ډېره اسماعيل خان کې لږکي وايي د مذهبي او بنيادي اسانتياوو نه محرومه دي

ډېره اسماعيل خان کې د لږکيو کهلي کچهري

په ډیره اسماعیل خان کې لږکيو انتظامیې ته خپلې ستونزې وړاندې کړې او ویلي يې دي د دوی سره د میرنی مور په څېر سلوک کیږي او غوښتنه یې کړې چې دوی ته دې برابر حقوق ورکړل شي. انتظاميې ورسره ژمنه کړې لږکیو ته به حقونه ورکړل کيږي.

په ډیره اسماعیل خان کې نیزدې 700 د لږکیو کورنۍ ژوند کوي چې پکې درې، درې نیم سوه مسيحيان او 250 پورې د هندوانو کورنۍ دي.

په ډیره اسماعیل خان کې کهلي کچهري يا د خلکو د مسلو اورېدو دپاره د لږکیو يوه غونډه شوې چې پکې انتظامي مشران موجود وو، په دغه مهال د هندو ټولنې سره تعلق لرونکي کشور کمار وویل په ښار کې دننه د کریسچن کالونۍ مخې ته د ګېس پایپ لاين تیر شوی د نورو خلکو کور کور ته د ګېس اسانتیا ورکړل شوې خو تر اوسه کریسچن کالونۍ ته دا اسانتیا نه ده ورکړل شوې.

هغه وویل د لږکیو په کوټه سرکاري نوکریو کې عام خلک نوکران کیږي چې بیا وروسته دغه عام خلک بيا د لږکيو څوک تن ځانله په خپله نوکرۍ ونیسي، په خپل سر ترې کار اخلي او په خپله خوښه ورته يو څه پېسې ورکوي.

هغه وویل د لږکیو خلکو ته دوه فیصدي کوټه ورکړل شوې په هغه پوره عمل نه کیږی او زیاته يې کړه دغه کوټه دې په اينجينيرنګ او میډیکل کالجونو کې هم ورکړل شي څو پورې به د دوی دوی خلک په هسپتالونو، یونورسټیو ، کالجونو یا افسرانو په بنګلو کې د صفايۍ کار کوي.

د مسيحي ټولنې یو تن عدنان جان مسیح چې په خپله د یو شخصي تیلي ويژن جيو سره کیمره مېن هم دی، وې ویل دغلته یو سوچ جوړ شوی چې عیسایي وي هغه به د صفايۍ کار کوي.

هغه وویل د صفایې تن ته بنګي ویل کیږي خو دغلته هر عیسایي ته د بنګي په نظر کتل کیږي

هغه وویل بل دغلته لږکیو ته یوازې په ټي ایم اې يا ښاروالۍ کې د میاشتې 20000 روپۍ د صفایی د پاره په کنټریکټ کار ورکړل کیږي خو پینځه یا لس کاله د صفایۍ نوکري کولو وروسته د ټي بي، تور زیړي، کینسر او په داسې نورو ناروغو اخته شي.

هغه زیاته کړه دغه د صفایي ملازمینو ته پینشن نه ورکړل کیږي او نه د دوی علاج بیا په وړیا ترسره کيږي.

هغه زیاته کړه د ماشامونو د تعلیم او د کور د معاش برابرولو انتظام یې نه وي چې وروسته بیا ماشومان د صفایۍ کار ته مجبور شي.

د هندو کمیونټي یو مذهبي مشر یا پنډت ار سي شرما وویل د دوی تر ټولو لویه ستونزه مذهبي ازادی ده چې تر پښو لاندې کیږي.

هغه وویل له دوی څخه د دوی تاریخي مندر کالي باوا د پاکستان د ازادۍ نه مخکې تړل شوی او تر اوسه دا مندر د عبادت د پاره نه دی پرانستل شوی او د مندر په نیمایي سیمه خلکو کورونه او مارکیټونه جوړ کړي دي.

هغه وویل بل د دوی مړي د اخري رسوماتو دپاره شمشان ګاټ نه لري او د مسلمانانو په قبرستان کې خپل مړي مجبورا خاورو ته سپاري، کومه چې د دوی د مذهبي عقيدي سرغړونه ده.

هغه وویل پخوا په ډیره اسماعیل خان کې شمشان ګاټ وو خو په هغه ځای ودانۍ جوړې شوې ځکه هغه وویل دوی د شمشان ګاټ غوښتنه کوي.

د عیسایي ټولنې مذهبي مشر پوپ ویکسین وویل یو لور ته د لږکیو خلکو ته پوره بنیادي حقوق نه ورکړل کیږي بل ورسره د مذهبي ازادۍ کې یو شمېر خنډانونه دي.

هغه وویل په ډیره اسماعیل خان کې پینځه چرچونه يا د دوی د عبادت ځايونه دي چې پکې د دوی کمیونټي د مذهبي عباداتو تر څنګ د دوی ماشومان هر ورځ مذهبي زدکړې ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه دوی ته دې د بجلۍ انتظام وشي او چې کومې لارې چرچ ته غځیدلي هغه دې جوړې کړل شي.

بل د دوی د لږکیو خلک غریبانان دي او د علاقې خلکو نه په سود پیسې اخلي او دغه پیسې چې په وخت واپس نه کړي نو دوی بيا په قرضو کې د غلام په توګه ساتل کيږي.

د ډیره اسماعیل خان د انتظامیې مشر عنایت الله وسیم په دغه مهال وويل چې د اقلیت خلکو غونډه يې د دې د پاره جوړه کړې چې د دغو خلکو مسلو واوري.

هغه په غونډه کې د شمشان ګاټ او د لږکیو په کوټه عمل کولو ژمنه وکړه او وې ویل، د شمشان ګاټ د پاره ځای کتل کیږي.

په پاکستان د وړاندې نه د لږکيو د حقونو او مذهبي ازادۍ د سرغړونو تورونه لګي خو د پاکستان حکومت له وړاندې څخه د مذهبي ازادیو د سرغړونې تورونه او رپورټونه ردوي او وايي د هېواد په دستور کې ټولو مذهبي اقلېتونو ته مذهبي ازادۍ ترلاسه دي. او دوی سره د نورو پاکستانیانو په څېر چلند کیږي.