د پاکستان پوځي مشرتابه بیا د هیواد حکومتي اؤ سیاسي مشرانو ته ټي ټي پي سره د سولې د خبرو احوال تېر کړی

دپاکستان پوځي قيادت دتړلو دروازو ترشا دپارليمان دقامي سلامتيا دکميټۍ روانه غونډه کې نن يو ځل بيا د لاقانونه تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره په روانو مذاکراتو بريفنګ ورکوي.

دې غونده کې دګډون لپاره رابلل شوي دحکومت مخالف ګوند تحريک انصاف د سينيټ غړي وليد اقبال وي او اى ډيوه ته ويلي که حکومت د ټي ټي پي سره دملکي دستور په ضد لوظنامه وکړه نو دوي به ېې عدالت کې چيلنج کوي.

دقانون مرکزي وزير رانا ثنالله د لاقانونه ډلې سره دملکي دستور دننه د مذاکراتو پخلى کوي خو د ټي ټي پي د دستوري بدلون دلاندې د قبايلي سيمو صوبه کې د ورګډولو دګام دبيرته اخستو د غوښتنى نه په شا کيدو څخه انکاري دى.

د تړلو دروازو تر شا روانه دې غونډه کې وزير اعظم شهباز شريف ،دصوبو اعلا وزيران، انتظامي مشران د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاويد باجوه د هوايي او سمندري ځواکونو مشران اړونده مرکزي وزيران داستخباراتي ادارو مشران او د پارليمان د قامي سلامتيا کميټي غړي ګډون لري.

د قامي اسمبلى سيکټريټ ترمخه د پارليمان او کميټيانو د غړو نه علاوه مهم ملکي سياستمداران ته هم د ګډون بلنه ورکړى شوى ده.

د کميټۍ دتيرې غونډې وروسته د کورنيو چارو مرکزي وزير رانا ثنالله ويلي وو حکومت به د تي ټې پي د ملکي دستور په ضد غوښتنې نه مني .

نننۍ غونډې ته رابلل شوي د حکومت مخالفه تحریک انصاف ګوند د سينيټ غړى وليد اقبال وي او اي ډيوه ته ويلي که څه هم دوي د غونډى بايکاټ کړى دى خو که چرې حکومت د لاقانونه ډلې سره د ملکي دستور په ضد لوظنامه وکړه نو دوي به ېې عدالتونو کې جيلنج کوي.

تيره مياشت کابل کې دافغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان د حکومت داستازي جرګې او لاقانونه تحريک طالبان پاکستان ترمنځ مذاکرات شوى وو.

دټي ټي پي په غوښتنو کې د قبايلي سيمو دمخکني حيثيت دبیا بحالۍ غوښتنه هم شامله ده خو ملکي سياستمداران څيړونکي او قانون پوهان دا غوښتنه د ملکي دستور په ضد بولي.

بل اړخ ته د لا قانونه ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي محسود دا خپله بنيادي مطالبه ګرځوي اؤ وایي دپاکستان ایین نه مني اؤ نه به حکومت ته دخپلو غوښتنو نه تیر شي.