د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګی برید شوی چې پکې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي.
پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې.
پولیس دا ځانمرګی برید تایید وي او وایي دا پیښه د میرعلي کجوري سیمه کې د امنیتي عسکرو چیک پوسټې سره شوې.
د میر علي تاڼې چارواکو وویل نن ماښام یو ځانمرګي برید کونکي له چاودېدونکو توکو بار یوه رکشه د امنیتي عسکرو یو ګاډي سره جنګولې او له پېښې وروسته امنیتي سرتېرو ټوله سیمه په ګیره کې اخېستې او د لټون عملیات یې پېل کړي.
امنیتي سرچینو وي او ای ډیوې سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي، چې امنیتي عسکر په سیمه کې د تیلو او ګیس موندلو کمپني ماړي پیټرولیم کمپني لمیټډ کارکونکو په ساتنه بوخت وو چې پرې چاودنه وشوه.
د دوی په خبره دې برید کې درې عسکر وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي
سرچینو ویلي په ټپیانو کې اووه د ملیشه ځواک عسکر او 15 د تیلو د کمپنۍ کارکونکي شامل دي.
ویل شوي ژوبل او مړه کسان میرعلي سیمه کې پوځ روغتون ته وړل شوي او د روغتون سرچینې د دریو حالت مرګونۍ یادوي
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان ایالتونو کې د ځانمرګو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې ده او سږ کال پکې تر دې مهال څلور ځانمرګي بریدونه شوي
په 30مه جنورۍ تر ټولو خونړی برید د پېښور د پولیس لاین په جومات کې شوی ؤ چې پکې د حکومتي شمیرو له مخې84 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات نور ژوبل شوي وو.