ملګرو ملتونو افغانستان کې د تعلیم نه د جېنکو "شرمناکه" محرومه پاته کېدل وغندل

واشنګټن - ملگرو ملتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په افغانستان کې واکمنو طالبانو باندې غږ وکړ چې په فوري توګه دې د تنکیو جېنکو دپاره سکولونه پرانېزي. یو کال وشو چې په افغانستان کې جینکۍ د ثانوي سکول تګ نه محرومه پاته دي. اقوام متحده دا تعلیمي محرومیت غندلی او هغه یې "د خفگان او شرم" خبره بللې چې په وینا یې، د دې حالت مخنیوي کیدلی شوی.

طالبانو چې یوه تندلاره اسلامي ډله ده، تېر کال اګسټ میاشت کې په ټول جنګ ځپلي افغانستان باندې قبضه ولګوله او د هغه وخت راهیسي یې امر کړی چې جینکۍ دې د اووم جماعت نه پورته سکولونو ته نه ځي او په کور کې دې پاته شي. دې سره هغه جینکۍ د سکول تللو نه محرومه پاته شوې کوم چې عمرونه یې د دوولسو نه واخله بیا تر اتلسو کلونو پورې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یوناما نګران مشر مارکوس پوټزل په یو بیان کې ویلي: "د هائي سکولونو نه د جینکو دا جاري محرومه ساتل، هېڅ کوم معتبره جواز نلري او د نړۍ په هېڅ برخه کې یې ساری نه لیدل کیږي. دا کار د جینکو یو نسل ته او همدا راز پخپله د افغانستان مستقبل ته ډېره ژور نقصان رسوي."

طالبانو تېر کال د سپټمبر په ۱۸مه د هلکانو هائی سکولونه پرانېستل، مګر جېنکو ته یې اجازت ورنکړ چې ثانوي سکولونو ته ولاړې شي، او په دې اړه یې د نړېوالو خواستونو ته هم هېڅ غوږ ونه نیوه. په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په ځینو ښارونو کې جینکۍ په احتجاج لارو کوڅو ته راووتلې او مطالبه یې کوله چې دوی ته دې د تعلیم حق ورکولی شي.

د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوتېرېش پخپل ټویټر لیکلي دي: "د علم او موقع ضایع شوی یو کال چې هغوی به یې هېڅ کله بېرته ترلاسه نکړي. جېنکۍ د سکولونو دپاره دي. طالبانو ته په کار ده چې هغوی بېرته سکولونو ته پرېږدي."

سختدریځه طالبانو همدا شان ښځو ته امر کړی دی چې په عامو ځایونو کې دې خپل مخونه پټ وساتي او په زیاتره سرکاري دفترونو کې چې ښځو کار کاوه، هغو ته یې ویلي چې پخپلو کورونو کې دې پاته شي او کار ته دې نه ځي. طالبان دعوه کوي چې دغه ضابطې یې د افغانانو د کلچر او اسلامي قوانینو مطابق دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وي او اې ته په خبرو کې وویل چې د دوی حکومت دا عزم کړی چې د جېنکو د تعلیم مسئله د اسلامي شریعت په چوکاټ کې هواره کړي. هغه دا ټینګار هم وکړ چې د جېنکو دپاره د سکولونو پرانېستل د افغانستان یوه داخلي مسئله ده او نورو ملکونو ته نه ده په کار چې د دې خبرې په بنیاد د طالبانو سره د تعلقاتو جوړولو یا نه جوړولو فیصله وکړي.

د ملګرو ملتونو ادارې (یوناما) اندازه لګولې چې د جېنکو د سکولونو په تړل کېدو سره په ټول افغانستان کې څه دپاسه یو میلین جینکۍ په تېر کال کې د تعلیم نه پاته شوي دي. یوناما پخپل بیان کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې، "که هائی سکولونو ته د جېنکو په تګ باندې بندیز پر ځای پاته شي، اقوام متحده ته ورځ تربلې دا فکرمندي پیدا کیږي چې دغسې ګامونه، [د طالبانو] د نورو محدودیتونو ترڅنګ چې د افغانانو په بنیادي آزادیو یې لګولي دي، افغانستان ته راغلی بحران به لا پسې ژور کړي چې په کې ناامني، غریبي، او علیحدګي شامل دي."

تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم ملک د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی او یو اهم دلیل یې د ښځو او جېنکو په وړاندې د هغوی سختدریځه رویه او په مدني آزادیو باندې یې سخت محدودیت لګول دي.

افغانستان کې چې طالبان یو ځل بیا واکمن شوي دي، د هغه وخت راهیسي د هغه ملک په بشري بحران کې اضافه راغلې ده او اقتصاد یې هم د پاشل کېدو له خطر سره مخ شوی دی.