دترهګرۍ ضد پولیس وایي خېبر کې یې د داعش درې وسله وال وژلي

دترهګر ضد محکمې پولیس وایي دافغانستان پولې سره لګیدلې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې یې دعملیاتو په مهال دترهګرې ډلې داعش درې وسله وال وژلي دي.

سي ټي ډي یا دترهګرۍ ضد پولیسو پخپل یو بیان کې ویلي دغه عملیات یې تېره شپه دخېبر د جمرود تحصیل په سور کمر سیمه کې هغه مهال کړي کله چې وسله والو په دهیواد نورو برخو کې دترهګرۍ کولو پلان جوړولو.

د سي ټي ډي په بیان کې وژل شوؤ ترهګرو پېژندګلو د اکرام الله مشهور په محسن،مرسله خان مشهور په قاري اؤ ارشاد په نومونو سره شوې ده.

دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې چې دعملیاتو په مهال درې ترهګر دشپې دتیارې څخه په استفاده دافغانستان دپولې لوري ته تښتېدلي دي اؤ امنیتي ځواکونو ته دهغوئ د پټنخائ نه وسلې هم په لاس ورغلې دي.

د جمعې پماسختن ناوخته شؤو دغه عملیاتو ځایي اوسیدونکي د خپل امنیت په اړه ډیر اندېښمن کړي اؤ ورسره د سیمې اؤ بیا په خاصه توګه د سر ښار پیښور د امنیت په اړه پوښتنې راپورته شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوات په مټه علاقه او ورسره په بونیر, دیر, تیراه, منځنۍ کرمې اؤ دملاکنډ په ځینو برخو کښی د طالبانو دبیا فعاله کیدو اؤ دغلته په ځینو علاقو کښی په پوځیانو اؤ د امن کمیټۍ په غړو دبریدونو لړۍ چټک شوې اؤ څیړن کاران دا د حکومت اؤ پوځ شریکه ناکامی ګڼی.

څېړونکي دا پوښتنې هم کوي چې طالبان یا نورې وسله والا ډلې څنګه بیا دومره پیاوړې شوې چې د حکومت رټ یا واک یي یو ځل بیا چیلنج کړو.

د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر( بریګیډیر ) اؤ دفاعي څیړن کار محمد سعد دا یوه لویه امنیتي بې غوري ګڼي اؤ وایي چې دا کومه نوې خبره هم نه ده ځکه چې د کله نه افغان طالبانو په کابل کښی دوباره واک تر لاسه کړی نو د پاکستان د پاره یو خطر جوړ شوی ځکه چې ټي‌ ټي پي اؤ افغان طالبان د یو بل نه جدا نه دي البته د دوئ هیوادونه مختلف دي.

"په افغان جنګ کښې پاکستان د امریکې اؤ TTP د افغان طالبانو ملګري وؤ اؤ تر څو چې ټي ټي پي د پاره په افغانستان کښی د څارنې یو ځائ موجود وي, پاکستان ته به تر هغې خطر وي"

په پیښور کښی د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان هم دا ګڼي چې موجوده امنیتي وضعه د پاکستان حکومت د پاره یو ستر چیلنج دی ځکه چې د طالبانو اؤ نورو نامعلومه وسله والا ډلو له اړخه په بریدونو کښې اضافه راغلې ده اؤ هم دغه وجه ده چې د عمومي امنیتي وضعې خرابیدو په اړه پوښتنې رااوچتولی شي.

د پاکستان د پوځ پخوانی بریګیډیر اؤ دفاعی څیړن کار محمد سعد د پاکستان په مرکزي حکومت اؤ په پوځ هم دا تور لګوي چې پوځ د امنیت د ټینګ په ځائ په سیاست کښې زیاته دلچسپي اخلي اؤ مرکزي حکومت سره د خپل ځان غم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو د سردوباره فعاله کیدو اؤ د حکومت دناکامۍ په ضد احتجاجونه هم دوام لري.

نزدې وختونو کې په امنیتي ځواکونو اؤ دامن کمیټیو په غړو دصوبې بیلابیلو برخو کې ګڼ شمیر بریدونه شوي چې هغې کې د زیاترو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي‌ پي پغاړه اخستې اؤ په دې بریدونو کې ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي