د تحریک انصاف لانګ مارچ کې په ټولنیزو رسنیو پښتنو ته د وسلو راوړلو اؤ جګړې "غیرت" ورکول کیږي

په سوشل ميډيا د پاکستان دپخواني وزيراعظم عمران خان د اسلام اباد په لور لانګ مارچ کې د پښتنو د ګډون او د وسلې راوړلو په اړه بحثونه روان دي اؤ په ټويټر ځني خلکو ليکلي لانګ مارچ به هله خوندور شي چې پښتانه ورته راشي۔

ددې ترڅنګ په مطبوعاتو کې راغلي چې پښتانه به ځان سره لانګ مارچ ته وسله راوړي۔

په پاکستان کې د فلمي اداکارې وينا ملک په نوم جوړ ټويټر اکاونټ باندې ليکل شوي "مارچ به خوندور کيږي کله چې پکې پښتانه ګډون وکړي"

ددغې ټويټ په ځواب کې ورته خبريال مشتاق يوسفزي ليکلي چې "پښتانه در په در شول، کورونونه يې ړنګ شول خو لا په ځان نه دي پوهه چې څه کیسه ورسره روانه ده "

د پېښور پوهنتو ن د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې پخواني مشر ډاکټر اعجاز خټک ورته ليکلي "پښتنو ته ځانونه پيژندل پکار دي خلک ورته د يو غنډه ګرد په نظر ګوري"

ټولنيز فعال ډاکټر شهزاد ډيوه ته وويل کله او کوم ځايې کې چې هم چا ته ورانی پکار وي نو هغه وخت ورته پښتانه ورياديږي۔

"دې پښتنو له داسې يو کردار ورکړل شوی او دومره پکې ولوبول شول چې اوس پښتنو ته هغه کردارونه سم ښکاري۔ دوي ته اوس دا خبرې سمې ښکاري کومې چې ورته خلک کوي، لکه چې ټوپک به پښتانه راخلي، جګړه به هم دوي کوي ځکه چې دوي ته د جذباتيانو نوم ورکړل شوی دی"

د تېرو څو ورځو نه په ميډيا او شول ميډيا د پاکستان تحريک انصاف پخواني د قامي اسمبلۍ غړې علي امين ګنډاپور يو مبينه اډيو پېغام خوريږي چې پکې لانګ مارچ ته د وسلې راوړلو خبره شوې ده،

تېره ورځ د د خېبر پښتونخوا د اعلا تعليم د وزير کامران بنګش هم ميډيا کې يو بيان مخې ته راغلی ؤ چې لانګ مارچ ته به د لائسنس لرونکې وسله راوړي او که حکومت غونډه ګردي وکړه دوي به خپله دفاع کوي،

کامران بنګش دغه بيان رد کړی او ويلي یې دي کارکنانو ته يې د وسلې راوړلو نه دي ويلي او قانون هر يو شهري ته د ځان د تحفظ د پاره د لائسنس يافته وسلې د ساتلو اجازت ورکوي۔

په عبدالولي خان پوهنتون کې استاذ ډاکټر سهېل احمد وايي په لانګ مارچ کې د پنجاب او نورو سيمو خلک هم برخه اخلي خو د وسلې خبره يوازې د پښتنو په اړه کيږي۔

"پښتانه هر وخت په پردي جنګ کې تاوان کوي، هغه جنګ چې ګټې ترې بيا نور خلک پورته کړي"

د خېبر پښتونخوا پخواني وزير اعلا او د پاکستان تحريک انصاف په تیر حکومت کې د دفاع وزير پرويز خټک تېره ورځ په پېښور کې ميډيا ته ويلي د خېبر پښتونخوا نه به ګڼ شمېر خلک په لانګ مارچ کې ګډون کوي، د صوبې د هرې حلقې نه به د دوو زرو نه زيات خلک هر يو ايم پي ای مارچ کې د ګډون د پاره راولي چې شمېر به یې زرګونو ته رسيږي۔