دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف د شورو په ورځ دخیبر پښتونخوا ډېره اسماعيل خان سیمې ته دخپل سفر پرمهال دپښتونخوا او بلوچستان صوبو ترمینځ د ګاډو د تګ راتګ په لویې سړک د سیلابي اوبو دلاسه دویجاړ شوي سيګو پل د بیا جوړونې د کار کتنه کړې ده اؤ ویلي یې دي دهغه حکومت پرته له کوم سياسي توپیر د خپلو خلکو خدمت کوي.
ډیره اسماعیل خان ته د سیلاب اوبه د ټانک ضلعې نه په 26 اګست د ننه شوې وې چې له امله یې د بلوچستان صوبې سره تړلی لویې سړک پرې کړی او دا لار د ګاډو د تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په سګو پول درې ورځې وړاندې د پاکستان پوځ انجنیرنګ کور کار پیل کړی دی.
وزیراعظم شهباز شريف د سېلاب له وجې د ځپلو خلکو د ژغورنې لپاره د پوځ او مقامي انتظاميې هلې ځلې وستایلې او وئ ویل د سیلاب له امله په ټول هیواد کې د 70 اربو روپو دتاوان اندازه لګول شوې چې د خلکو کورونه، سرکاري ودانۍ، سړکونه، پلونه او لکونه جریبه د کر کېلې زمکې یې زیانمنې کړې دي.
دسېلاب له امله په 31م اګست امریکې د پاکستان سره د 30 ملينه ډالرو د مرستو اعلان کړی ؤ چې پاکستانۍ شپږ اعشاريه 65 اربه روپۍ ترې جوړيږي.
امريکا ويلي په دغو مرستو کې خوراکي توکي، اوبه او د سرپناه څيزونه شامل وي.
وزیراعظم وویل سیلاب تر ټولو زیات بلوچستان او سیند صوبې اغېزمنې کړي چې پکې په لکونو خلک ځپل شوي دي او د بې کوره خلکو د امداد دپاره دوه لکه نورې خیمې اخستل کیږي.
هغه وویل د سیلاب له امله دمړ شوي هر تن کورنۍ ته لس لکه روپۍ دمرستې په توګه ورکول کیږي او د کورونو او د کرکېلې د زمکو او د کاروبارونو د تاوان جاج اخستل کیږي .
وزیر اعظم وویل دوی په ټانک ضلعه کې د یو سل کورونو په منصوبه کار پیل کړی چې پکې دوه کوټې یا خونې، د اخلي پخلي ځای او واش روم شامل دي او اوس په دې سوچ کوي چې خلکو ته د کورونو نغدې مرستې ورکړي که د مرستو په دغو پیسو دوی ته کورونه جوړ کړي.
هغه وویل حکومت د ټولو اړونده څانګو سره په همغږۍ د سيلاب ځپلو د بحالۍ لپاره موثر ګامونه پورته کوي او دهغوئ ضرورتونو پوره کولو دپاره هرې اغیزمنې کورنۍ ته 25 زره روپۍ په فوري توګه ورکړل کیږي او د بینظر انکم سپورټ پروکرام د لارې نزدې 20 اربه روپۍ د سیلاب نه اغېزمنو کورنیو ته ورکړل شوې دي.
وزیر اعظم شهباز شریف د ډیره اسماعیل خان دا سفر په داسې حال کې کړی چې حکومتي چارواکي وایي د سیلاب اوبو د ډیره اسماعیل خان او ټانک ضلعو نوي فیصده سیمې متاثره کړې دي.
د ډیره اسماعیل خان د پشه سیمې یو اوسیدونکی اسلم سلیمان خېل وایي د سیلاب اوبو ټوله سیمه ځپلې، کورونه نړیدلي او سامانو د خاورو لاندې شوي دي .
ډیوه سره خبرو کې هغه ویل سیمه کې سېلاب ځپلي په سمدستي توګه د سر دسیوري ترڅنګ خوراک او نورو ضروري شیانو ته اړتیا لري.
پاکستان کې د افتونو په وخت د انتظام د ادارې (اېن ډي ایم ای) ترمخه په ملک کې د جون د نيمايۍ څخه په بارانونو، سېلابونو او بېلابيلو پېښو کې د 1325 نه زيات کسان مړه شوي او د 12000 نه زيات ژوبل شوي دي.
ادارې ویلي یوازې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د راغلو سیلابونو له امله 88 165 کورونه نړیدلي، 290 کسان مړه شوي او 351 کسان نور ژوبل شوي دي.
په وروستيو کې د امریکا په ګډون د نړی یو شمیر ملکونو د پاکستان سره په ملينونو ډالره مرستې کړي خو د پاکستان حکومتي چارواکي وایي دا مرستې کمې دي او نورو ته اړتیا لري.