بلوچستان کې سیلابونو سخته تباهي خوره کړې، د مړو شمېر 240 ته ورسېد

کوټه ـــــ په بلوچستان کې د وسې یا پشکال د روانو بارانونو له امله نور څلور تنه مړه شوي چې دې سره په دغه صوبه کې دبارانونو اؤ سیلابونو له امله د مړو شمېر240 ته رسېدلی.

د سختو بارانونو اؤ سیلابونو له امله دجمعې په ورځ په بلوچستان کې د انټر نېټ نظام هم ناستی ؤ چې له کبله یې بلوچستان له ټولې دنيا څخه د 12 ساعتونو لپاره پرې و.

له تېرو دوؤ ورځو راپدیخوا د کوټې، نصيراباد او جهل مګسي په ګډون په بېلا بېلو سيمو کې د وسې يا د پشکال د بارانونو پينځمه لړۍ دوام لري۔

د باران او سېلابونو له کبله په يادو سيمو کې خلکو ته دسرونو اؤ مالونو درانه زيانونه اوښتي دي.

د افتونو پر وخت د نظم دساتنې دولتي ايالتي ادارې پي ډي ايم ای ډپټي دايريکټر فيصل طارق د ټيلي فون له لارې ډيوه ته وويل" موږ هم تر اوسه په پوره تفصيل نه يو خبر، يو څه کار نه کاوه، اوس دومره خبر شو چې څلور تنه مړه شوي دي"

هغه وایي دا اولني معلومات دي، هم داسې د مړو شمېر اوس دوه سوه څلويښتو ته رسېدلې ده.

دفیصل طارق په خبره په ټول بلوچستان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله چې کوم نوي تاوانونه شوی دي د هغې دبشپړ تفصيل څخه لا پي ډي ايم ای او حکومت په خپله هم په پوره توګه خبر نه دی.

نوموړی زیاتوي " په تېرو دوو ورځو کې مو يوازې په کوټه ښار کې تر څلور زرو پورې خلک له سېلاب څخه ژغورلي او هغه مو دوو خوندي مرکزنو ته لېږدولي دي"

د کوټې دنوي کلي اوسېدونکې ګل بي بي ګلې په خبره " د تېرو دریوؤ ورځو پرله پسې بارانونو او سېلاب مې د سر يوازينۍ سايه کېږدۍ يوړه،د خوړلو او څښلو يو بندوبست نه لرو، دلته د حکومت لخوا امداد ﺭاغلی و،چې زه ورته رارسېدلم هغه ختم شوی و، زه ناروغه يم ما غوښتل چې يو څه دوا راته راکړل شي"

د پي ډي ايم ای چارواکي وایي د کوټې په پښتون اباد، غوث اباد، خروټ اباد، سرياب، بروري ، مشرقي و مغربي بايي پاس، هنه اوړک، سره غوړګۍ، سره خوله، نوی کلی، چشمه اچوزۍ، نوحصار، کرخصه او نورو سيمو کې اوبو زيات تاوانونه اړولي دي۔

د حکومت له لوري په کوټه ضلعه کې ايمرجنسي يا بيړنی حالت اعلان شوی دی، په ټولو هسپتالونو کې ډاکټران د تيارسۍ یا چمتو حالت کې دي۔

نن د جمعې په ورځ ټول بلوچستان شاوخوا د دولسو ساعتو لپاره له ټولې دنيا څخه پرې و، نه پکې د موبايل نېټ ورک، انټرنيېټ او نه هم مځکني ټيلي فون يا پي ټي سي ايل کار کولو چې له کبله يې د هوايي جهازونو بلوچستان ته تګ راتګ هم د رپورټ د جوړولو تر وخته ځنډیدلی ؤ۔

د پاکستان ټيلي کميونيکېشن د ادارې لخوا ويل شوي دي چې د سېلابونو له کبله د فايبر اپټيکس کېبل ته د زيان رسېدو له کبله د بلوچستان او نور ملک رابطه پرې شوې وه۔،د ايالت په زياتو برخو کې بجلی هم نه شته۔

په بلوچستان کې د وسې يا پشکال بارانونه د جون له مېاشتې پېل شوي دي، د پي ډي ايم ای رپورټ دی چې تر اوسه په ټول بلوچستان کې د مړو شمېر 240 ته رسېدلی،خو ازادې سرچينې وايي چې تر دې هم زيات ځاني زيان رسېدلی دی۔

د پي ډي ايم اې مشر نصير احمد نصير يوه اوونۍ وړاندې ډيوه ته ويلي وو چې په بلوچستان کې تر څلويښتو زرو زيات کورونه ويجاړ شوي او وران شوي دي خو رپورټونه دي چې په دې شمېر کې اوس نوره اضافه هم شوې ده۔

حکومتي رپورټ وايي چې د زياتو اوبو او سېلابونو له کبله د بلوچستان له 34 ضلعو څخه 31 ضلعې زیانمنې شوې دي، 800 کلو ميټره سړکونه او په بېلا بېلو سيمو کې د رېل ګاډي پټلی او پلونه اوبو وړي دي ۔

د پاکستان نورو صوبوخېبر پښتونخوا، پنجاب او سيند ايالت سره د بلوچستان مځکنۍ لاره او د ريل ګاډي تګ راتګ بند دی، حکومت وايي لومړۍ زمه واري يې په سېلابونو کې د را ایسارو خلکو ژغورل دي۔

کوټې ښار ته د ګېس ورکولو پايپ لاين هم سیلابي اوبو وړی چې له کبله يې شاوخوا د ښار دېرش لکه ابادي د ګېس له سهولته محرومه شوې ده.

په ښار کې د ګېس پر دوکانوو د زيات رش له وجې دوکاندارونو د يو کلو ګېس قيمت له 230 روپو څخه 500روپو ته لوړ کړی دی.

د ګوالمنډۍ چوک اوسېدونکي شېر محمد په خبره" يو څه نشته، هر لوري ته اوبه دي، زه دلته د ګېس اخيستلو لره راغلی يم خو دې دوکاندار د ګېس قميت ډېر زيات کړی دی، تر پينځه سوه روپو پورې دا قيمت اخلي اول دا په 230 روپۍ يو کلو و"

د محکمه موسمياتو رپورټ دی چې په ختيځ بلوچستان، کوټه، سبي، زيارت، قلعه عبدالله، چمن، ژوب، شيراني، موسا خېل، لورالايي، کوهلو، بارکان، ډيره بګټي، او نورو سيمو کې کې تر راروانو دوو ورځو پورې لا هم د بارانونو د ورېدو او د سېلابونو راتللو امکان شته۔

حکومت له خلکو غوښتي چې خوندي ځايونه ته ځان وباسي او له ضرورته پرته دې سفر نه کوي۔