واشنګټن - د پاکستان د دیني عالمانو یوه اته کسیزه ډله نن د ګل/دوشنبې په ورځ کابل ته روانه شوې ده او د طالبانو تر واک لاندې حکومتي خبرې اداره "باختر آژانس" وایي چې دا پلاوی به د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره کابل کې خبرې کوي.
بل اړخ ته د پاکستان د حکومت خارجه دفتر د وي او اې ډېوه یوې پوښتنې ته په جواب کې، کابل ته د دې دیني عالمانو د سفر تصدیق کړی خو د دې سفر د هدف په اړه یې صرف همدومره ویلي چې "د علماوو تګ راتګ، د افغان علماوو او معاشرې د مختلفو صنفونو سره د تعامل دپاره په معمول ډول ترسره کیږي. دا پلاوی د همدې تګ راتګ برخه ده."
بل اړخ ته د پاکستاني خبریالانو په ټویټونو کې عکسونه ښيي چې په دغه پلاوي کې د کراچۍ نه مفتي تقي عثماني او نور مذهبي عالمان اسلام اباد ائیرپورټ (هوايي مېدان) ته رسېدلي دي. په ولسي کچه د طالبانو سره د پټو خبرو د مخالفت پرته، د پاکستان پوځ تېره اونۍ ویلي وو پاکستاني طالبانو سره به خبرې جاري ساتي.
د دې سفر په اړه د ډیوې پوښتنې ته د افغان طالبانو ویاند انعام الله سمنګاني هم تر اوسه ځواب نه دی ویلی، خو پاکستاني خبریال طاهر خان په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "د تحريک طالبان پاکستان او پاکستان حکومت ترمنځ د سولې په خبرو کې د منځګړتوب لپاره د پاکستان د علماوو استازي کابل ته تګ لپاره د اسلام اباد اېرپورټ ته ورسېدل."
تحریک طالبان پاکستان اور ریاست پاکستان کے درمیان امن مذاکرات میں مدد کے کے لئے پاکستانی علماء کا وفد کابل روانگی کے لئے اسلام اباد ائرپورٹ پہنچ گئے ہیں۔ pic.twitter.com/yRK2famH2f
— Tahir Khan (@taahir_khan) July 25, 2022
طاهر خان زیاته کړې چې په پام کې ده چې دغه پاکستاني علماوو یو پلاوی به افغانستان ته لاړ شي او هلته به د تحریک طالبان پاکستان او امنیتي چارواکو ترمنځ په خبرو کې د پرمختګ لپاره هڅې وکړي چې مفتي غلام رحمان هم پکې شامل دی.
په دې وروستیو کې د افغانستان د طالبانو د حکومت په منځګړتوب کابل کې د پاکستان او ټي پي پي ترمنځ د سولې خبرې دوام لري چې د مطبوعاتي رپورټونو په اساس دغو مذاکراتو کې د سولې لپاره ټي ټي پي پاکستان ته شرط اېښی و چې اسلام اباد دې د افغانستان سره د لګیدلي قبایلي ضلعو زوړ حیثیت بیرته پرځای کړي .
که څه هم تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان حکومت ترمنځ د نامعلومې مودې پورې ډزبندي اعلان شوې، خو په سیمه کې د ترهګرۍ پیښې او هدفي وژنې زیاتې شوي.
که څه هم د ډزبندۍ له اعلان راپدیخوا ټي ټي پي د کوم بريد ذمه واري نه ده منلې خو څيړونکي وايي دا بريدونه ښيي چې ټي ټي پي دننه نوي وسله والې ډلې جوړې شي يا پکې ځیني جنګيالي د داعش خراسان سره د یوځای کیدو اعلان وکړي.
د پاکستان د حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې د خبرو د رابرسېره کېدو وروسته د پاکستان په پارلیمان کې هم سخت غبرګون مخې ته راغلی وو او سياسي ډلو غوښتنه کوله چې باید دا خبرې د پارليمان تر نظارت لاندې او په لارښوونه وشي.
د پېښور په ارمى پبلک سکول کې د وژل شوو زده کوونکو مېندې پلرونه هم د تحريک طالبان پاکستان سره په خبرو اعتراضونه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې باید په دې خبرو کې دوى هم شامل کړای شي.
په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ د پارليمان غړي د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو د عمل نه خبر کړي وو او حکومت ويلي وو چې دا خبرې به د پارليمان په لارښوونه او اجازه پر وړاندې بیایي.