پارلیمان د احتساب قانون کې د نورو بدلونونو منظوري ورکړې، سپریم کورټ کې یې په ضد اورېدنه شوې

د پاکستان پارليمان د حکومت لخوا د احتساب قانون کې د نورو بدلونونو د مسودې منظوري ورکړې چې ترمخه ېې د یو تورن تن په ضد هم د هغه په علاقه کې د قضيي چلولو او پنځوس کروړه روپو نه کمو مالي درغليو کې د نيب د کارروايو د واک ختمولو پريکړې شوې دي.

بل اړخ ته دتحريک انصاف ګوند دمشر اؤ پخواني وزير اعظم عمران خان لخوا د نيب قانون کې دحکومتي بدلون په ضد دشوي خواست اوريدنه سپريم کوټ کې شوې او اعلا عدالت په دې اړه نيب ته هم دخپل دريځ وړاندې کولو امر کړى دى.

دنيب قانون کې د بدلون په ضد د عمران خان د خواست د اوريدني په وخت دري کسيزه بينچ کې ناست جسټس اعجاز الحسن ویلي،داسې ښکاري چې حکومت ددغه بدلون د لارى خپل ګناهونه بخښلي خو عدالت به جاج اخلي چې ايا پارليمان دا واک لري چې ديو څو تنانو دګټي لپاره قانون سازي وکړي؟

بينچ په دې اړه داحتساب ادارې ته هم دخپل دريځ وړاندې کولو حکم کړى او مشر قاضي عمر عطا بنديال د حکومتي وکيل په وړاندې دنيب قانون کې د نورو بدلونونو معامله هم راپورته کړې ده.

د قامي اسمبلۍ څخه له منظوريدو وروسته تيره ورځ سينيټ هم داحتساب قانون کې د حکومت له لوري د نوي بدلون دمسودې منظوري ورکړې ده چې ترمخه به یې اوس احتساب اداره دپنځوسو کروړو روپو نه د کمو مالي درغليو قضيو کې کارروایي نه شي کولى.

د نوي بدلون د لارې د احتساب عدالتونو ټاکلو کې دصدر کردار ختم شوى او دا پريکړه هم شوې چې د نيب لخوا دنیولي شوي تورن تن په ضد مقدمه به هم د هغه دعلاقې عدالت کې پرمخ وړل کیږي.

سينيټ کې دحکومت مخالفو ګوندونو پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي غړو د مسودې د منظورۍ په وخت سخت احتجاج کړى او د يادړ ګوندونو غړو تور لګولى چې واکمن مسلم ليګ نواز او پیپلز پارټۍ د خپلو دغه بدلونونو د لارې د احتساب قانون غير موثره کړى چې غرض يې د پي ډي ايم دقيادت په ضد دکرپشن مقدمات ختمول دي.

مخالفه ګوندونه دغه بدلونونه د ملکي دستور په ضد او ددې د منظورۍ لپاره خپله کړل شوې حکومتي تګلاره د ټاکلو پا رليماني ضابطو په ضد بولي.

د پخواني پوځي آمر پرويز مشرف واکمنۍ کې جوړ د احتساب قامي ادارې او قانون باندې د ډير وخت نه نيوکې کيږي چې ګني هر يو حکومت دا اداره د خپلو مخالفينو په ضد د انتقام لپاره کاروي او د هيواد سپريم کورټ هم وخت په وخت ددې پخلى کړى دی.

قانون پوهه او د سپريم کوټ بار پخوانی صدر ښاغلی لطيف اپريدی دنيب قانون کې شوي بدلونونه مثبت بولي او وايې دې سره به انتقام لپاره د نيب دقانون کارول کيدو امکانات تر ډير حده کم شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې لطيف اپريدي وويل ددې تر ټولو زياته ګټه به تحريک انصاف ته رسي ځکه چې که د پي ډي ايم حکومت غوښتل نو د بدلون د لارې یې خپل سياسي مخالفين ځورولى شول خو اوس داسې کيدل ډير ګران دي.

له دې وړاندې هم د جون مياشت کې دحکومت لخوا دمنظور کړل شوؤ بدلونونه دلارې د احتساب د ادارې د مشر اختياراتو کې په لویه کچه کمى شوى ؤ.

که څه هم دتحريک انصاف په مرستو منتخب شـوي د پاکستان صدر عارف علوي دنیب قانون کې دبدلونونو په مسوده لاسلیک کولو نه انکار کړى ؤ خو بيا واکمن ایتلاف کې شاملو ګوندونو د پارليمان دشريکې غونډې نه ددې منظوري اخستې وه.