د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکیني سنېټر اکرم شاه له نړۍ سترګې پټې کړې

واشنګټن ــــ پښتون ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکیني سنېټر او مرکزي جنرل سیکرټري اکرم شاه خان د کېنسر له اوږدې ناروغۍ وروسته د 70 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه زوی مزمل شاه چې د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ مرکزي جنرل سیکرټري دی پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي دي چې پلار یې د جمعې په سهار په کراچۍ کې مړ شو. مزمل شاه پلار ته داسې عقیدت وړاندې کړی دی:

"خوږ وو بابا، د ژوند په بيابان وختونو کې ګڼ سيوری وو، د سړو اوبو چينه وه، د ژوند په تورتمونو کې د رڼا مشال وو، موږ ته د ژوند په سپرليو کې، د ژوند خوږه نغمه وه چې دومره څه سړی وبايلي څومره څه وبایلي".

اکرم شاه خان په سکول کې د طالبعلمۍ له زمانې سیاست پیل کړی وو او نه یواځې د زده کوونکو د تنظیم پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن په باني غړو کې وو بلکې په پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې یې هم فعال سیاست کړی وو.

هغه په 1953م کال کې د بلوچستان د هرنايي ضلعې په ښاهرګه سیمه کې زېږېدلی وو. په 1997م کال کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا سنېټر شو چې د پخواني پوځي آمر جنرل پروېز مشرف له خوا په 1999م کال کې تر پوځي مارشلا پورې سنېټر وو.

د نېشنل ډیموکرېټیک ګوند مشر او د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي ځوان سیاستوال محسن داوړ د اکرم شاه پر مړینه خفګان ښکاره کړی او پر ټویټر یې د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ تر څنګ لیکلي، "موږ نن یو مشر لارښود وبایله".

د مشال رېډیو د معلوماتو له مخې اکرم شاه خان په 2002م کال کې لومړي ځل، په 2007م کال کې دویم ځل او په 2013م کال کې درېیم ځل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري منتخب شوی وو.

خو په 2015م کال کې چې په ګوند کې اختلافات پیل او بیا پسې زیات شول نو هغه نه یواځې د ګوند هلې ځلې پرېښوې بلکې په غیراعلانیه توګه له سیاسته هم لرې پاته شو.

د اکرم شاه پر مړینې ګڼ شمېر خلکو خواشیني ښکاره کړې او دا یې د پښتنو د ملتپال سیاست لپاره لوی تاوان بللی دی. سیاستوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر ډاکټر سید عالم مسید پر فېسبوک لیکلي:

"وطن له یو بل سیاست پوهه محروم شو، ‏د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سابقه مرکزي جنرل سیکرټري، سابقه سنېټر، د پي ایس او بنیادګر او محترم ملګری ارواښاد محترم اکرم شاه یو سیاسي عالم او پېاوړی مبارز وو".

د اکرم شاه خان زوی مزمل شاه وایي چې د پلار جنازه به یې د فرورۍ پر 25مه غرمه د بلوچستان په پښتني سیمه «شاهرګه» کې کېږي او بیا به هملته په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

له عثمان کاکړ وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دا دویم مشر دی چې په مړینه یې د پښتنو قومي سیاست له دوو داسې مشرانو محروم شو چې لسګونه کلونه یې په پاکستان کې د خپلو قومي حقونو او د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره مبارزه کړې ده.

اکرم شاه خان د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان او د پښتونخوا ملي‌عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په منځ کې