شمالي وزیرستان:د وسله والو په برید کې پولیس افسر او د هغه د کورنۍ اته کسان ژوبل شوي دي

د افغانستان د پولې ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې نامعلومو وسله والو د یو پولیس افسر په کور برید کړی چې په کې د پولیس افسر په ګډون د هغه د کورنۍ اته کسان ژوبل شوي دي.

په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د ضلعې پولیس وایي دا پېښه دخالي او اتوار په منځ شپه کې ناوخته د شمالي وزیرستان د غلام خان تحصیل په ډنډي سیدګۍ سیمه کې شوې ده.

د غلام خان پولیس تاڼې چارواکي وایي نامالوم وسله وال د شپې ناوخته د پولیس افسر امین الله کور ته ننوتلي او ډزې یې پرې کړې دي.

ویل شوي کله چې په دې پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته رسول کیدل نو په موټر کې هم چاودنه شوې ده، خو تفصیلات یې مخې ته نه دي راغلي.

د دوی په وینا په دې پېښو کې د پولیسو د ای ایس ایي امین الله او هغه د کورنۍ دوو ښځو په ګډون ۸ تنه سخت ټپیان شوي او په بیړني حالت کې دمیرانشاه روغتون ته رسول شوي دي.

د روغتون سرچینې د دریو ټپیانو حالت مرګونی یادوي او وایي دغه ټپيان علاج لپاره د بنو روغتون ته انتقال کړی شوي دي.

تر دې مهاله د دې پېښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخېستې او د علاقې پولیس وایي د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیلې کړې دي.

تر دې وړاندې پرون هم د شمالي وزیرستان تحصیل میرعلي کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګی برید شوی و چې په کې درې پاکستاني سرتیري وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي وؤ.

د پاکستان پوځ په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو تحریک طالبان پاکستان ددغه برید ذمه واري منلې ده.