په کوز جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍضد او امن دپاره د ولسي غونډې وروسته احتجاجي ناسته پېل شوې

جنوبي وزیرستان کې احتجاجي پرلت پېل شوی

د خېبرپښتونخوا په کوز جنوبي وزیرستان ضلع کې پرون د جمعې په ورځ [شپږمه جنورۍ] د ناامنۍ ضد او امن دپاره غټه ولسي غونډه شوې او د غونډې وروسته بيا احتجاجي پرلت پېل شوی دی.

احتجاج کونکي وایي د تاریخ بد ترینې ناامنۍ سره مخ دي، دوی د سيمې نه اېف سي ار قانون ختم شوی خو دغلته اوس هم د پاکستان قانون نه عملي کیږي.

دوی وایی د امنیت ټینګښت د ریاست او ریاستی ادارو ذمه واري ده او په علاقه کې دې په هر قسمه وسله والو ډلو بندیز ولګول شي.

خو حکومتي چارواکي د وړاندې نه دا دریځ لري چې د کله نه دا سيمې په صوبه کې شاملې کړل شوي حالات پکې ښه شوي او د خلکو محروميو ختمولو لپاره پکې د اربونو روپو ترقیاتي چارې روانې دي.

احتجاج کونکي لس بنیادي غوښتنې لري، 1: امنیت ټینګښت د ملکي امنیتي ادارو دنده ده او که پولیس د مطلوبو کسانو او یا په کوم ځای کې د لټون عملیات او یا د عملیاتو ترسره کولو ته اړتیا وي، نو د قانون له مخې باید اقدام وکړي. له پولیسو پرته نور امنیتي ځواکونه دې د عملیاتو پرمهال عام خلک نه ځوروي او په دې لړ کې چې کله پولیس ته د ایف سي یا پوځ اړتیا وي، بیا د 2002 د آرټیکل 126 لاندې پولیس مرسته وکړي. خو په خپله دې بل کوم وسله وال ځواک نه رامینځ ته کیږي.

2: پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې ګډه شوې چې تر مخه يې د 1973 د اساسي قانون ټول شقونه د پخوانۍ فاټا په سیمو کې عملي کیږي نو له اساسي قانون له مخې د امن کمیټۍ، قامي لښکر او د وسله والو سره شوې 2007 کال تړون په هېڅ صورت کې د منلو نه دی.

3: په جنوبي وزیرستان کې امن د حکومت د واکمنۍ سره اړه لري. د حکومت واکمني لپاره دې ضلعې ته خپل پولیسو افسر ډي پي او او قاضیانو په ګډون د ټولو لاین ډیپارټمنټونو دفترې د ټانک نه د ضلعې مرکز واڼه ته منتقل کړل شي.

4: د نامالومه کسانو څخه دې د علاقې یو ځوان جمشید وزیر زر تر زره خوشی کړل شي. 5: د امنیت د ټینګښت دپاره دې په سپین، اعظم ورسک، شکۍ، انګور اډه، زرمېلان او رغزۍ سيمو کې، د ضلعو په نورو وړو او لویو بازارونو کې دې د پولیسو پوستې جوړې کړل شي.

6: د ګزمې پر مهال د پولیسو د تاڼو، پوستو او پولیسو د ګزمې پرمهال د هغوی د ساتنې لپاره دې په بیړني ډول ایف سي ځواک ځای کړل شي.

7: د تورو شیشو ګاډي که هغه دولتي وي او که غیر دولتي پر ضد دې بې توپیره بندیز ولګول شي، سرغړونکي دې نیول کیږي او د قانوني چلند لپاره دې عدالتونو ته وړاندې کیږي.

8: د نشه یي توکو پر وړاندې باید بې توپیره اقدامات واخستل شي. 9: په هر ډول وسله وال تنظیمونو دې بندیز ولګول شي. 10: د افغانستان او پاکستان ترمینځ د جنوبي وزیرستان په انګور اډه پوله د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونو دې لرې کړل شي او پاکستاني شناختي کارډ لرونکو ته دې د انګور اډې په دروازه د تلو راتلو اجازه ورکړل شي.

د پرلت یو ګډون وال او د عوامي نیشنل ګوند فعال ایاز وزیر وویل د دوی سره د انتظامیې ځايي مشرانو رابطه کړې او دا غوښتنې یې ورسره شریکې کړي دي او دوی ته د ځواب ویلو نن دوه بجې وخت ورکړل شوی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر عمران مخلص وویل ترڅو چې د دغو غوښتنو پوخ ډاډ نه وي ورکړل شوی پرلت به روان وي.

د پاڅون یو غړي ندیم خان زیاته کړه دا په تیره میاشت کې پرله پسې درې ولسي غونډې وشوې خو د دوی د امن په غوښتنه عمل نه دی شوی. هغه وویل مجبور شوي چې په احتجاجي پرلت یې لاس پورې کړو.

وي او ای په دې اړه د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې او پولیسو مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

خو د دفترونو چارواکو یې وویل پرون مازیګر وروسته د ځایي مشرانو په مینځګریتوت يې د پرلت کونکو سره لیدلي د دوی غوښتنې يې اوریدلې خو په دغو غوښتنو کې ځینې د پوځ او ځینې د حکومتونو تر کچې اړه لري او د هغوی سره هم شريکې کړی شوي او چې د هغه ځایی نه څه ځواب وویل شي هغه به د پرلت کونکو شريک کړي.

پرون په جنوبي وزیرستان کې په ولسي غونډه کې سياسي او پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ګډون کړی، دوی په سيمه کې د امن په ځای کولو، په زوره د بې درکۍ، تاوان دپاره تښتونو او هدفي وژنو د لړۍ ودرولو غوښتنې کړي دي.