سیاستمداران:د ارمي چیف په سر سیاسي انډوخر کې په پاکستاني مېډیا د پښتنو بنیادي ستونزې په شا تللې دي

په پاکستان کې د پوځ دنوي سر لښکر د ګمارل کېدو پسر د سیاسې ګوندونو اؤ فعالینو لخوا په ميډيا اؤ ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه روان دي خو پښتانه سياستمداران وایي،د ملک په دې کړکیچن صورتحال کې د يو پوځي مشر په تعيناتۍ راپورته شوي سياسي شور کې د هېواد نورې مهمې ستونزي شاته غورځول شوې دي.

څېړونکي وایي دا مهال هیواد کې د روان سیاسي اړي ګړي له امله دهېواد معاشي وضعيت زیات خراب شوی او په پښتون مېشتو سيمو کې د ترهګریزو بريدونو لړۍ هم چټک شوې ده.

د جماعت اسلامي مشر ګوند مشر سراج الحق وایي د پاکستان مسله په دې وخت کې د يو پوځي جرنيل ګمارنه نه ده بلکې د يو عام وګړي مسله بې روزګاري، د حد نه پورته ګراني او بدامني ده۔

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي"زمونږ د عام خلکو دا وخت مسله ګراني ده، بي روزګاري ده، بدامني ده او روزګار دی چې نشته، او ددې غټاڼو خلکو مسله یوازې سياست دی او ايوان او اسمبلې ته رسېدل دي په دې بنياد د عامو خلکو او د سياستدانانو خواهشاتو اؤ تمناګانو کې د زمکي او اسمان فرق دی"

نوموړي زياته کړه د پښتونخوا په روانو حالاتو نن (سه شنبه/نهې) د دوي ګوند په ملاکنډ کې يوه لويه جرګه ترسره کوې چې پکې به د سياسې توپیر نه پرته پښتنو ته په ورپېښو ستونزو او په ځانګړي توګه د امنيت په سر خبري کیږي.

د عوامې نېشنل پارټۍ مرکزې وياند زاهد خان وایي ‘‘زمونږ صوبه دهشت ګردو ته حواله کړی شوې ده، حکومت نومې څه شی نشته دلته"

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پاکستان قامي میډیا ته خو لاهور، کراچۍ او اسلام اباد پکار دي هغه نه پېښور ټسوي او نه کوټه.

"د هغوې خو خدايې خبر چې مونږ سره دښمني ده که ټاک شوز وګوري او که خبرونه ټول ددغې نه تاويږي چې ارمې چېف به څوک لګي او لګي به او کنه؟‘‘

قامې اسمبلۍ کې د وینا په وخت د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي د نوي پوځي مشر د ګمارنې په اړه د وزيراعظم خط ددفاع وزارت ته ترلاسه شوی دی چې له دې وروسته د پوځ هېډ کواټر جي ايچ کېو ته ليږل شوی او دا چې اوس به دوه درېوؤ ورځو کې دا عمل سرته ورسي۔

د قامې جمهوري غورځنګ د خېبر پښتونخوا مشره بشره ګوهر وایي د پنجاب د واکدارانو په جنګ کې د پښتونخوا وسايل کارول کېږي او د پاکستان ایيني اداري په روان صورتحال غلې ناستې دي او د ولس د ستونزو بې خبره دي۔

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي‘‘حکومتونه بدل شول يو ګوډاګی حکومت لاړو او بل کښیناستو خو ټول وایي چې جرنېل به څوک وي چې راځي به چېف اف ارمي سټاف به لګي نو دا خو د شرم خبره ده چې ایین کې دننه يوه لاره ښودل شوې ده پکار ده چې په هغې تعيناتي وشي دا د وزیراعظم اختيار دی خو وزیراعظم پخپله ډير بې اختياره او بي وسه ښکاري دې وخت کې‘‘

د پاکستان د پوځ د اوسني مشر جنرل قمر جاويد باجوه دپوځ دمشرۍ موده په 29 نومبر سرته رسي او په دې موخه يې په دې وروستيو هفتو کې پوځي چاوڼو ته د مخه ښې سفرونه هم کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مرستیال مشر عبدالرحيم زيارتوال وایي د مودو راهسې پاکستان کې د روانو غلطو پالېسو له کبله هېواد په نړیواله کچه يوازيتوب او اؤ په کور دننه ایيني بحران سره مخ دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل د پښتنو سره ناوړه چلند روان دی.

‘‘پاکستان په ډېر لویې مشکل کې دی، پاکستان کې ستونزې دومره زياتې او بې حسابه شوي دې چې څوک يې تصور نه شي کولی، پاکستان د خپلو غلطو پالېسيو په نتیجه کې په ډېر دروند معاشي بحران کې ګېر دی او دويمه دا چې پاکستان په عالمي طور ډېري سختي تنهایۍ سره مخ دی‘‘

د پوځ ویاند جنرل بابر افتخار تېره میاشت ویلي وو چې اوسنی پوځي مشر به د خپلې دندې د مودې غځولو خواست نه کوي او په خپل وخت به د پوځ مشري پرېږدي.

جنرل باجوه د تیرو شپږو کالو راهسې د پاکستان د پوځ مشر دی.