پاکستان کې د پشکال بارانونو کې د مړه شوو کسانو شمېر 150 ته رسېدلی

دپاکستان د سرکاري میډيا دشميرو تر مخه دپشکال بارانونو کې تر اوسه 88 تنان مړه شوي خو نړیوالې رسنۍ د این ډي ایم اې له خولې وایي چې د مړو شمېر 150 ته رسېدلی پکې تر ټولو زياتې اغيزمن شوې صوبې بلوچستان کې 62 او د سند صوبې سر ښار کراچى کې 14 تنان مړه شوى دي. په مړه شویو کسانو کې اکثر ښځې او ماشومان دي.

په شخصي ټي وي چينلو ليدل کيږي چې دکراچۍ زياتره سړکونه د تيرو څو ورځو راهسې اوبو کې ډوب دي او باراني اوبه دخلکو کورونو ته ننوتلي دي چي له امله ېې تجارتي او د استوګنى عمارتونو ته د زيان رسيدو ترڅنګ کاروباري فعاليتونه هم په ټپه ولاړ دي.

دخیبر پښتونخوا صوابۍ اؤ ټانک سیمه هم دپشکال بارانونو سخته ځپلې ده اؤ ګڼ شمیر کورونو ته دې بارانونو کې زیاتونه اوښتي دي.

په سوشل میډیا داسې نیوکې هم شوي دي چې دپاکستان میډیا دکراچۍ دبارانونو نقصانات ښایي خو برعکس بیا دصوابۍ اؤ خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې داوښتو زیانونو په خبره یې ځان غلی نیولی دی.

حکومت مخالف ګوندونه ددې حالاتو ذمه وار صوبه کې د تيرو څوارلسو کالو راهسې واکمن پيپلز ګوند ګرځوي.

کراچۍ کې خبري کانفرنس ته وينا کې دحکومت مخالف ګوند جماعت اسلامي د ښار امير حافظ نعيم تور لګولى چې پيپلز ګوند د خپلو سياسي ګټو لپاره سرکاري ادارو کې د ښار پځائ زياتره د نورو سيمو خلک بهرتي کړى دي او چې کله پشکالي بارانونو کې د اړونده سرکاري چارواکو ضرورت شو نو معلومه شوا چې هغوي د اختر لپاره د صوبې لرې پرتو سیمو ته تللي دي.

هم دسه شنبې په ورځ کراچۍ کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د واکمن پيپلز ګوند اتحادي ايم کيو ايم د ښار پخواني مئیر وسيم اختر په صـوبايي حکومت کلکې نيوکې وکړې.

هغه تور لګولى چې په وخت د بارانونو د اطلاع باوجود صوبايي حکومت د خلکو د تحفظ لپاره کوټلو ګامونو اخستو کې پاتې راغلى دى او ولس ېې په ډاګه پريښودی دی.

بل اړخ ته د سبند صوبې اعلا وزير مراد علي شاه ويلي اړونده حکومتي ادارې او چارواکي دباراني اوبو په ویستلو کې بوخت دي اؤ اغيزمنو شوو خلکو سره مرستى کوي.

د ښار داغېزمنو شوؤ علاقو د دورې وروسته ميډيا سره خبرو کې مراد علي شاه دا دريځ هم خپل کړى چې دا ځل د اندازو نه زيات بارانونه شوي دي.

له دې وړاندې وزير اعظم شهباز شريف هم د کراچې په حالاتو د مراد علي شاه سره د ټيليفون په ليکه رابطه کړې وه او شهباز شريف د مړو شو تنانو دکورنیو سره د مالي مرستو اعلان هم کړى دى.

وزير اعظم شهباز شريف د موسمياتو دمحکمى لخوا د 14م نه تر 18م جولاىي د پشکالي بارانونو د بلې لړۍ د خبرداري په ترڅ کې د مرکز په کچه NDMA او د صوبو اړونده سرکاري ادارو ته د چمتو اوسيدو حکم هم کړى دى