واشنګټن ـــــ د مصر د لوی پوهنتون «جامعه اظهر» مفتي په افغانستان کې د طالبانو له خوا د نجونو د پوهنتونونو پر بندېدو ژوره خواشیني ښکاره کړې او د هغوی دا پرېکړه یې د شریعت خلاف ګڼلې ده.
مفتي شیخ احمد الطیب د پنجشنبې- زیارت په ورځ په عربي، انګرېزي او پښتو ژبو په تفصیلي بیان کې د نجونو پر تعلیم د بندیز پرېکړه نامناسبه بللې او وایي دې پرېکړې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو دواړو "ضمیرونو ته ټکان" ورکړی دی.
د پوهنتونونو د بندېدو په ضد د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې احتجاجونه هم شوي چې ښځو او سړیو پکې ګډون کړی دی، خو رپوټونه وایي چې طالبانو ددغو احتجاجونو مخه نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنیټ په کابل، تخار او ننګرهار کې د ښځینه احتجاج کوونکو او خبریالانو د نیولو او وهلو ټکولو رپوټونه خواشینونکي بللي دي.
ریچرډ بېنټ د جمعې په ورځ په یو ټویټ کې د هغو کسانو د سمدستي خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې د نجونو او ښځو د پوهنتونونو د بندېدو پر ضد د احتجاج له کبله نیول شوي دي.
Alarming reports of female protesters & journalists beaten & detained at protests in Kabul, Takhar & Nangarhar to #letafghangirlslearn. Denial of #FreedomofExpression & assembly aggravates HR crisis.I call for their immediate release & reinstatement of education for all.
— UN Special Rapporteur Richard Bennett (@SR_Afghanistan) December 23, 2022
د جامعه اظهر لوی مفتي وایي د طالبانو دا پرېکړه د شریعت له هغې غوښتنې سره په ټکر کې ده چې له زانګو تر قبره پورې د سړیو او ښځو لپاره پر تعلیم حاصلولو ټینګار کوي:
"دا ټکان ورکوونکې پرېکړه باید د هیڅ مسلمان څخه نه وای صادره شوې، زه او له ما سره د ازهر شریف ټول علماء چې دوی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موجود دي، دا پرېکړه غندم او داسې پرېکړه یې بولم چې د اسلامي شریعت استازیتوب نه شي کولای".
طالبانو د اظهر پوهنتون د مشر څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی، خو د دوی د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم د دسمبر پر 22مه د افغانستان سرکاري ټیلیویژن آر ټي اې ته په مرکه کې د افغانانو او ټولې نړۍ پر غندنې برسېره د پوهنتونو د پرېکړې یو ځل بیا ملاتړ وکړ.
د جامعه اظهر مفتي شیخ احمد الطیب په خپل بیان کې مسلمانانو او غیرمسلمانانو ته خبرداری ورکړی چې اسلام نه یواځې ښځې او نجونې له تعلیمه نه دي محرومې کړې بلکې د طالبانو غوندې "کړنو" څخه یې سخت انکار کړی دی.
په افغانستان کې د نجونو د پوهنتون د درسونو د ځنډوني په هکله د ازهرشريف د شيخ پيغام: pic.twitter.com/XLkFBWuHoG
— الأزهر الشريف (@AlAzhar) December 22, 2022
د مفتي الطیب په وینا د نجونو د تعلیم ځنډول او تعلیمي ادارې یې بندول د هغوی له شعري حقونو څخه یو حق له منځه وړل دي، چې وایي اسلام ښځو ته له سړیو سره برابر ورکړی دی:
"د مسلمان هیواد افغانستان له چارواکو څخه غوښتنه کوم چې خپلو ځانونو سره په دې [پرېکړه] باندې یو واري بیا له سره کتنه وکړي".
د جامعه اظهر مفتي وایي د اسلامي تاریخ په علمي، سیاسي او کلتوري برخو کې "د لویې پوهې لرونکې نابغه ګانې" ښځې پیدا شوې دي چې وایي دوی د هر مسلمان لپاره د "ویاړ" وړ دي:
"آیا د دغې پرېکړې خاوندانو [طالبانو] اسلامي تاریخ ته نه دي کتلي چې د علم، تعلیم، سیاست او په تېر او اوس کې د اسلامي ټولنو په پرمختګ کې ښځو څومره رغنده رول لوبولی".
د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د دسمبر پر 20مه په یوه هدایتنامه کې په افغانستان کې "تر امر ثاني" پورې د نجونو د پوهنتونونو د ځنډولو امر کړی وو، خو ددې سپیناوی یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وکړ او اې ټي اې ته یې په مرکه کې وویل:
"د حجاب نه مراعاتول، د یوه ولایت څخه بل ولایت ته د زدکړو لپاره تګ چې لیلیو [هاسټلونو] کې به مېشتې وې، غیرشرعي نصاب او د داسې پوهنځيو شتون چې ښځو ته یې د لوستلو اړتیا نشته".
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر : "تر امر ثاني پورې د اناثو د پوهنتونونو بندېدو یو لامل د شرعي محرم د نشتون ستونزه وه، کله به چې دوی له خپلو ولایتونو څخه پوهنتون ته راتلل، شرعي محرم به ورسره نه و."بشپړ مرکه یې لاندې لینک کې کتلی شئ.👇https://t.co/P4opTq9bcW pic.twitter.com/l2GDo3iW8H
— RTA Pashto (@rtapashto) December 22, 2022
د جامعه اظهر د مفتي په ګډون پر ټولنیزو رسنیو هم ګڼ شمېر افغان دیني عالمانو د طالبانو د لوړو زدکړو د وزیر دا خبره په دلایلو رد کړې چې وایي په قرآن و حدیث کې "عصري زدکړې" نه شته.
د طالبانو له خوا د نجونو د پوهنتونونو د بندېدو په غبرګون کې د کابل په ګډون د افغانستان د نورو پوهنتونونو په لسګونو استادانو په احتجاجي توګه له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.
لومړی استاد چې له دندې یې استعفی ورکړه د کابل پوهنتون استاد عبیدالله وردګ وو، هغه د جمعې په ورځ پر ټویټر د هغو استادانو فهرست خپور کړی چې استعفاوې یې ورکړې دي، ښاغلي وردګ دې فهرست ته لیکلي دي:
"د بېلابېلو پوهنتونونو څه باندې 60 تنو استادانو د نجونو پر زده کړو د اوسني حکومت د بندیز په اعتراض کې استعفاوې کړې دي او وایي تر هغه به بیرته خپلو دندو ته ستانه نه شي چې دا بندیز نه وي اخیستل شوی".
Over 60 faculty members of various universities across 🇦🇫 have resigned in protest against the current regime’s ban on girls education in the country and stated they won’t return until the ban is repealed. They call on all afghans & Intl community to stand up for afghan girls. pic.twitter.com/8Ff7N8NNrL
— Obaidullah Wardak (@Obaidwardak7) December 23, 2022
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن وایي له نجونو د تعلیم د حق اخیستو په اړه د طالبانو پرېکړه که دوام وکړي او بیرته یې نه واخلي دا به بدې اغېزې ولري.
بلینکن د پنجشنبې- زیارت په ورځ خبري غونډې ته وویل، امریکا له نورو هیوادونو سره په دې اړه اوسمهال خبرې کوي، وایي که طالبان خپله پرېکړه بدله نه کړي دا به نتیجې ولري او حکومت به یې نړۍ په رسمیت ونه پېژني.