د پېښور پوهنتون د فلسفې څانګه کې له تېرو څو کلونو نوو زده کوونکو داخله نه ده اخیستې

پېښور/ واشنګټن ــــ د پېښور پوهنتون د فلسفې څانګه کې د تېرو څو کلونو نه نوو زده کونکو داخله نه ده اخیستې. د فلسفې د زدکړو د څانګې مشر ډاکټر شجاع احمد وايي دا وخت ورسره يواځې د ایم فل ۱۷ زده کوونکي پاتې دي.

څېړونکي وايي د فلسفې نه لرېوالی په ټولنه کې عدم برداشت او سخت دريځي زياتوي او له دې سره سره د مثبت بحث مباحثې او د ژوند د نورو اړخونو په اړه پېدا کېدونکو سوالونه هم بې ځوابه پاتې کيږي.

ډاکټر شجاع احمد وايي دا وخت د ایم فل ۱۷ زده کوونکي او د بي ايس پروګرام کې ورسره يو زده کوونکی هم نه دی داخل شوی. ډاکټر شجاع زياته کړه چې هر کال د لسو نه دوولسو پورې زده کوونکي غواړي داخله واخلي.

خو وایي د دوی شمېر د کمي له وجې د اعلا تعليم د پاليسۍ مطابق کمو زده کوونکو ته داخله نه شي ورکول کېدی، نوموړي وويل دا هغه زده کوونکي وي چې په خپل شوق د فلسفې زدکړې کول غواړي خو بيا د موقعې نه تر لاسه کېدو له امله د خپلې خوښې په ضد بل مضمون واخلي:

"فلسفه مونږ ته دا را ښيي چې انسان دنيا ته څنګه ګوري؟ تنقيدي سوچ وي پکې، په برداشت او اخلاقو باندې پوهه شي، په دې کې ډېر څيزونه دي".

ډاکټر شجاع احمد زياته کړه د فلسفې څانګې ته خو نوي زده کوونکي نه راځي خو نورو ټولنيزو علومو کې فلسفه د مضمون په توګه ښودل کيږي چې په څه نه څه شکل کې يې وجود له هم پاتې دې.

په پېښور پوهنتون کې 46 د بېلابېلو زدکړو څانګې يا ډيپارمنټس دي چې پکې د 16,000 نه زيات زده کوونکي دي، خو دا چې د فلسفې د زدکړو دپاره ولې نوي زده کوونکي نه راځي؟ د سوشيالوجي څانګې زده کوونکی ملک اصف خان وایي ځوانان هغه زدکړې کول غواړي چې د تعليم مکملولو وروسته ورباندې بنيادي کار روزګار تر لاسه شي:

"نن سبا ځوانان زده کوونکي دا سوچ نه کوي چې هغوی ځان ته د تعليم د لارې خپل اخلاق ښه کړي، ټول ځوانان داسې مضمونونه اخلي چې نوکري پرې ترلاسه کولی شي، ټول ځوانان هم په دې لاره روان دي".

ډاکټر شجاع احمد وويل په پښتونخوا کې د لیکچرارانو هر کال په سلګونو نوکرۍ راځي، چې د ټولو مضوعاتو د پاره د کالج په کچه استادان اخیستل کيږي، خو د فلسفې نوي ليکچراران په کالجونو کې نه اخستل کيږي او د دې موضوع ويونکو د پاره د نوکرۍ ترلاسه کولو مواقعې نورې هم کمې شي، ځکه ځوانانو د فلسفې موضوع اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

په پېښور پوهنتون کې د فلسفې څانګه په کال 1962م کې جوړه شوې وه، چې پکې سلګونو زده کوونکو ترې د ماسټر او ډاکټرۍ ډګرۍ اخیستې دي۔

د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډي څانګې مشره انوش خان وايي په پېښور پوهنتون کې ځینې د ټولنيزو علومو څانګو ته زده کوونکي کم او يا نه راځي. نوموړې وويل د ټولنیزو علومو د زدکړو د کموالي رجحان له وجې په ټولنه کې سخت دريځي او عدم برداشت زياتېږي:

"د فلسفې، ادب او موسيقي په شان مضمونه انسان ته يو پوهه او يو بدل سوچ ورکوي، زمونږ د ټولنې نه انسانيت ختمېږي لګيا دی او دا هغه مضمونونه دي چې زده کوونکو ته د ژوند لاره او مقصد ورښيي".

د فلسفې د څانګې مشر ډاکټر شجاع احمد وايي دوی د صوبې له اعلا چارواکو سره په مسلسله رابطه کې دي او دلته د داخله اخیستونکو د پاره د خصوصي رياعتونو ورکولو پلان جوړوي.