امریکا د افغانانو دپاره د اېس آئي وي په پروسه کې آساني اعلانه کړه

واشنګټن - امریکايي چارواکو د افغانانو دپاره د کډوالۍ د خاصې ویزې (اېس آئی وي) د درخواستۍ په پروسه عمل کې د یو بدلون اعلان وکړ چې ترمخه به یې درخواست کوونکي صرف یو فارم ډکوي او درخواستونه به صرف یوه حکومتي اداره ګوري.

د امریکا د حکومت جګپوړو چارواکو چارواکي د ګل/دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د جولائي د ۲۰مې نېټې وروستو به نوي درخواست کوونکي – چې ځیني د اېس آئي وي په پروسه کې دي – نور به دې ته ضرورت ونلري چې د خاص مهاجرتي حیثیت دپاره د امریکا د شهریت او مهاجرت وفاقي ادارې (یو اېس سي آئي اېس) ته جدا درخواست ولېږي، بلکې دا پروسه عمل به په مکمله توګه اوس د خارجه وزارت د نظر لاندې وي.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن او د داخلي امنیت وزیر الېهاندرو مایورکاس په یو مشترک بیان کې وویل: "د پروسې دغه نوی طریقه کار، چې د پروګرام د لا بهتره کولو دپاره زمونږ د کوششونو یوه هڅه ده، دا به مرسته وکړي چې د درخواست کوونکو په وړاندې پراته خنډان لېرې کړي او د پروسې وخت هم راکم کړي."

د شاوخوا شل کاله جنګ وروسته، امریکا او اتحادیان یې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې د افغانستانه راووتل او ورسره یې د طالبانو د راتګ په لومړیو هفتو کې، څه باندې یو لک و دېرش زره (۱۳۰۰۰۰) افغانان هم بهر ملکونو ته راوېستل.

اکثره هغه افغانان په دې هیله و چې خپل نوی ژوند په امریکا کې پیل کړي. اېس آئي وي یا امریکا ته د خاصې مهاجرتي ویزې پروګرام، یو داسې پروګرام دی چې د تېرو لسو کالو راهیسي روان دی او د دې لارې هغه ترجمانان او نور افغانان چې په افغانستان کې یې امریکایيانو سره او یا د امریکا له خوا تمویل شویو تنظیمونو سره کار کړی وي، امریکا ته د راتګ لاره هواروي او کله چې امریکا ته راشي، نو نېغ په نېغه د دې ځای ګرین کارټ ته درخواست ورکولی شي.

د بایډن انتظامیې چارواکو د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د طریقه کار دا نوی بدلون به د درخواستونو د پروسه عمل وخت "قریب یوه میاشت" راکم کړي.

د امریکا د حکومت یو جګپوړي چارواکي خبریالانو ته وویل: "مونږ داسې اندازه لګوو چې په پروسه عمل کې دا بدلون به لږ تر لږه یوه میاشت د درخواست د فیصلې وخت یوه میاشت رالنډ کړي، مګر تر دې هم زما په خیال مهمه دا ده چې په درخواست کوونکي باندې د سرکاري فارمونو غټ بوج کم کیږي."

دغه چارواکي چې د خبریالانو سره خبرې کولې، ویې غوښتل چې نوم یې وانخېستل شي او صرف د بایډن د انتظامیې د جګپوړو چارواکو خبرې وبلل شي. د خبریالانو پوښتنو ته د خارجه وزارت او د امریکا د شهریت او مهاجرت وفاقي ادارې لوړپوړو کارکنانو جوابونه ورکول.

د بایډن انتظامیې چارواکي وایي چې اوس دستي د (۷۴۲۷۴) درخواست کوونکو د اېس آئي وي کاغذات د پروسې لاندې دي، چې په دې شمېره کې لا د هغوی ښځې او بچیان ندي شامل. د دې ډلې نه څه باندې لس زره (۱۰۰۹۶) اصلي درخواست کوونکو ته منظوري ورکړی شوې ده چې د پروسې اهمه مرحله ګڼل کیږي. د دې سره چې د کورنۍ غړي یې هم یوځای شي، نو د چارواکو د اندازې ترمخه، د اېس آئي وي ویزو د اخېستونکو شمېر د ۴۵۰۰۰ نه واخله بیا تر ۵۰۰۰۰ پورې رسیږي.