جنوبي وزیرستان: د واڼه په پولیس تاڼه وسله وال بريد شوی

د خېبرپښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې وسله والو تيره شپه د واڼه په پولیس تاڼه بريد کړی، چې پکې يو پوليس اهلکار ژوبل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان/ ټي ټي پي د بريد زمه واري منلې ده.

د کوز جنوبي وزيرستان پولیسو دغه پېښه تاييد کړې او وي او اې ډیوه ته يې ویلي چې د 60 پورې وسله والو د شپې په مهال د واڼه په پوليس سټېشن بريد کړی دی.

سرچينې وايي وسله والو په تاڼه کې موجود پوليس ګېر کړي، په تاڼه کې موجود ريکارډ يې سوځولی او د هغوی نه یې وسلې هم د ځان سره وړلي دي.

خو د جنوبي وزیرستان پولیس مشر [ډي پي او] په دغه اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي او نه انتظامیې کوم بيان جاري کړی دی.

خو پوليس سرچينو ویلي، د بريد وروسته بيا وسله والو د اېف سي ځواک په چيک پوسته هم بريد کړی، بيا د وسله والو او اېف سي ځواک ترمنځ نښته شوې او د يو وسله وال د وژل کېدو دعوه شوې ده.

پوليس ويلي، د واڼه پوليس سټېشن اوس د اېف سي ځواک په قبضه کې دی.

د واڼه په پولیس سټېشن د برید زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې او ميډيا سره په شريک کړي خبر کې يې دعوه کړې 15 پولیس اهلکار يې نيولي او بيا يې په رضاکارانه توګه پرېښودي دي.

ټي ټي پي دعوه کړې د پوليسو نه يې لس کلاشنکوفونه هم د ځان سره وړلي او د پوليس دوه ګاډي يې هم تباه کړي دي.

په جنوبي وزيرستان کې د پولیس په تاڼه د بريد نه وړاندې د اتوار په ماښام چې په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي مرکز په قبضه کې اخستی او پکې موجود پوليس اهلکار يې يرغمال کړي، مرکز تراوسه پورې د وسله والو په قبضه کې دی.

په بنو کې نن په تعلیمي ادارو کې رخصتي اعلان شوې، د پولیس چارواکو په وينا په ضلع کې کلک امنيتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

امنيتي سرچينې وايي، د وسله والو سره مذاکرات روان دي خو تراوسه پورې په دغو خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی.

د خېبرپښتونخوا حکومت ويلي، د بنو په کېنټ کې حالات قابو دي، د سي ټي ډي په مرکز د بهر نه بريد نه دی شوی، بندي ترهګرو وسله تښتولې او څو پوليس اهلکار يې یرغمال کړي دي.

د خېبرپښتونخوا حکومتي وياند بېرسټر سېف په ټويټر ویلي، حکومت به د ترهګرو غوښتنې نه پوره کوي، وسله وال دې وسله کېږدي کنه پرضد به يې سخته کارروايي وشي.

په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په 28 نومبر ټي ټي پي د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د بريدونو زمه وارۍ منل يې سېوا کړي دي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو وروسته په سوات او خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې په غټه کچه د ناامنۍ ضد او امن دپاره ولسي پاڅونونه او احتجاجي مظاهرې شوي دي.