د ترکي او شام په زوروره زلزله کې د مړو شمېر تر 28,000 زیات شو

واشنګټن ـــــ په ترکي او شام کې پینځه ورځې وړاندې په زوروره زلزله کې په زرګونو ودانۍ د سترګو په رپ کې له خاوروو سره خاورې شوې، چې تر اوسه پورې تر 28,000 زیات مړي را ایستل شوي. دغې زلزلې په میلینونو خلک بې کوره کړي دي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د شنبې- خالي په ورځ خبري غونډې ته وویل، چې په ترکي کې د مړیو شمېر 24,617 ته رسېدلی دی او د ټپي شویو کسانو شمېر تر 80 زره زیات شوی دی.

د «وایټ هیلمټس سېول ډیفینس» په نوم ډله وایي، په شام کې د تایید شویو مړیو شمېر 3,575 تنو ته رسېدلی دی، چې وایي په هغوی کې یواځې 2,167 تنه د شام په شمال ختیځ کې د یاغیانو تر ولکه لاندې سیمه کې دي.

د شام د سرکاري رسنیو د رپوټ له مخې په هغو سیمو کې هم د 1,408 اضافي مړیو تر لاسه کېدل رپوټ شوي دي چې د حکومت تر واک لاندې دي.

د ترکیې صدر اردوان د شنبې- خالي په ورځ ځینو زلزله ځپلو ښارونو ته د سفر په وخت وویل چې دا ډول ناورین ډېر لږ مخې ته راغلی دی او دا زلزله یې "د پېړۍ ناورین" بللی دی.

ښاغلی اردوان وایي تر زلزلې وروسته د ژغورونکو ډلو لومړنی غبرګون د سړکونو او نورو ودانیو ته د پراخ زیانونو له امله له خنډ سره مخ وو او ځینو ځایونو ته رسېدل ستونځمن وو.

د اسوسیېټیټ پریس د خبر له مخې د شنبې- خالي په ورځ د ژغورنې د ډلې کارکوونکو د اسلاحیه په نوم ښار کې د یوې کورنۍ پینځه تنه ژوندي له خاورو را ایستلي دي.

وایي ژغورونکو کسانو لومړی مور او لور د ودانۍ له خاورو خځلو را ایستلي او وروسته د کورنۍ مشر ته ورغلل چې هغه راوباسي، خو وایي هغه ټینګار وکړ چې لومړی د ده لور او زوی باید را وایستل شي.

د شام په جبله ښار کې د موبایل ټلیفونونو د دوکان 23 کلن کارکوونکی د خرابو اوبو په په څاڅکو تر ملبې لاندې ژوندی پاته شوی وو، خو وایي اخر یې دا هیله نه وه چې ژوندی به وژغورل شي.

ذکریا چې د جمعې په شپه ژغورل شوی وو د شنبې- خالي په ورځ په ساحلي ښار لتاکیا کې د روغتون پر بستر پروت وو او اسوسیېټیډ پریس ته یې وویل:

"ما وویل چې زه مړ یم او دا به زما لپاره ممکنه نه وي چې بیا ژوندی شم".

په ترکي کې د خلکو د ژغورنې لپاره د پاکستان، هند او امریکې په ګډون له نورو هېوادونو هم ګڼ شمېر ټیمونه ورغلي دي چې په هغوی کې پوځیان او ډاکټران هم شامل دي.

د روغتیا نړیواله اداره دې مرګونې زورورې زلزلې په ترکیه او شام کې تقریباً 26 میلینه کسان اغېزمن کړي دي، وایي د لومړیو دوو زلزلو او وروستیو ټکانونو له کبله په لسګونو روغتونونه هم زیانمن شوي دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د شنبې- خالي په ورځ په یو بیان کې له زلزله ځپلو سره د بیړنیو روغتیایي مرستې لپاره د 42.8 میلینه ډالرو غوښتنه کړې ده.

ملګري ملتونه وایي په ترکي او شام دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه اته لکه 70 زره کسان سمدستي خوراکي موادو ته اړتیا لري.