تېرو څلیرویشتو ساعتو کې د پاکستان دننه د کرونا د مثبتو پېښو کچه 2.73 پاتې شوې ده

پاکستان کې د صحت قامې اداره وايي هيواد کې د تېر شوا روز پرمهال د کرونا مثبتو پيښو کې کمی ليدل شوی اؤ د مثبتو کېسونو کچه 2.73 فيصدي ريکارډ کړی شوې ده .

په تیر یو شواروز کې دکرونا وایرس له امله يو تن مړ شوی هم دی ۔

ډاکټران وايي د لويې اختر شپو ورځو کې عام ولس ته پکار دي چې داحتياط لمنه ونیسي او په کرونا ضد سپارښتنو عمل باوري کولو سره د ګڼې ګوڼې په ځايونو کې ګرځيدو نه ډډه وکړي۔

په ملاکنډ ضلعه کې د کرونا وایرس پرضد په هلو ځلو بوخت ډاکټر طارق خان وايي کرونا اوس هم يو لويې خطر دی بايد ولس ددغه وايرس نه خپلو ځانونو ژغولو دپاره احتياطي تدابير خپل کړي اؤ د ماسک لګولو سره سماجي فاصله هم ضرور وساتي۔

"زاړه چې کوم ايس او پيز دي د کرونا دپاره په هغي سختي سره عمل پکار دی څومره چې د ګڼې ځايونه دي هغي نه اجتناب وکړئ، خپل ترمنځ فاصله برقرار ساتل پکار دي او دماسک استعمال ضرور پکار دی"

د نوموړي په وېنا حکومت ته هم پکار ده چې د کرونا کره شمېرو دپاره د وړاندي پشان ولسي ځايونو کې د کرونا د ټيسټونو لړۍ دوامداره و ساتي چې د هغي په رڼا کې غوره منصوبه بندي وکړل شی۔

د صحت دقامي ادارې د شمېرو ترمخه تېر شواروز کې د 18,385 کسانو د کرونا ټېسټونه شوي چې پکې 502 کسانو ته دکرونا وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

دتیر شواروز په مهال ټول هېوا کې د کرونا دمثبتو کېسونو شرحه 2.73 فيصدي ريکارډ کړل شوې او دا وخت په کرونا اخته 145 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمي چارواکې وايي ډير د نزدي نه د کرونا دصورتحال څارنه کوي او د څه قسمه بيړني حالاتو نه بچ کېدو دپاره ټولو سرکاري اسپتالونو کې د کرونا مريضانو دپاره بيل وارډونه تيار دي او طبي عمله چمتو ده.

د کرونا چارو دپاره د صحت محکمي وياند ډاکټر اکرام الله وايي د صحت محکمه د ضلعي انتظامېو سره په تماس کې ده او ډير د نزدي نه د کرونا دصورتحال جاج اخلي۔

‘‘د خپل ټيم ترمنځ زمونږ د روزانه په بنياد ميټنګ کيږي د ډيټا شيرنګ کيږې بيا د هفتې په بنياد د سيکرټري په ليول د ټول ډي سيز سره خبري اتري کيږي۔ فلحال خو صوبه کې د کرونا شرحه کمه ده خو ان کېس که چرته شرحه سېوا کيږي او مونږ ته لګي چې صورتحال خطرناک دی نو هغه ځائ کې به مونږ سمال لاک ډاون يا مايکرو سمال لاک ډاون او که ضرورت راغلو نو غټ لاک ډاون به هم لګوو‘‘

د نوموړي په وینا خېبر پښتونخوا کې د کرونا ضد ويکسين لګولو دپاره 1150 سنټرې جوړې کړی شوې دي چې پکې د وړيا ويکسېن لګولو لړي دوام لري۔

خېبر پښتونخوا کې دا مهال 338 کسان د کرونا په مرض اخته دي او په مجموعي توګه اوسه پوري 6325کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

تير شوا روز کې نور لس کسان د وايرس ښکار شوي دي، صوبه کې ټولو نه سېوا د کرونا مريضان پيښور، مردان، ايبټ اباد، مانسهره او کوز چترال کې ريکار کړی شوي دې۔