اوکرایني ځواکونو د سرښار کيېف په فضا کې بالونونه ویشتلي او رانسکوره کړي دي - رپوټ

تصویر: (فایل)

واشنګټن - د اوکراین په اړه د برطانیې د دفاع وزارت د استخباراتي معلوماتو ترمخه چې په ټویټر یې خپاره کړي دي، اوکراین تېره د شورو/چهارشنبې په ورځ د سرښار کیيف په فضا کې لږ تر لږه شپږ بالونونه/غبارې ویشتلي او رانسکوره کړي دي.

د برطانیې د دفاع وزارت استخباراتي رپوټ کې راغلي چې د اوکراین وسله والو قوتونو دا بالونونه د رېډار رېفلېکټرونو په ذریعه د کیيف په فضا کې موندلي او له منځه یې وړي دي.

رپوټ کې دا هم راغلي چې د فرورۍ په دوولسمه نېټه د اوکراین فضایي ځواکونو په ختیځ ښار دنیپروپېټروفسک کې په فضا کې بالونونه لیدلي دي.

د برطانیې د دفاع وزارت وایي، "ممکنه ده چې دا بالونونه روسي وي"، او بل دا چې ممکن دا د معلوماتو د راټولولو په برخه کې د روس یو نوی تاکتیک یا نوی چل وي چې د اوکراین د فضایي دفاع د سیسټمونو په باب معلومات پیدا کړي.

د برطانیې دفاع وزارت دا خبر هم ورکړی چې د تېرې هفتې د نهې/سې شنبې په ورځ د مالډووا فضایي حدود هم د څو ګېنټو دپاره تړلي پاته و ځکه د بالون په څېر یو شی هلته لیدل شوی و. د برطانیې په باور، ممکن دا بالون هم د روسانو و چې د اوکراین د فضا نه باد او شمال د مالډووا فضایي حدودو ته ټېل وهلی وي.

دا ندي ویلی شوي چې په اوکراین کې لیدل شوي او ویشتل شوي بالونونه/غبارې د هغو نورو بالونونو سره چې په امریکا کې ویشتل شوي او رانسکوره کړی شوي دي، څه ورته والی درلود او که نه.

د اوکراین صدر ولوډیمیر زېلنسکي د خالي/شنبې په ورځ پخپل روزانه تقریر کې وویل چې په دې ورځ قریب ټول اوکراین کې بجلي بحاله کړی شوې وه او دا د اوکراین د بیا راپورته کېدو د صلاحیت تصدیق کوي.