رپورټ:پاکستان کې دتېرکال وړومبیو شپږو میاشتو کې په2211 ماشومانو جنسي تېری شوی دی

د ماشومانو د حقونو غیردولي سازمان ساحل د 2022م د ړومبیو شپږو میاشتو راپور کې ادعا کړې ده چې پاکستان کې دغه موده کې2211 ماشومان د جنسي تیري ښکار شوي دي اؤ په دې حساب هره ورځ پاکستان کې د12ماشومانو سره جنسي زیاتی شوی دی.

راپور کې ویل شوي تر دې وړاندې د 2021م کال وړومبیو شپږو میاشتو کې دجنسي تیري دښکار شوؤ اماشومانو شمیره دهرې ورځې په حساب سره لس وه .

دغه راز د پښتونخوا د پولیسو شمیرې ښایي چې 2019م کال کې 185، 2020م کې 323 او 2021م کال کې360 ماشومان جنسي زیاتي سره مخ شوي وو.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وایس آف امریکا ډیوه ته وایي د هر کال په تیریدو ماشومانو سره د جنسي تیریو پېښو کې اضافه په نظر راځي.

هغه وایي که دې تناسب ته وکتل شي نو تیرو دریوؤ کلونو کې د ماشومانو په ضد جنسي زیاتي کې نوي فیصده اضافه شوې ده. بل پلو ته د اندیښنې خبره ده چې د جنسي تشدد نه پس د ماشومانو وژنو کې هم اضافه شوې ده.

نوموړی وایي د جنسي زیاتي سره دمخ شوو ماشومانو عمرونه د 6 نه تر 11کالو پورې دي چې دې کې 55 فیصده جینکۍ او 45فیصده هلکان دي.

پوهان وایي اکثره په ماشومانو دجنسي تېریو پیښو کې ککړ تنان پټ پاتي شي اؤ کوم چې د پولیسو لخوا ونیول شي دهغوئ په هکله وروسته بیا چاته معلومه نه شي چې عدالت ورته څومره سزا ورکړه.

قانون پوهه میرمن خوشنود ذاکر خان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وایي"که زمونږ ملک کې باقاعده سزا وه. عدالتي نظام اسان و نو ماشومانو سره به داسې زیاتي نه کیدل. زمونږ پولیس، عدالتي نظام، د مور پلار رویې مونږ ټول د ماشومانو سره دجنسي زیاتي او ددوي د وژنو ذمه وار یو"

تیر کال جون کې د پښتونخوا اسمبلۍ ماشومانو سره د جنسي زیاتي، ددوي دجنسي فلمونه جوړونکیو او د ماشومانو د جسماني اعضاو کاروباریانو ته د تیزندۍ یا عمري بند د سزا ورکولو قانون منظور کړی و.

د پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ او ښیګړې کمیشن مشر اعجاز محمد خان وایي حکومت په لاندې کچه دولسو ضلعو کې 1066د ماشومانو د تحفظ کمیټۍ جوړې کړې دي.

هغه وایي ددې کمیټیو دجوړولو مقصد دادی چې میندو پلرونو، استاذانو او عامو خلکو کې د ماشومانو سره د زیاتي حساسیت سیوا کړی شي.

هغه وایي "که چرته کومه علاقه کې ماشوم سره زیاتی کیږي نو باید مونږ سره دې په 1121 رابطه وکړي"

پوهان وایي ماشومانو سره د جنسي زیاتي د مخنیوي لپاره باید هره صوبه تعلیمي نصاب کې ځانګړي مضامین شامل کړي اؤ باید هر ماشوم په دې پوهه کړی شي چې که یو تن ده ته په غلطه سترګه ګوري نو چې خپل مور پلار او استاذ په دې خبر کړي.