عمران خان: په ملک کې ورځ په ورځ په بدتره کېدونکو حالاتو باندې نور چوپ نه شو پاتې کېدای

اسلام اباد ــــ د پاکستان مخکینی وزیراعظم عمران خان وایي د حکومتي په انتقامي کاروايو له زغمه کار اخلي خو وایي ورځ په ورځ بدتره کېدونکو ملکي حالاتو باندې نور چوپ پاتې کېدلى نه شي.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ پاکستاني ولس ته په خپله لایو وينا کې عمران خان وویل، که د نویو انتخابات په اړه پرېکړې ونه شوې نو بيا به د نور صبر په ځای د لوى احتجاج اعلان کوي.

د ر پوټونو تر مخه د حکومت په ضد دغه ممکنه احتجاج په ترڅ کې نن د جمعې په ورځ د عمران خان په مشرۍ په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو مهمه غونډه هم شوې ده.

له دې وړاندې سږ کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ تحريک د لارې د وزيراعظم د منصب نه لرې کړى شوي پخواني وزيراعظم د مې په ٢٥مه باندې هم د نویو انتخاباتو په اړه د خپلې غوښتنې په سر د اسلام اباد پله ناکامه احتجاجي لاريون کړى وو.

د عمران خان د صبر تمامېدو دريځ ته په خپله څېړنه کې د سياسي چارو څېړنکار امتياز عالم وايي، داسې ښکاري اقتدار ته د راتلو لپاره د عمران خان د بې صبرۍ حدونه ختم شوي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل پاکستان د سېلاب له امله د بيړنيو حالات ښکار دى او درې نيم کروړه ولس اغېزمن شوی، خو عمران خان د دې پروا نه لري او غواړي د نومبر نه مخکې بيا د پاکستان وزيراعظم شي او د خپلې خوښې د پوځ نوى سرلښکر وټاکي.

د پوځ د ناست سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه د ملازمت میعاد په را روانه نومبر مياشت کې پاى ته رسېږي او عمران خان دا تور هم لګوي چې د واکمن پي ډي ايم مشران اصف زرداري او نواز شريف د پوځ يو داسې نوى سرلښکر جوړول غواړي چې د دوی کرپشن ته تحفظ ورکړي.

پوځ او حکومت د عمران خان بيان د ملکي سلامتيا او د پوځ لپاره زيانمن ګڼلى دى او غندلى یې دى.

وي او اې ډيوه د نویو انتخاباتو په معامله د عمران خان د صبر ختمېدو دريځ ته د غبرګون لپاره په مرکز کې د واکمنو اتحادي ګوندونو وياند حافظ حمدالله سره د رابطو هڅې وکړې خو ناکامه شوې.

خو په حکومتي اتحاد کې شامل مسلم ليګ نواز ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز په عمران خان باندې په پاکستان کې د ګډوډۍ خپرولو تورونه لګولي دي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ اسلام اباد کې مېډيا سره خبرو کې مريم نواز داسې اشارې ورکړې چې ګنې اوس له عمران خان سره د «طاقتوره حلقو» مرستې دي او د مريم نواز په خبره که د عمران خان نه دغه لاس اوچت شو حکومت دى په درو ورځو کې سمولى شي.

بل اړخ ته انتخابي کميشن د انتخابي ضابطو د سرغړونو په تور عمران خان او د پښتونخوا وزيراعلی محمود خان دواړو باندې د پینځوس- پینځوس زره روپیو جرمانه لګولې ده.

وړاندى نه انتخابي کميشن عمران خان او د هغه دوو نيزدې ملګرو فواد چودهري او اسد عمر ته د کميشن د سپکاوي په قضيه کې د ستمبر په ٢٧ نېټه د حاضرېدو حکم کړی دى.