د جنوبي وزیرستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په سویلي ضلع ټانک کې د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټیم باندې وسله وال برید شوی، چې پکې د پولیو ټیم دوه ساتونکي پولیس وژل شوي دي.
دا پېښه نن د نهې/ سه شنبې په ورځ [16 اګست] د ټانک ضلعې د وادي ګومل تاڼې په اعظم کوټ علاقه کې شوې ده.
دټانک ضلعې پولیس مشر ډي پي او وقار احمد وي او اې ډيوه ته تایيد کړې چې نن سهار د ګومل په اعظم کوټ سیمه کې د پولیو په ساتونکو برید شوی هغه ویلي کله چې د پولیو ډله د سیمې ته رسېدلی د وړاندې نه پټو وسله والو پرې ناتاره ډزې کړي دي.
د ډزو په پایله کې د پوليو ټیم غړو ته کوم زیان نه دی اوښتی او د دوی دوه ساتونکي پوليس اهلکار نثار او پیر رحمان پکې وژل شوي دي.
هغه وویل دواړو تړاو په ضلع کې شامل کړی شوي د پخوانۍ نیمې قبایلي سیمې جنډوله سره وو.
هغه وویل دې پیښې وروسته سخت امنیتي ګامونه اخستل شوي او ځای پرځای د پولیس ناکې لګول شوی او د لټون عملیات روان دي.
اعظم کوټ د ټانک ښار نه نزدې سویل لودیځ 20 کلو میټره لرې او د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان پولې سره 10 کلو میټره په ختیځ کې موقیعت لري.
په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.
خو په ټانک ضلع کې د دسمبر په میاشت کې د پولیو په ټیمونو ساتونکو پرله پسې دوه بریدونه شوي چې پکې دوه د پولیس او دوه د ایف سي ځواک عسکر وژل شوي وو.
هغه وخت د دغو بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.
د ټانک ضلعې اسټنټ کمشنر امین الله دغه پېښه تاييد کړه او وې ويل د پېښې وروسته په ياده علاقه کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو کمپاين په عارضي توګه ودرول شوی دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل پوليسو د لټون عملیات پېل کړي دي او په پاتې نوره ضلع کې کمپاين روان دی.
په ټانک ضلعه کې دا تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په خېبرپښتونخوا په شپږ جنوبي ضلعو بنو، لکي مروت، ټانک، ډېره اسماعيل خان، شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پوليو ضد څاڅکو ورکولو خصوصي کمپاين د پرون راهسې پېل شوي، او د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پولیو پرضد څاڅکي ورکول کيږي.
پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ [15 اګست] د کمپاين د پرانستې په مهال پېښور کې یوې دستورې ته په وېنا کې د خېبرپښتونخوا د صحت او خزانې وزير تيمور سليم جګړا وویل، په شمالي وزيرستان او لکي مروت کې د پوليو پېښې مخې ته راتلل په کمپاينونو کې نيمګړتیاوې په ګوته کوي او دا به پوره کول وي.
خېبرپښتونخوا کې دا کمپاين په داسې حال کې کيږي چې سږ کال [په 2022] کې په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو 14 پېښې رپورټ شوې 13 په شمالي وزیرستان کې او په لکي مروت کې.
په خیبر پختونخواه صوبه کې په دې ورستیو کې د پولیو د ټیمونو په ساتونکو بریدونه چټک شوي دي.
تیر د جولایي په میاشت کې په خېبر قبایلي ضلع کې د پولیو ټیم دوه پولیسو ساتونکي او د جون په میاشت کې په شمالي وزیرستان کې د پولیو ټیم برید کې د پولیو یو رضاکار او دوه پولیس ساتونکي وژل شوي وو د دغو بریدونو زمه واري چا په غاړه نه وه اخستې خو هغه وخت په شمالي وزیرستان کې د پوځ افسر جي او سي میجر جنرل نعیم اختر ویلي وو د دغو پیښې غچ به اخلو.