لانګ مارچ، انتخابات، او د پوځ نوی مشر به کله ټاکل کېږي؟

د پاکستان حکومت وايي د عمران خان د وخت نه مخکې د ټاکنو غوښتنه نه مني او پخوانی وزیر اعظم نواز شریف هم وايي لانګ مارچ د انقلاب لپاره نا، د خوښې پوځي مشر ټاکلو لپاره جوړ شوی دی.

په پاکستان کې څېړونکي او ځېني یوټیوبرز دا خبره اوس نوره هم په ډاډه زړه کوي چې عمران خان د پوځ د راتلونکي پوځي مشر د ټاکلو لپاره سیاسي فشار اچولی دی. که هر څه سم روان پاتې شو نو اوسنی پوځي مشر به د نومبر په ۲۹مه څوکۍ پرېږدي او د هغې وړاندې به اوسنی وزیر اعظم شهباز شریف نوی پوځي مشر ټاکي.

اوسنۍ سیاسي لانجې ختمولو لپاره د پاکستان د انګرېزي ژبې ورځپاڼې ډان هم په یوه اداریه یا مقاله کې ویلي پکار ده چې وزیر اعظم زر تر زره د لیاقت په حساب نوی پوځي مشر وټاکي. اداریه وايي نوی پوځي مشر د هېواد د دفاع لپاره، نه چې، د سیاستمدارانو د خواهشونو لپاره وټاکل شي.

د نوي پوځي مشر ټاکلو لپاره سیاسي فشار

عمران خان داسې نه وايي چې لانګ مارچ یې ځکه پېل کړی چې اوسنی وزیر اعظم د پوځ نوی مشر ونه ټاکي خو په هغه دا تور دی چې غواړي د اړي ګړي د لارې د پوځ د نوي مشر د ټاکلو عمل اغېز من کړي. عمران خان د وي او اې اردو سره تازه مرکه کې ویلي لانګ مارچ یې د حکومت نه د انتخاباتو لپاره د نیټې اخستلو لپاره پېل کړی دی.

د نواز شریف پرته، اوسني وزیر اعظم شهباز شریف هم ویلي چې عمران خان ورته د نوي پوځي مشر ټاکلو لپاره د خبرو وړاندیز کړی وو خو وايي هغه دغه وړانديز رد کړی وو. عمران خان د وزیر اعظم دغه بیان دروغ بللی وو.

اوسني حکومت ته نزدې ځېني خبریالان لکه نجم سېټهي هم دا خبره کوي چې عمران خان د پوځ د نوي مشر د ټاکلو لپاره فشار اچوي. نوموړي ځايي ټېلوېزیون ته ویلي حکومت دغه فشار نه مني او د نوي پوځي مشر ټاکل خپل قانوني حق بلي.

عمران خان د دې وړاندې په خپلو ویناو کې د پوځ د نوي مشر په اړه اندېښنې ښودي او دا یې هم ویلي چې ولې به، د هغه په وینا، په بډو تورن وزیر اعظم، د پوځ مشر ټاکي.

د پوځ د نوي مشر په اړه د عمران خان د سوچ په هکله د پوځ د استخباراتي ادارې ايي اېی ايي مشر جنرل ندیم انجم هم تېره اونې خپل لومړي مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وو چې عمران خان د وزیر اعظم په حېث د مارچ میاشت کې اوسني پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته د تاحیات پوځي مشر جوړولو وړاندیز کړی وو. دا هغه ورځې وې چې عمران خان په پارلېمان کې د بې باورۍ د تحریک سره مخ وو.

عمران خان د استخباراتو د مشر جنرل انجم د دغه وینا په اړه ویلي چې جنرل باجوه ته یې ویلي وو چې که خبره جنرل بلجوه ته د پوځ د مشرۍ په څوکۍ باندې د ناستې وي نو دا کار هغه هم کولی شي او د هغه د نوکرې موده غزولی شي.

د لانګ مارچ پينځمه ورځ او سیاسي بیانونه

د تحریک انصاف احتجاجي مارچ په پنڅمه ورځ د پنجاب ګجرانواله ښار څخه د اسلام اباد لورې ته دوام لري خو د اطلاعاتو مرکزي وزیره مریم اورنګزیب وایي د عمران خان د احتجاجې مارچ مقصد اړی ګړی جوړول دې او د سختو خبرو یا ګواښونو دلارې په حکومت دټولټاکنو غوښتنه نه شي منلی.

د تحریک انصاف مشر عمران خان په خپلو وینا ګانو کې یوازینۍ غوښتنه دشفافو ټاکنو کوي. هغه د پوځ یا اسټیبلشمنټ نه په دې اړه مرستې هم غواړي او وايي پوځ په اوسنۍ سیاسي لانجه کې بې طرفه پاتې کېدای نه شي. خو پوځ وایي سیاست کې مداخله نه کوي.

د څیړونکو وینا ده چې دعمران خان لخوا د واک ترلاسه کولو د پاره سخته رویه خپلول یا دړکې کول حالات د بې ثباتۍ لوري ته بوتللی شي.

پېښور کې میشت خبریال محمود جان بابر وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي،عمران خان که ټاکنې غواړي او که نه خو دوي خپل هغه واک بیرته ترلاسه کول غواړي چې ځېنې اخستل شوی و او په دې اړه دوي د اسټیبلشمنټ رول غواړي چې هغه هم هغه رنګه لاره صفا کړي څنګه چې کال ۲۰۱۸ کې شوي وو.

رسنیو سره خبرو کې میرمن اورنګزیب ویلي "دوي غواړې چې په هیواد کې ایمرجنسې ولګول شي خو د بدو خبرو، ټوپکو، خونړې پیښو یا دغه رنګه وینا ګانو کولو څخه ټاکنې نه شې ترلاسه کیدای."

وفاقې وزیرې شیرې رحمان هم د عمران خان د ایمرجنسې لګولو د بیان غندنه کړې او خپل ټویټ کې یې ویلې داسې ښکارې چې عمران خان مارشل لا غواړي خو د دوي تر مخه یو جمهوریت خوښوونکی سیاست مدار د مارشل لا لګولو خبره نه شي کولی.

عمران خان تیره ورځ یو ټویټ کې ویلي وؤ چې په هیواد کې د بیلټ ( ټاکنو) یا د ډزو د لارې انقلاب راتلی شي.

په ګجرانواله کې د پلویانو سره وینا کې عمران خان د عدلېې څخه هم د دوی د لانګ مارچ د ملاتړ غوښتنه وکړه.

هغه وویل "دا د ازادۍ لانګ مارچ دی- چیف جسټس صیب مونږ ستاسو او عدلیې اړخ ته ګورو چې په هیواد کې د ایین بالادستې ساتل دي."

عمران خان په تیرو ورځو کې دا هم ویلي وؤ چې د حکومت سره خبرې نه کوي خو دا خبره یې منلې وه چې د اسټیلشمنټ سره خبرې دوام لري.

د تحریک انصاف مشر اسد عمر په پنډې کې د خبریالانو سره خبرو کې ویلې، پر دې حقیقت سترګې نه شي پټیدلی چې د پاکستان په سیاست کې په لویو پریکړو کې د پاکستان د پوځ او عدلیې رول پاتې شوی او دهیواد بحران څخه دویستلو یوازینۍ لاره ددغو ادارو رول دی چې باید وې لوبوي- او د نوو ټاکنو اعلان وکړي.

د عمران خان ګوند تحریک انصاف دا وخت تر ټولو مالداره صوبه پنجاب او پښتونخوا کې حکومت لري. د ګلګت بلتستان ځايي حکومت هم د عمران خان د ګوند دی. د پاکستان صدر هم د عمران خان د ګوند دی او که قامي اسمبلۍ کې کېناست نو د اپوزېشن مشر به هم عمران خان جوړېږي. د دې تر څنګ په سېنټ کې هم نزدې نیماي غړي د تحریک انصاف دي خو یوازې عمران خان د واک نه لری کړای شوی دی.