لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تاشکند غونډه کې په احتمالي ډول د سیمې هیوادونه د طالبانو مخې ته خپلې کومې اندېښنې اېښودلی شي؟


د افغانستان په تړاو د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې د جولايي په 25مه او 26مه دوه ورځنۍ نړيواله غونډه ترسره کېږي اؤ څېړونکي دغه غونډه د افغانستان او سيمه يزو هېوادونو لپاره مهمه بولي۔

دوی وايي چې په غونډه کې به نه يوازې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په رامنځ ته شوي اقتصادي بحران او د بشري حقونو په سرغړونو بحثونه وشي بلکې د افغانستان څخه د داعش خراسان لخوا علاقايي ملکونو ته دپېښ شوي ګواښ په اړه به هم د طالبانو سره اندېښنې شريکې کړل شي۔

څېړونکي په دې نظر دي چې ترکومه افغان طالبان په رسمي ډول نه وي پېژندل شوي نو نړۍ د داسې ډول غونډو په مرستې سره په طالبانو فشار اچولی شي چې په هېواد کې بشري حقونه خوندي کړي۔

د افغانستان په تړاو د ازبکستان سرښار تاشکند کې ترسره کېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د ايران، پاکستان او هندوسستان په ګډون د شلو هېوادونو او نړيوالو بنسټونو استازي شرکت کوي۔

افغان خبريال او څېړونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي چې د منځنۍ اسيا هېوادونو هیوادونو ته به فرصت په لاس ورشي چې په غونډه کې افغانستان ته هغه خپلې اندېښنې وړاندې کړي کومې چې دوی په افغانستان کې د داعش خراسان او د مخدره توکيو د قاچاق په اړه لري۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي " د منځنۍ اسيا هېوادونه چې اوس کومه اندېښنه لري هغه د داعش ډلې څخه ده، په دې وروستيو کې ځينې ګنګوسې او عملي اقدامات وليدل شول چې د افغانستان له خاورې په ازبکستان په ځانګړي ډول د راکټونو ګزارونه وشول او دا په اصل کې دوئ زان لپاره د خطر يو زنګ بولي"

هغه وايي چې تېره اوونۍ د تاجکستان حکومت هم اعلان وکړو چې د افغانستان نه ورته د مخدره توکيو قاچاق زيات شوی چې د دوی اندېښنې ورسره سېوا شوي دي۔

افغان طالبانو وار په وار ويلي په افغانستان کې د داعش ترڅنګ کومه داسې وسله واله ډله په منظمه توګه شتون نه لري چې نورو هېوادونو لپاره د خطرې سوب وګرځي۔

قريب الرحمان شهاب زياته کړه چې د تجارت لپاره د افغانستان ډېر انحصار د منځنۍ اسيا په هېوادونو دی.

هغه وايي په غونډه کې په دوه اړخېزه تجارت او د ټاپي په څېر هغه پروژې چې نيمګړې پاتې دي ممکنه ده پرې بحثونه وشي۔

د طالبانو ترمخه د دغه نړيوال کانفرنس لپاره د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو د وزير امير خان متقي په مشرۍ کې يو پلاوی تاشکند ته رسېدلی دی۔

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي دغه غونډه په افغانستان کې دثبات، امنيت او د جګړې وروسته د افغانستان بيا رغونې لپاره د تګ لارې ټاکلو په موخه راجوړه کړل شوې ده۔

په مردان عبدالوالي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندل شوی، نو داسې ګامونو اخستو سره نړيواله ټولنه د بشري حقونو خوندي کولو او جمهوري نظام جوړولو لپاره فشار اچولی شي۔

نوموړي وي او ای ډيوه ته دا هم وويل" داسې قسمه چې کومې غونډې کېږي هغه نه یوازې په افغان طالبانو چې کومې نيوکې کېږي يا ترې نړيوال کومې غوښتنې کوي د هغې لپاره د فشار جوړولو يوه ذريعه هم ده بلکې دا چې د هغې نه د افغانستان د مسلو د حل لپاره مخکې لارې هم راوتللی شي۔

له دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو نړيوالې غونډې ترسره شوي خو تر اوسه د نړۍ کوم هېواد په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي ډول نه دی پېژندلی۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG