د بلوچستان د ھرنایي خوست سیمه کې پر احتجاج کونکو ډزې شوې، چې پکې د عوامي نیشنل ګوند یو فعال وژل شوی او پینځه تنه ټپیان شوي دي۔
په عین حال کې پوځ ویلي په ترهګریز برید کې یې دوہ عسکر وژل شوي دي.
د ھرنایي د ځایي رسنیو کارمندانو د نوم نه ښکارہ کولو په شرط ډیوہ ته ویلي د دیارلسم اګست په شپه د لویې او وړې وسلې ډزې شوې وې چې په نزدې ابادۍ کې ګولۍ لګېدلې وې، د دې پر ضد ځایي خلکو او سیاسي فعالانو د ارمي د چیک پوسټ و مخ ته احتجاج کړی او پر هم دې مھال پېښه رامنځ ته شوې ده۔
اردو نیوز ورځپاڼې د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې (ISPR) د بیان ذکر کړی او ویلي یې چې د اګست د ۱۳مې او ۱۴مې په منځ شپه ترهګرو د بلوچستان په هرنايي خوست کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ.
پخپل يو بيان کې دپوځ ویاندې ادارې ایي اېس پي ار ویلي دي چې بريد په کاميابۍ سره شنډ کړی شو ، او ترهګر نزدې غرونو ته تيښتېدلي دي۔
د خبرپاڼې له مخې، د ترهګرو او امنیتي ځواکونو د ګزمې د ډلې تر منځ په داسې حال کې د ډزو تبادله وشوه چې د تښتېدلو ترهګرو د نیولو او محاصره کولو هڅه وشوه.
د ایي ایس پي ار له مخې د نښتې په ترڅ کې، د پاکستان د پوځ دوه سرتیري، نایک عاطف او سپاهي قیوم له ترهګرو سره د مقابلې په وخت وژل شوي دي اؤ دپوځ یو بل افسر ميجر عمر له ترهګرو سره د جګړې پر مهال په ګولۍ دلګیدو له امله ټپي شوى دى.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د خپلواکۍ د ٧٥مې کليزې په مناسبت امنيتي ځواکونه هوډ لري چې له اولس سره په ګډه د بلوچستان د سولې، ثبات او پرمختګ د خرابولو هڅې شنډې کړي.
د پوځ په بیان کې د احتجاج کوونکو او یادې پېښې یادونه ندہ شوې۔
د نېشنل قومي مومنټ ګوند مرکزي سیکرېټري مزمل شاہ په خپل ویډیو پیغام کې ویلي چې،
“له شپې د پوځ له لوري پر ابادۍ ډزې شوي، دهغه پېښې پر ضد پر څوارلسم اګست ځایي خلکو د چیک پوسټ ومخ ته احجاج کاوہ چې ورباندې د عسکرو له لوري ډزې شوې او په نتیجه کې یې یو سیاسي فعال خالق داد وژل شوی او پینځه نور ټپیان شوي دي”
په دغه پېښه کې ټپیان شوي کسان د درملنې لپارہ دکوټې روغتون ته لېږل شوي دي.
د یادې پېښې په اړہ د پوځ یا حکومت له لوري کوم دریځ نه دی ورکول شوی۔
د ډیوہ له لوري د بلوچستان د داخله چارو د مرستیال ضیا لانګو او د هرنایي له مرستیال کمشنر سردار رفیق ترین سرہ د ټیلي فون او واټس اپ له له لارې دتماس نیولو هڅه بریالۍ نه شوه ۔
د یادې پېښې پر ضد پر ټولنیزو رسنیو هم تود بحث او پر پاکستامي ځواکونو سختې نیوکې شوې دي۔
پر ټولنیزو رسنیو ځیني ویډیوګانې خپرې شوې چې پکي خلک د عسکرو د چیک پوسټ ومخ ته احتجاج کوي او په دې وخت کې ډزې هم اوریدل کېږي او د خلکو له لوري دوہ ځوانان په ټپي حالت کې را اخیستل شوي دي۔
په کوټه کې میشت خبریال زین الدین پر خپل ټویټر لیکلي”د نامعلومه وسلوالو له لوري د هرناي خوست پر ارمي چیک پوسټ برید شوی چې پکې د ارمي دوہ عسکر وژل شوي او د یوہ میجر عمر په ګډون پینځه عسکر ټپیان شوي، د پوځ په ځوابي برید کې د دوؤ ځایي وګړو د ټپي کېدو د پېښې پر ضد خلکو احتجاج کړی او پر عسکرو یې د ډبرو وارونه کړي، چې په دې وخت کې د عسکرو له لوري په ډزو د اې این پي ګوند یو فعال وژل شوی او دوہ ټپیان شوي”
زین الدین دغه خبر د هرنايي د ای این پي د ضلعي صدر ولي داد له قوله ورکړی دی۔
هرنایي پښتون میشته سیمه دہ دلته د کویلې ډېر زیات کانونه یا زېرمې دي۔
دلته پر امنیتي ځواکونو وخت ناوخته بریدونه شوي چې زیاترہ وخت یې ذمه واري بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې مني۔