د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې بر جنوبي وزیرستان کې امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد تر سره شوو خفیه عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د یو ځان مرګي برید کوونکي وژلو دعوه کړې ده.
امنیتي سرچینو وي او ای سره شریکو کړو مالوماتو کې ويلي، د بر جنوبي وزیرستان په سرارږغه تحصیل سپینکۍ سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.
د سرچینو په وینا کله چې دعلاقې ته امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او له وسله والو یې ګېره چاپیره کړه او د ډزو دتبادلې وروسته یو مشکوک ترهګر په خپله ځان له بارودو سره والوځولو.
سرچینو زیاته کړه د وژل شوي تن پیژندګلو د رحمان مسید په نوم شوې چې تړاو یې د تحریک طالبان پاکستان سره وو. او ځان مرګي برید کونکۍ ؤ.
ویل شوي وژل شوی ترهګر په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ و او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو.
د سرچینو په وینا د چاودنې او د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته کوم نقصان نه دی اوښتی.
تر دې مهاله تحریک طالبان پاکستان ددې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
بر جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ کال2009 م کې راه نجات نومي عملیات کړي وؤ او دا سیمه یې له ترهګرو ګرځولې شوه.
دفبررۍ په 14مه خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیس ځواک سي ټي ډي دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې ید لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.
په خېبرپښتونخوا کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي او په 30مه جنورۍ په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې د 84 کسان وژل شوي او 200 نه زيات ژوبل شوي وو.
د يادې پېښې وروسته په پېښور کې د ایپکس کمیټۍ غونډه د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ شوې وه او غونډه کې ویل شوي وؤ چې د ترهګرۍ پرضد څومره لاس ته راوړنې شوي هغه به بيرته د لاسه ور نه کړي او د ولس ساتنه به يقيني کولی شي.
دوه ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو، "د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې چې کومه خبره شوې حکومت او د پوځ مشرتابه ویلي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د ترهګرۍ نوې څپه راغلې ده او د هغې دپاره ټولې امنيتي ادارې، حکومت او صوبايي حکومتونه چمتو دي او ترهګري به قابو کړی شي".