په 14م اګست د پاکستان د ازادۍ د ورځې نمانځلو په سهار د بلوچستان صوبې په هرنايي کې د احتجاج پر وخت په ډزو کې د عوامي نېشنل ګوند يو غړی مړه شوی او ځينې نور ټپيان شوي دي، ياد ګوند تور لګوي عامو خلکو احتجاج کولو او نېغې ډزې پرې شوي دي.
د کوټې د سيول روغتون د وياند وسيم بېګ په خبره له هرنايي څخه د يوه تن مړی او څلور تنه ټپيان ورته راوړل شوي او هغه ټول په ټرامه سېنټر کې تر درملنه لاندې دي،" يو ماشوم دی او درې نور ټپيان راوړل شوي دي، ټول په ګولۍ ويشتل شوي دي، حالت يې له خطره وتلی دی، د يوه تن مړی هم راوړل شوی دی".
عوامي نېشنل ګوند د پېښې پر ضد نن د ګل/ دوشنبې په ورځ په ټول بلوچستان کې د احتجاجي لاريونونو کولو اعلان کړی دی، بل لوري ته د هرانايي په خوست کې د ځايي خلکو او بېلا بېلو سياسي ګوندونو له لوري احتجاج لا هم دوام لري.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم د هرنايي د پېښې پرضد د عوامي نيشنل ګوند د احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.
د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان مشر اصغرخان اچکزي له ډيوه سره د ټيل فون له لارې په خبرو کې وويل، د 14م اګست په ورځ يوې خوا ته ﺭياست او د ﺭياست ټولې ادارې و خلکو ته د ازادۍ د لمانځلو او خوشحالۍ کولو درس ورکوي خو بل خوا ته ټول پښتانه ځکه ويرجن دي چې د ملک د يوې زمه واره ادارې "پوځ " عسکرو د هرنايي د خوست سيمې پر اوسېدونکو مخامخ ډزې کړې او په هغه کې يې د عوامي نېشنل ګوند يو غړی خالقداد وژلی او اووه تنه يې ټپيان کړي دي.
هغه وويل "په خوست کې چې کومه پېښه شوې ده دا نه ځانمرګۍ بريد دی نه بمي چاودنه ده بلکې دا د رياستي ادارو لخوا پر غريب او ناداره خلکو باندې مخامخ د ډزو کولو پېښه ده، د ګوند په حېث د دې پېښې په سخته غندنه کوو، پدې کې د ګوند تکړه ملګری خالقداد شهيد شوی دی او اوه تنه نور ټپيان شوي دي چې پکې يو ماشوم هم دی".
د پاکستان د پوځ وياندې اداﺭې يو لوړ پوړي چاﺭواکي د عوامي نېشنل ګوند د مشر دا تورونه رد کړل او د نوم نه ښکاره کولو په شرط يې وي او اې ډيوه ته وويل، د يادې پېښې په اړه ايي ايس په ار په خپل بيان کې واضح ليکلي دي چې د ترهګرو د بريد په ځواب کې پوځي عسکرو هم ځوابي ډزې کړي دي او په دې وخت کې به د سيمې خلک لګېدلي وي، او ټپيان شوي دي.
" دا خو د پوځ او د ترهګرو تر ميان د ډزو په وخت کې ټپي شوي دي، ولې چې بريدګرو د ابادۍ له سيمې څخه ډزې کړې وې، نو دا د ډزو په تبادله کي ټپي شوي دي، دا هم کېدايشي چې بريدګرو په پوره پلان له ابادۍ څخه بريد پدې نيت کړی وي چې اولسي وګړي به ومري او بيا به خلک د ارمي ضد راوځي".
د 14م اګست په ورځ پوځ دعوه کړې چې د اګست د 13 مې او 14 مې په منځنۍ شپه ترهګرو د بلوچستان په هرنايي خوست کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید کړی وو، خو پوځ د ترهګرو بريد په کاميابۍ سره شنډ کړی دی.
پوځ ويلي " ترهګرو سره په نښته کې د پاکستان د پوځ دوه سرتیري، نایک عاطف او سپاهي قیوم له ترهګرو سره د مقابلې په وخت وژل شوي دي او د پوځ یو بل افسر ميجر عمر په ګولۍ د لګیدو له امله ټپي شوی دی".
خوست د هرنايي ضلعې د شاهرګې د تحصيل سب تحصيل دی، ياده سيمه د کولې په کانونو او زېرمو زيات شهرت لري، په ياده سيمه کې تر دې وړاندې هم پر ايف سي او نورو امنيتي ځواکونو وخت ناوخته وسلوال بريدونه شوي چې زمه واري يې زياتره بلوڅ بيلتون غوښتونکو وسله والو ډلو منلي دي.