په لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات پای ته رسول شوي خو تفصیل یې نه دی ویل شوی

چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او موبایل سروس پرانستل شوی دی، خو د 26م جنورۍ څخه پېل شوو عملياتو په اړه کوم تفصیل نه دی شريک کړی.

د لکی مروت پولیس یې تاییدوي خو وایي د عملیاتو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو معلومات نه دي تر لاسه کړی شوي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وویل لارې او موبایل سروس وروسته له هغې پرانستل شوي چې د «احسان پور» سیمه کې کامیاب عملیات شوي او ټوله سیمه امنیتي عسکرو په خپل واک کې اخستې ده.

هغه وویل په عملیاتو کې ټوله سیمه پاکه کړل شوې او علاقې نه اضافي نفري واپس کړل شوې دہ.

هغه زیاته کړه د عملیاتو پرمهال د مرګ ژوبلو او د نور تاوان په اړه پوځ دوی سره معلومات نه دي شریک کړي.

په سیمه کې امنیتي چارواکو په ورستیو کې ویلي وو د لکي مروت ښار سره نزدې په احسان پور سیمه کې د وسله د شتون کره معلوت ترلاسه کړی شوي چې په دې سیمه کې پټې ځالې لري او له دغه ځای نه د ناامنۍ منصوبې جوړوي.

هغوي ویلی وو د جنګي هیلي کاپټرو او توپونه د وسله والو پټې ځالې په نخښه کړل شوي.

دا عملیات د جنورۍ په 26م پېل شوي وو. د پاکستان پوځ د دغه عملیاتو په اړه تر دې مهال څه نه دي وي ویلي.

تحریک طالبان پاکستان د دې عملیاتو په پایله کې پاکستاني پوځ ته د مرګ ژبلو اړولو دعوه کړې. خو دغه دعوه په ازاده کچه نه ده تصدیق شوې.

احسان پور د لکي مروت ښار سره نزدې د کورم سیند په غاړه په څو کلوميټرہ مشتمله زرخېزه سیمه ده.

د سیمې خلک وایي د عملیاتو پرمهال د دغه سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او عملیاتو کې فصلونو او ونو بوټو ته زیان اوښتی دی.

د علاقې یو اوسیدونکي شکیل وویل د عملیاتو پرمهال یې د چاودونو درانه غږونه اوریدل چې له امله یې زنانه او ماشومان د سختې ویرې سره مخ وو.

هغه وویل په علاقه کې د خوراکي توکو د نشتوالي ترڅنګ د ناروغانو روغتون ته رسولو کې له مشکل سره مخ وه.

هغه زیاته کړه د عملیاتو په پایله کې ونو بوټو ته اورونه لګول شوي چې پکې ونو او فصلونو ته زیان اوښتی دی.

لکي مروت کې د یک شنبې- اتوار په ورځ د عملیاتو او د ناامنۍ پرضد احتجاجي مظاهره شوې ویلي دا احتجاجي مظاهره په علاقه کې په زوره د خلکو بې درکه کولو، د عملیاتو پرمهال د خلکو ځورولو، د ناامنۍ د نورو پیښو ترځنګ د هدفي وژنو او قلنګ غوښتلو پرضد شوې وه.

احتجاج کوونکو ویلي وو په دې تېره څه موده کې د ناامنۍ پېښې چټک شوې او په علاقه کې د امنیت د تینګښت غوښتنه کوي خو د دوی دا غوښتنه نه منل کیږي او دوی ته لارې بازارونه تړل شوي او موبایل سرس ځنډول شوی چې د علاقې په کاروبار او تعلیم یې بدې اغیزې کړي دي.

په علاقه کې د عوامي نیشنل ګوند فعال همایون بیګوخېل وویل د علاقې خلکو نه قلنګ غوښتل کیږي چې له امله یې شتمن خلک علاقې په پریښولو مجبور شوي، دغو خلکو ته د مرګ ګواښونه ورکړل کیږي او په علاقه کې هره ورځ د ناامنۍ پېښې کیږي.

وي او اې ډیوه ته هغه وویل د ناامنۍ پرضد یې په ورستیو کې احتجاجي مظاهرې کړې خو دوی ته یوازې ویل کیږي چې تاسو سړکونو ته راوتلو په ځایې پولیس ته اطلاع کوئ.

هغه زیاته کړه لکي مروت یوه پر امنه سیمه ده خلک یې زیاتره عریبانان دي او د سیمې پریښولو توان نه لري او د ناامنۍ پرضد دا پرامنه مباریزه به دوام داره ساتي.

وي او اې په دې اړه د انتظامیه او پولیسو له مشره سره رابطه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو .

په ورستیو کې د پولیسو مشر ضیالدین ویلي وو په علاقه کې پولیس او نور امنیتي ځواکونه موجود دي او چاته د علاقې امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

لکي مروت د خیبر پښتونخوا هغه سویلي ضلع ده چې پولې یې د پنجاب میانوالي، د خیبر پښتونخوا د کرک، ډیره اسماعیل خان او ټانک ترڅنګ قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان سره لګېدلې دي د کال 2010 د جنورۍ په لومړۍ نیټه د لکي مروت شاه حسن خېل سیمه کې په ځانمرګي برید کې د 100 نه زیات کسان وژل شوي وو او سلګونو نور ټپیان شوي وو.

د دغه برید زمه داري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

په پېښور کې د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکۍ خبریال ناصر داوړ وایي لکي مروت هغه ضلع ده چې پولې یې د جنوبي پنجاب سره لګیدلې او د ترهګرۍ زیاتره منصوبې د جنوبي پنجاب نه جوړیږي. او په تیر شوي وختونو کې دغلته د ناامنۍ خلاف کوم ګامونه نه دي اخستل شوي.

هغه وویل د پاکستاني حکومتي چارواکو د ناامنۍ په اړه نظرونه بیل دي په پاکستان کې دوی ته ترهګر وایي خو کله چې دوی افغانستان کې ناامني کوي په حکومتي کچه ستایل کیږی چې د هغې اغیزې بیا دغلته لیدل کیږي.

د اګست په میاشت کې په سوات کې د وسله والو راښکاره کېدو وروسته په ولسي کچه پاڅونونه پېل شوي او په دې غونډو کې د ناامنۍ پېښو غندنه کیږي او وایي تر شاه یې د پاکستان پوځ لاس لري.

خو پوځ دا تورونه ردوي او د جنورۍ په دویمه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د قامي سلامتیا غونډې ته ویلي وو د ترهګرۍ پرضد د زغم نه لرلو پالیسي خپلوي چې ترمخه به د دې هیواد نه ترهګرۍ نوغی وويستل شي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت ویلي عملیاتو کې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي او عسکرو په قربانۍ امن راوستل شوی. او د قام په ملاتړ به د ترهګرۍ پرضد جګړه دوام داره ساتلی شي.