د جمهوریت نړیواله ورځ: افغانستان د نړۍ تر ټولو بد آمرانه ملک په حېث مخې ته راغلی

واشنګټن ــــ ملګرو ملتونو په کال ۲۰۰۷ کې د ستمبر ۱۵مه نېټه د جمهوریت نړیواله ورځ اعلان کړې وه.‌ د هغه وخت راهسې دا ورځ‌ یو کلیزه موقع وي چې په ټوله نړۍ کې جمهوریت ته کتنه وشي.

د څېړنې ترمخه افغانستان د نړۍ ترټولو بد آمرانه ملک په حېث مخې ته راغلی. په دغه څېړنه کې افغانستان او میانمار د نړۍ تر ټولو خراب آمرانه ملکونو په حېث د شمالي کوریا ځای نیولی.‌

هرکال د برتانیې د څېړنې اداره The Economist Intelligence Unit د پېنځه معیارونو په بنیاد نړۍ کې د جمهوري ملکونو او ددې حالت اندازه لګوي.‌

په دغه معیارونو کې د یو ملک دننه انتخابي عمل او د هرنظر خلکو انتخابي عمل کې د برخه اخستو اجازت، د حکومت چلولو طریقه، سیاسي عمل کې برخه اخستل، سیاسي کلتور او د مدني ټولنې ازادۍ شاملې دي.

کرونا واېرس د نړۍ په هره سیمه باندې منفي اثر غورځولی خو ځنې سیمې او ملکونه د نورو په نسبت زیات متاثره شوي.

د څېړنې ترمخه د نړۍ ۴۵ فیصده ابادي دا وخت د جمهوریت یو یا بل قسم لاندې ژوند تېروي.‌ په ۲۰۲۰ کال کې ۴۹ فیصده خلکو د جمهوریت لاندې ژوند تېروو.‌

په څېړنه کې شاملو ۱۶۷ ملکونو کې ۷۴ ملکونه جمهوري ملکونه ګڼلی کیږي.‌

د څېړنې په فکر د نړۍ د ټولې ابادۍ ۶.۴۰ فیصده خلک د پوره جمهوریت لاندې دي چې د ۲۰۲۰ کال د ۸.۴۰ فیصد نه ښکته شوې.‌ په څېړنه کې چلی او سپېن د خراب جمهوریتونو درجې ته راښکته کړی شوي.

د څېړنې ترمخه په کال ۲۰۲۰ کې د ۲۳ پوره جمهوریتونو شمېره په ۲۰۲۱ کال کې ۲۱ ته راکمه شوې.

څېړنه ښايي چې ۳۷ فیصده خلک د آمرانه حکومتونو لاندې ژوند تېروي. د ۵۹ ملکونو مشري آمرانه حکومتونه کوي. په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمېره ۵۷ وه.‌

په څېړنه کې ناروې د ټولو نه کم آمرانه ملک په حېثیت سره د نړۍ د ملکونو په فهرست کې په اول نمبر راغلی. د ناروې نه پس تر ټولو کم آمرانه ملکونو کې نیوزي لېنډ، فېن لېنډ، سویډن او آېس لېنډ په یو بل پسې په فهرست کې راغلي.