د خېبرپښتونخوا په بنو سیمه کې سبا د اتوار/يکشنبې په ورځ بیا د امن د پاره د ولسي پاڅون غونډه کیږي او د علاقې خلک وایي د تیرې څه مودې نه د سختې ناامنۍ سره مخ دي او د امن غونډې د لارې ریاستي ادارو ته خپل پېغام رسول غواړي.
د بنو سیمې یو اوسیدونکي امین جان وي او اې ډیوه ته وویل دا ولسي غونډه د بد امنۍ پرضد ده چې پکې یوازې د امن غوښتنه کیږي.
هغه وویل سبا سحر به د بنو پریس کلب مخې ته راغونډیږي او ریاست او ریاستي ادارو ته به د ناامنۍ پرضد پیغام په زغرده سره رسوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم د پاڅون په غونډه کې "د بنو په امن او وسایلو او د ټول پښتون وطن په امن" د خبرې کولو ويلي دي.
بنو د خېرپښتونخوا د لکي مروت او شمالي وزیرستان ضلعو سره پولې لري او په ورستیو کې دغلته په امنیتي عسکرو بریدونو ترسرکېدو سره په جاني خېل سیمه کې د ځایي خلکو د هدفي وژنو لړۍ په دوام داره توګه روانه پاتې شوې ده.
یو بل تن صدیق خان وویل د سختې بد امنۍ سره مخ دي چې تر مخه یې د علاقې په کاروبار او ژوند بد اغیز کړی دی.
هغه وویل په زوره بې درکیو او د خلکو د هدفي وژنو ترڅنګ د کاروباري خلکو نه قلنګ اخستل کیږي او د ژوند ګواښونو سره مخ دي.
وي او ډیوه په دې اړه د ضلعې انتظامیه او پولیس مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.
خو د تېر دسمبر په مياشت کې پاکستاني رسنیو د هیواد دکورنیو چارو د وزیر رانا ثناء الله له قوله دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو بنو کې دترهګرو پرضد د عملیاتو کولو تابیا نیولې ده خو د بنو سره تړاو لرونکي د قامي اسمبلۍ مرستیال اسپیکر زاهد اکرم دراني ويلي وو، بنو کې هیڅ ډول پوځي اپرېشن يا عمليات نه کیږي.
یو بل تن زکیم وزیر وایي په یو پرامنه ضلع کې د ناامنۍ پېښې کیږي خو د دغه پېښو هیڅ پلټنې نه کیږي خو د عملیاتو کولو ویل کیږي.
د پاکستان پوځ او حکومت وایي د ترهګرۍ پر وړاندې ژمن دي او په هیڅ قیمت به د غلته ترهګري ته ځایي ور نه کړي خو د جنورۍ په پېل کې د بنو په جاني خېل کې د ناامنۍضد لویه احتجاجي غونډه شوې احتجاج کونکو ویلي وو د ناامنۍ سره مخ دي د علاقې خلک په بې رحمۍ سره وژل کیږي خو دوی ته تحفظ نه ورکول کیږي.
په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف د يادو عملیاتو په اړه ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګرو وژلي، اووه تسليم شوي او درې ګرفتار شوي وو. پوځي وياند د وسله والو سره په جګړه کې د یو صوبېدار په ګډون د درېو عسکرو وژل کېدل هم تاييد کړي وو.
د تېرې مياشتې جنورۍ په لومړۍ نېټه هم د بنو په جاني خېل کې د ناامنۍ ضد لویه احتجاجي غونډه شوې وه.