیږی او بیا به د ړنګو کورونو مرستې ورکړل کیږي.

په شمالي وزیرستان کې اته کاله وړاندې په کال 2014م کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات شوي او پي ډي ایم ای وایي دوی سره د شمالي وزیرستان د 15زرو نه زياتې رجسټرډ کورنۍ دي او د افغانستان نه د شمالي وزیرستان اته زره کورنۍ راغلې دي چې هغو کورنیو ته دوی هره میاشت د خرڅ خوراک دا ټولې مرستې ورکوي.